Home+څلوریځي |عبدالباري جهاني 

څلوریځي |عبدالباري جهاني 

 واوري دي اوري زموږ پر بامونو

زموږ به نغري وي تش له اورونو

امن راغلی ډوډۍ دي نه وي

کچکول به یوسو تر خیراتونو

×××××××××

خلکو اسلام دی درته راغلی

مُلا پاچا دی طالب ښاغلی 

لا« څشي غواړی» له واکمنانو

هر کورته امن ور رسېدلی

×××××××××

خلکو خبرسی له اعلانونو

دښمن راغلی د کتابونو

علم شیطان دی خلک تېرباسي

ورونه دي بند وي د مکتبونو

×××××××××

اعلان یې کړی پر ټوله ښار دی

مفتي غوسه دی مُلا په قار دی

محتسب ګرځي دُره په لاس کي

ښځو پټېږی د مرګي وار دی

×××××××××

هغه له لوږي په زړو نتلي

په ژوند یې ښځي نه وې لیدلي

پر دې دنیا یې حوري نصیب سوې

اوس دي بېغمه ګرځي ښاغلي

×××××××××××

څوک چي له علم سره دښمن دی

غلیم د خاوري او د وطن دی

چي په تیاره کي عدالت غواړي

هم د کور غل دی هم دروغجن دی

××××××××××

قاصد راغلی وايي یارانو

لښکر راغلی د طالبانو

ښځي دي پټي په کور کي اوسي

شیطان  قوي دی د ملایانو

××××××××××

چي کیسې اورم د هیوادونو

پر مخ د مځکي د جنتونو

زموږ دي ژوندون وي د مرګ په خوله کي

څه له قحطیو څه سېلابونو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...