شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهسبا شنبه د یوې ورځې لپاره تورخم دروازه په یو طرفه ډول...

سبا شنبه د یوې ورځې لپاره تورخم دروازه په یو طرفه ډول خلاصېږي

تاند، جمعه، د ثور ۲۶مه پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي، د تورخم لاره به سبا د شنبې په ورځ په یو طرفه ډول پرانستې وې.

په اسلام اباد کې افغان سفير عاطف مشعل وايي، د تورخم دروازه به د مې میاشتې په ۱۶ مه (شنبه) د یوې ورځې لپاره په پاکستان کې د افغان مسافرو پرمخ پرانستې وي ترڅو هېواد ته ستانه شي.

ښاغلی مشعل وايي، دا چې د لارې بیا پرانیستل به ستونزمن وي نو ټول هغه مسافر چې په پاکستان کې ایسار پاتې دی او غواړي وطن ته ستانه شي، نو د سبا تګ ته دې ځانونه چمتو او تورخم ته دې ځان ورسوي.

د کرونا ویروس د خپریدو او د لارو د بندیدو له امله دا مهال زرګونه افغانان د کرښې دواړو غاړو ته له مودو راهیسې بند پاتې دي.

دا خلک د افغانستان او پاکستان له حکومتونو غواړي، چې د پولې دواړو غاړو ته بند پاتو خلکو ته اجازه ورکړي، چې اختر له خپلو کورنیو سره یو ځای تېر کړي.

1 COMMENT

  1. زما انديښنه دې ته ده ، چې په دې کې به څومره بارود او چاودیدونکي توکي زمونږ هیواد ته رااړول کیږي، کیدای شي ، چې طالبان یې د کمي سره مخ شوي وي !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب