دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهقومي مخور: له جګړو ستړي یو؛ طالبان او حکومت بايد اوربند وکړي

قومي مخور: له جګړو ستړي یو؛ طالبان او حکومت بايد اوربند وکړي

تاند ( یک شنبه، دعقرب ۱۸) د پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر ولایتونو یو شمېر قومي مخورو د یوې جرګې له لارې په افغانستان کې روانه جګړه غندلې او زیاته کړې یې ده چې، نور دا جګړه په هېڅ صورت ورته د منلو نه ده.

دوی د خپلو سیمو له قومي مخورو غوښتنه کړې چې، باید سره یو لاس شي او په هېواد کې روانې اوږدې خونړۍ جګړې ته په نه ویلو سره دواړه لوري د ناخوالو پای ته رسولو ته وهڅوي.

یادو قومي مخورو دغه راز پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی دی چې، پلمې دې نه کوي او هر څه ژر دې په هېواد کې پر یو سراسري اوربند هوکړه وکړي.

د یادونې ده چې په دوحه کې د افغان او طالب پلاوو ترمنځ د خبرو له پيل وړاندې عامو افغانانو پر اوربند ټینګار درلود خو طالب لوري دا غوښتنه تر دې دمه نه ده منلې.

افغان حکومت هم د سولې له خبرو وړاندې اوربند اړين بللی خو طالب چارواکي بیا وایي تر اوربند نور مهم مسایل شته چې باید پرې خبرې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب