جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهبهرنیو چارو وزارت؛ د پاکستان د حقانيه مدرسې د مشر وروستیو څرګندونو...

بهرنیو چارو وزارت؛ د پاکستان د حقانيه مدرسې د مشر وروستیو څرګندونو په تړاو غبرګون ښودلی

تاند (یک شنبه، دعقرب ۱۸) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د حقانیه مدرسې د مشر وروستیو څرګندونو په غبرګون کابل کې د پاکستان سفارت ته خپل اعتراض وړندې کړی.

د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان کې د جګړې د دوام او وروستيو تحولاتو په اړه د پاکستان د حقانيه مدرسې د مشر حامد الحق وروستۍ څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ده.

په هغو څرګندونو کې : «د پاکستان د حقانیه مدرسې د مؤسس مولانا سمیع الحق زوی او د دې مدرسې اوسنی مشر مولانا حامد الحق د افغانستان له حکومت څخه غواړي چې طالبانو ته تسلیم شي.»

سرچينه وایي له همدې امله دوی هم د پاکستان سفارت ته اعتراض کړى دى.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%af%d9%88%d9%84%d8%aa-%d9%be%d9%87-%d8%ae%d9%84%d8%a7%d9%81-%d8%af-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d9%85%d9%88%d9%84%d8%a7-%da%85%d8%b1%da%ab/

کورنيو چارو وزارت هيله څرګنده کړې چې، پاکستان به د بياځلې لپاره د ورته څرګندونو مخنيوی کوي او د افغانستان په داخلي چارو کې به له د دوی له لوري د لاسوهنومخه نیسي.

د پاکستان د حقانيه مدرسې مشر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، په دې وروستیو کې د نړۍ د ګڼو هېوادونو علماوو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا او انسان وژنه بللې ده.

6 COMMENTS

  1. کچیری افغان دولت د هلمند د جګړی د شواهدو اسناد، د کابل د پوهنتون اسناد او همدارنګه حقانی د زوی د څرګندونو په اړه امنیت شورا او ملګری ملتونو ته مستند شکایت وکړی او له هغه سازمان څخه چی پاکستان یی اوس مهال په خړ لیست کی اچولی دا اسناد وسپاری چی پاکستان ولی د جنګی ډلو لپاره سیاسی، مالی او نظامی لابی کوی او له نړیوالو جنګی استخباراتو څخه د دوی د مالی او نظامی تقویت لپاره په هر ډګر کی ملاتړ کوی

    نو افغان ولس به پدی پوه شی چی رښتیا هم افغان دولت د خپل ولس غږ نړیوالو ته رسوی او همدارنګه ټول اسناد باید اروپایی ټولنی ته وسپاری چی همدی پاکستان طالبانو، داعشیانو او جیش محمد او لشکر طیبه ډلی ته پاسپورتونو جوړوی او نړیواله سطحه د جنګی ډلو ملاتړ کوی
    ترڅو نړیوال د پاکستان په وړاندی او همدارنګه د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن نظر هم له ځان سره ولری ترڅو په آینده د ټرمپ خلاف په پاکستان د ایران په شان بندیزونه ولګوی چی بیابه پخپله پاکستان مجبور شی چی طالبان اوربند وهڅوی او خپل تاثیرات په نړی ته څرګند کړی چی طالبان زموږ په فشار سره اوربند هم منلی شی که تاسی په یاد وی تاند رسانی خبر نشر کړ پاکستان او اروپایی ټولی د ژر اوربند غوښتنه کړی

  2. حقانیه مدرسه د نړیوالو اسلامي او تحقیقاتي سازمانونو او بنسټونو، د سعودي عربستان د عالمانو د شورا او د مکې معظمي له خطیبانو ، د الازهر نړیوال اسلامي پوهنتون او د مالیزا ، اندونیزیا او بنګلدیش له اسلامي ټولنو او دعالمانو له شورا نه زیاته پوهه دیني تجربه ، اعتبار او صلاحیت نه لري . هغوی ټول د افغانستان جګړه ناروا اعلان کړې خو د پنجابیانو د استخباراتو حقانیه شبکه بیا افغانستان کې خلک جنګ او تش په نامه جهاد ته رابولي.
    د حقانیه جاسوسي مدرسه په خپلو مغرضو او زهرجنو تبلیغاتو سره د ماشومانو او ځوانانو ماغزه مینځی ، هغوی د منافقت ، شرارت او عصبیت په روحیه روزي او بیا یې افغانستان ته د افغان وژلو او اقتصادي تاسیساتو ورانولو لپاره را استوي . د دې مدرسې شاګردان اکثره دپاکستان رضاکاره پوج او ملیشو رول لوبوي چې د افغانستان او هندوستان پرضد ورڅخه ګټه اخلي .

    د افغانستان خلک او دولت له پاکستان او نړیوالو خصوصا د ملګروملتونو له سازمان نه غوښتنه کوي چې د دې تروریستي تش په نوم مدرسې دروازي وتړي او د هغو مشران تر تحقیق او تعقیب لاندې ونیسي .
    له بلې خوا له ټولو پښتنو او افغانانو نه په جدیت سره غوښتنه کیږي چې خپل اولادونه د پاکستاني تش په نوم دیني مدرسو له زده کړو منعه کړي .

  3. دا جنګ د بین الملل جنګ دی چه د خپل اساسی قانون په خلاف یی روا کړی. دیوی آزادی محکمی لمخی د افغانستان په جنګ کی اول سورپوستی او بیا د کابل اداره ملامت راځی.
    په اوسنی ګلئی بین المللی نظام کی البة قانون لیږ زور زیات منل سوی. نو د جو بیدین له راتلو سره د زور ازمایی پالیسی د راتلو امکانات زیات سوی او د نورو اتلس کلو جنګ او قتال د امریکایی وینه خوړونکو په لاس ډیر احتمال لری.

  4. د چټلستان جاسوسانو ته،
    سپیان به غاپی خو د افغانستان د آبادی کاروان به مخ په وړاندې روان وي، حتی که یو افغان هم ژوندی وي. چغه سپیه په طایفې دې لعنت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب