شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهدي هېل: له طالبانو سره د امریکا تړون سر له اوسه ناکام...

دي هېل: له طالبانو سره د امریکا تړون سر له اوسه ناکام دی

تاند، جمعه، د ثور ۲۶مه: دي هیل ورځپاڼې په خپل تازه مطلب کې ادعا کړې چې امریکا په افغانستان کې د یو پياوړي، شفاف، مرکزي، موډرن او ولسواک دولت په جوړولو کې ناکامه شوې ده.

دغه ورځپاڼه وايي، اوس د دې وخت رارسېدلی چی امریکا له افغانستان ووځي ځکه ویې نشو کړای چې دغه هیواد کې قوي مرکزي دولت رامنځته کړي.

ورځپاڼه وايي، امریکا په ۱۹ کلنه جګړه کې بیا بیا ټینګار درلود چې غواړي افغانستان کې قوي او منظم حکومت رامنځته کړي، خو تر اوسه بریالۍ نشوه او له دې وروسته هم داکار نشي کولای.

ورځپاڼه همدا راز له طالبانو سره د امریکا هوکړه هم سر له اوسه ناکامه بولي او وايي، له دې کبله چې د افغانستان په مسئله کې څو لوري دخیل دي دا ممکنه نده چې له یو لوري سره هوکړه دې د نورو د تایید سبب هم وګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب