یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ننګرهار د جلغوزيو سږني حاصلات ۳۷ سلنه زیات شوي

د ننګرهار د جلغوزيو سږني حاصلات ۳۷ سلنه زیات شوي

تاند ( یک شنبه، د عقرب ۱۸) د ننګرهار دکرنې رياست مسولان وایي چې، سږکال يې د جلغوزيو حلاصلات د تېر په پرتله ۳۷ سلنه زیات شوي.

د کرنې رئیس انعام الله ساپی وایي، د جلغوزیو د حاصلاتو د ډېرېدو لامل د دې ولایت په غره ییزو سیمو کې د جلغوزیو په کاروباریانو د فني وسایلو وېش او نسبي امن دی.

د نوموړي په خبره اوسمهال د ننګرهار په ۸ ولسوالیو کې په شاوخوا ۱۱۰۰هکتاره ځمکه د جلغوزیو طبیعي ځنګونه موجود دي.

په ورته مهال د جلغوزيو کاروباريان د سږنيو حاصلاتو زياتوالي ته خوښ دي.

دوی وایي د جلغوزيو مينه وال ډېر دي او په دې سره به وکولای شي چې، په اسانۍ جلغوزي ترلاسه او په ښه بيه يې وپلوري.

د دې ولایت د کرنې ریاست مسولان وایي، دوی په دې هڅه کې دي څو د جلغوزيو ځنګلونه نور هم زيات او ترڅنګ يې د ځنګلو د وهل کېدو مخه هم ونيسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب