پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهادم ارلي: د ټرمپ د زنداني کېدو احتمال ډېر دی

ادم ارلي: د ټرمپ د زنداني کېدو احتمال ډېر دی

تاند(یکشنبه، د عقرب ۱۸) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني ویاند ادم ارلي ویلي چې ښایي ډونالډ ټرمپ زنداني شي.

نوموړي له العربیه ټلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، ټرمپ ښایي ډېر ژر د زندان ژوند هم تجربه کړي، ځکه د نوموړي په خبره، هغه تر ولسمشرۍ مخکې ډېر جنایتونه کړي دي، لکه جنسي ځورونې او له مالیاتو تېښته.

ارلي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، پر ټرمپ تازه تور دا دی چې د خپل ټاکنیز کمپاین لپاره یې په ځانګړې شوې بودجه کې هم تغیرات راوستي دي.

نوموړي څرګنده کړې، که چېرته زنداني نه شي نو راتلونکي څلور کلونه به د خپل ځان د خلاصون لپاره په محکمو کې تېر کړي ځکه د هغه په خبره، د ټرمپ کورنۍ هم له یو شمېر داسې تورونو سره مخ ده چې سپینول به یې ډېر وخت وغواړي.

2 COMMENTS

  1. ویل کېږي چې جو بایډن یولړ اجراییوي اوامرو صادرولو ته ځان چمتو کوي، چې ځینې یې د ټرمپ په اداره کې له لانجو ډک هم وو.

    د امریکايي رسنیو له خولې:

    بایډن به د پاریس د اقلیم بدلون له هوکړې سره یوځای شي، چې امریکا د تېرې چارشنبې په ورځ په رسمي توګه ترې وتلې وه.
    د روغتیا له نړیوال سازمان د وتلو پرېکړه به بېرته لغوه کړي.
    د هغو اوو هېوادونو پر وګړو به د سفر بندیزونه پای ته ورسوي، چې ډېری وګړي یې مسلمانان دي.
    د اوباما د واکمنۍ هغه تګلاره به بېرته راژوندۍ کړي چې ناثبت شویو کډوالو ته یې په داسې حال کې چې ماشومتوب کې امریکا ته کډه شوي وو، د “کډوالۍ” حیثیت ورکړی و.
    جو بایډن د منتخب ولسمشر په توګه د شنبې په ورځ خپله لومړنۍ وینا کې وویل، اوس د امریکا د ټپونو درمللو او یوموټی کېدو وخت رارسېدلی. ده د ټرمپ ملاتړو ته په مستقیم خطاب کې وویل: “باید له خپلو سیاسي سیالانو سره د دوښمنانو په څېر معامله ودروو.”

    بایډن او مرستیالې کماله هرېس د واک د لېږد لپاره خپلې کاري ډلې ته یوه وېبپاڼه هم جوړه کړې ده.

  2. ه ولسمشريزو ټاکنو کې د ولسمشر ترمپ له ماتې وروسته اوازې داسې دي چې د نوموړي ميرمن ملانيا ټرمپ پرېکړه کړې ده چې له ده لار جلا کړي او ورڅخه طلاق واخلي. د ملانيا ټرمپ په اړه ويل شوي دي چې نوموړې يوازې د انتظار شيبې شمېرې ترڅو د ټرمپ د ولسمشرۍ دوره پای ته ورسيږي او په دې سره به دي هم له ټرمپ طلاق واخلي.

    رسنيو د سپينې ماڼۍ دننه د سرچينو د مالوماتو پر بنسټ لېکلي دي، چې ټرمپ او ميرمنې يې ملانيا ټرمپ د خوب ځايونه هم سره جدا کړي دي او ملانيا يوازې دې ته منظره ده چې له نوموړي طلاق واخلي.

    ټرمپ ۷۴ کلن او ميرمن يې ۵۰ کلنه ده. دوی ۱۵ کاله وړاندې سره واده کړي خو چې ټرمپ په ټاکنو کې ماته خوړلې او سپينه ماڼۍ بايد خوشي کړي، ميرمن يې هم دی خوشی کوي. د دغه ګنګوسو په اړه په رسمي ډول تر اوسه څه نه دي ويل شوي او دا هم نه دي ويل شوي چې ملانيا ټرمپ ولې له ټرمپ طلاق اخلي.

    https://rohi.af/news/87888

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب