جمعه, مې 17, 2024
Homeجنرال وزیرينېکمرغي يوازې په پيسو کې نه ده|جنرال دولت وزیري

نېکمرغي يوازې په پيسو کې نه ده|جنرال دولت وزیري

وايي: یوه کس خدای (ج) ته سوال وکړ چې د دی وړتيا ور کړي چې هر څه ته لاس ور وړي په سرو زرو بدل شي، له دې سره به د نړۍ ستر شتمن شي. خدای پاک يې سوال قبول کړ، سړي خپل آس ته لاس ور ووړ، اس سره زر شو، بیا يې يوې غټې ډبرې ته لاس ور ووړ، هغه هم سره زر شوله. ډوډۍ ته يې لاس ور ووړ هغه هم سره زر شوله او بیا يې خپله لور په غیږ کې واخیستله هغه هم سره زر شوله. سړی حق حیران شو چې اوس څه وکړي. بيرته يې له خدای(ج) څخه وغوښتل چې پخواني حالت ور ته بیرته راشي. خدای (ج) يې سوال قبول کړ، ده او لور يې په یوه چينه کې ولمبل، همغه و چې پخوانی سړی شو.

مانا دا چې انسانان يواځې ځان غواړي، لوی کور غواړي، موټري، ښایسته کالي او ښه وخت تیرول غواړي. خو دوی دی ته نه ګوري چې د دوی د شاوخوا خلک دا هر څه پریمانه لري، خو تاسو فکر کوي چې هغوی تر تاسو خوښ دي؟ د اخلاقي پلوه له تاسو ښه دي؟ په فزیکي لحاظ له تاسو قوي دي او هغوی له تاسو ښه ښکاري؟ ایا هغوی له تاسو نيکمرغه دي؟ ايا د ډیل کارنیګي خبره مو له یاده وتلي ده چې ویل به يې:(( میلونران له تاسو لږ خاندي او دا خبره رښتیا ده.))

هنري وارد بیچر به ویل:((موږ په دې نه شتمنیږو چې څه تر لاسه کوو، بلکې په دې شتمنیږو چې څه نورو ته ورکوو.

لویه شتمني د نورو سره ښه چلند او اخلاقي ژوند کول دي، ځکه نورو ته ارزښت ورکول ستاسو د ارزښت او شخصیت د لوړولو سره مرسته کوي.

څوک چې مینه درسره کوي، مينه ور سره اسانه ده. څوک چې ښه در سره کوي د هغوی سره ښه کول هم عادي خبره ده. که تاسو سره څوک بد چلند او ستاسو سپکاوی وکړي ايا تاسو هم د هغه سپکاوی کوئ؟ آیا په دې نه پوهیږئ چې ډیرې وړې شخړي د لویو جګړو سبب شوي دي؟

مارتين لوتر کینګ به ویل:((بښنه او ښه چلند د يوې ورځې کار نه دی، دا یوه دوامداره پروسه ده.)) نړۍ ښه ځاي دی، خو که څوک تاسو سره ښه چلند کوي، تاسو يې هم ور سره کوئ او که بد چلند کوي او تاسو هم بد چلند وکړئ، بيا به وکورئ چې نړۍ به څنګه وي؟

نړۍ به هغه وخت ښه وي چې که له چا سره ستونزه لرئ ژر يې حل کړي او کينه په زړه کې ونه ساتئ. څومره چې کينه له ځان سره وړئ په همغه اندازه مو پيټي درنیږي.

که چیرې زموږ د وګړو شمېر ۴۰ مليونه وي!

شپږ میلونه يی کډوال، پاتې شول ۳۴ ملیونه!

ولس مليونه يې ښځې، پاتې شول، ولس میلیونه!

۷ ملیونه له شپیتو د زیات عمر، پاتې شول لس مليونه!

شپږ ملیونه له شلو کلونو کم عمره، پاتې شول څلور ملیونه!

درې ملیونه، نه سوه اویا زره يې د دفترونو،روغتنونو، اردو، پولیسو، ناروغان، لټان، په نشه يې توکو روږدي، غله رهزن اونور، پاتې شول دیرش زره!

نهه ویشت زره نهه سوه اته نوی زندانیان، پاتې شول دوه تنه!

هغه دوه تنه هم په خپلو منځو کې په جګړو بوخت دي. څه ښه وايي:((دوه پکه هغه هم سره ورکه.))

پورته شمیرنه او ټوکه به سمه نه وي خو له نورو سره هغه څه وکړئ چې د ځان له پاره يې اړين بولئ او له هغو سره مرسته وکڑي چې مرسته در سره نه شي کولای. هيڅ وخت په دې فکر مه اوسي چې د سیالۍ په نامه نور له منځه یوسئ.

تاسو تل ښه لوبه کوي خو که يو بل له تاسو هم ښه لوبه کوي و يې ستايې او د ګټلو له پاره نور زيار وګالئ نه چې د هغه وړتيا ته زیان ورسوئ.

څومره ښه چې کولای شئ و يې کړئ. له څومره خلکو سره يې چې کولای شئ ويې کړئ. په څومره طريقو يې چې کولای شئ وئې کړئ او تر کومه وخته يې چې کولای شي ور سره ويې کړئ, په بدل کې يې څه مه غواړئ او هغه کره خبره له یاده مه باسی چې وايي:(( ښه وکړه سیند کې يې واچوه.))

پایله

د ښو په بدل کې له چا بدل مه غواړئ.

که بد کول طبعي هم وي، تاسو ښه وکړئ،

له غچ اخیستلو پرهیز وکړئ.

بخښنه د نيکانو کار دی، تل وبخښئ چې خدای ج تاسو وبخښي.

خپلې ژمنې پوره کړۍ که مو په زيان هم وي.

زغم خپله تګلاره وګرځوئ.

د خپل ښه کرکتر په فکر کې اوسئ.

حیثیت او شخصیت ته مو کار وکړي.

نورو ته ارزښت ورکړئ، چې تاسو ته هم ارزښت درکړي.

د رهبرۍ اخلاق

جان مکسویل

د میراحمد یاد ژباړې غورچاڼ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب