یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونههېواد کې له کورونا روغ شوي ۷۴۵ خو ناروغان له ۶ زرو...

هېواد کې له کورونا روغ شوي ۷۴۵ خو ناروغان له ۶ زرو واوښتل

تاند، جمعه، دثور ۲۶مه: په افغانستان کې پرله پسې په دویمه ورځ د کورونا ویروس د مثبتو پېښو تر ټولو لوړ ارقام ثبت شول.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ۱۲۲۲ مشکوکې پېښې څېړل شوې دي چې ۴۱۴ یې مثبتې تشخیص شوې دي.
نوموړی وايي په دې سره د کورونا د مثبتو پېښو شمېر په افغانستان ۶۰۵۳ ته لوړ شوی دی، چې کابل، هرات، کندهار او بلخ په کې تر ټولو وړاندې روان دي.

ښاغلي مجروح په خبره تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ۵۴ ناروغان روغ شوي دي او د روغو شویو کسانو شمېر ورسره ۷۴۵ ته لوړ شوی دی.
نوموړی وايي، همدا راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کورونا څخه ۱۷ کسان مړه شوي ديچې مجموعي شمېر یې ۱۵۳ ته رسېدلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب