Homeادبلنډه کیسهتیاره/اجمل پسرلی

تیاره/اجمل پسرلی

هرې یکشنبې ته وار له مخه هوسیږم، په دې ورځ رخصت یم. نن د تیرو رخصتیو په څېر په زنګ راویښ نه شوم، د کوټې د دیوالي ساعت ټک ټک مې واورید، بیا مې سترګې وغړولې.

د کوڅې لور ته کړکۍ مې پرانیسته. یوه ورځ مې همکارانو ته کیسه کوله چې زما کوټه دوې اورسۍ لري، دوی راته ویل:

« ته بختور یې ښاروالي داسې کوټه درکړې ده، د چا زړه پکې نه تنګیږي»

اسمان نن بیا وریځو نیولی دی، داسې وریځې دي  لکه د خړ رنګ برش چې دې پرې تیر کړی وي:

« اوس به په دې هوا کې چیرته ځم؟»

د کوټې دې بلې کړکۍ ته ودریدم. د ډيران بکس نیم پرانیستی ښکاریده، منځ ته یې ډير شیان وراچولي وو. یوې تورې مرغۍ د بکس پر سر ټوپونه وهل، یو نیم ځل به یې مښوکه ووهله بیا به یې شاوخوا وڅارله. کړکۍ مې بنده کړه، د کړکۍ له درب سره مرغۍ والوته. بیرته مې کړکۍ پرانیسته سر مې وروایست مرغۍ نه ښکاریده:

« لکۍ یې ښایسته وه، څومره اوږده وه!»

بیګاني لوښي مې ووینځل، په تش نس د غوړو بوی بد راباندې ولګید، دواړه کړکۍ مې خلاصې کړې، چای مې دم کړ. د ډیران لور ته د کړکۍ مخې ته کښیناستم. دې خواته ته وړاندې اپارتمان دی. لوړ اپارتمان. لرې ځایونه نه ښکارې.

یخ مې په زړه ننوت، د شودو چای مې ژر په سر واړاوه. ډوډۍ مې سلامته پاتې شوه. د ډيران د صندوق سر ته پیشو ټوپ کړل. دا زیړه پیشو په یوه سترګه ړنده ده، یوه ورځ د همدې کړکۍ له خوا د دیوال له سره کوټې ته راغلې وه کرکه مې ترې وشوه، له دوهم منزله مې لاندې واچوله، کنه د پیشو خرهارې مې خوښیږي:

«کاشکي اوس دلته وای»

له یخچاله مې د چرګ یوه ټوټه غوښه راواخیسته چې پیشو ته یې ورښکاره کړم چې راشي. پیشو نه ښکاریده. د ډيران بکس لوی دی. شا یې نه راښکارې:

« پيش پیش..»

د اروپا د مني ورځې داسې لنډې دي، چې ساعت له دریو تیریږي، تیاره کیږي. دې بلې کړکۍ ته ودریدم. په کوڅه کې څوک نه وو:

« زیړه پیشو به د صندوق شاته وي… که به تللې وي …تور مرغه به بیا نه وي راغلی».

د دیوالي ساعت ټک ټک وو، د ساعت ستن دریو ته نژدې شوې وه، دباندې وریځې توربخونې ښکاریدې.

پراګ

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    ورورپسرلی اجمل صیب ، ډیرې ښې لڼډې کيسې ليکې!
    د یوروپ د مني او ژمي لڼډې ورځې او اوږدې شپې دې د ټولو مجردو مسافرو په زړه برابرې لیکلي.
    خو زه چې د اونۍ په پای کښې د یکشنبې د ۱۵ بجو وروسته تیارو ته زړه تنګی شم ، بیرته سر د پټو او بړستنې لاندې رانغاړم او په قیلوله خوب بیدیږم!. او بیا مازیګر یا ماښام لمانځه ته راپاڅېږم.
    له توجه مو مڼنه.
    بروکسل / د نوومبر نهمه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...