پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهدوه روسي سياحان په خپل شخصي موټر کې هرات ته راغلي

دوه روسي سياحان په خپل شخصي موټر کې هرات ته راغلي

تاند:(شنبه ،د ميزان ۹مه)‏‌ په هرات کې د طالبانو د ادارې ځايي چارواکو ويلي، چې دوه روسي سياحان په خپل شخصي موټر کې دغه ولايت ته ورغلي او له مختلفو سيمو څخه يې ليدنه کړې ده.

د هرات لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولانا نعيم الحق حقاني ويلي، چې د طالبانو له واکمنيدو وروسته امنيت تامين دی او ډېر داسې سياحان دغه ولايت ته ورته سفرونه کوي.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، په تېرو شپږو مياشتو کې تر ۱۲ زرو پورې سياحان چې ۱۰ زره يې بهرنيان وو، هرات ولايت ته يې سفرونه کړي دي.

طالبانو په باميان او ځينو نورو سياحتي ولايتونو کې هم د سياحانو د زياتيدو خبر ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب