ذبیح الله شفق
د یوې ځوانې نجلۍ خاطرې اثر د یهود ټبري ان فرنک د خاطرو هغه ټولګه ده چي د دوهمې تودې نړیوالې جګړې پر مهال هغه وخت لیکل سوی چي د کتاب لیکواله (ان فرنک) او کورنۍ ئې د نازیانو د بېري څخه په یوه پټنځای کي میشت وو. دا اثر آغلې صفیې وردګ پښتو ته را ژباړلی او په ۳۵۸ مخونو کي په خورا عالي کیفیت ترتیب سوی دئ. د ژباړنې له خولې د ان خاطرې په نړیواله سطحه دېرش میلیونه ټوکه پلورل سوې او په څه دپاسه اویاه نړیوالو او روانو ژبو ژباړل سوې دي. خاطرې اصلاً پر دوهم نړیوال جنګ، ان فرنک او د دوی پر ټولنیز ژوند را څرخي. د کتاب لیکواله یهودۍ ان په ۱۹۲۹م کي په یوه جرمنۍ کورنۍ کي نړۍ ته راځي. دوی د جرمني د فرنکفورټ د پلرني ټاټوبي څخه مخ پر امسټرډام روانېږي، او هلته د هټلر او نازیانو د سیاسي پالیسۍ او پر یهودو د شته بندیزونو له کبله دوه کاله په یوه پټنځای کي تېروي. چي د ان فرنک د خاطرو لیکل هم د پټخونې یا د ان فرنک په اصطلاح د زندان محصول دي. ان فرنک په لومړي سر کي د خپلي کورنۍ سره نسبتاً آرام ژوند لري. دا د خپلو خاطرو لیکل د خپلي کلیزې په ورځ (۱۹۴۲ د جون ۱۲ مې) څخه را پیلوي چي لا د هټلر حکومت پر یهودو سخت قیودات نه وه وضعه کړي. ان خپلي خاطرې د یوې کتابچې له لاري چي دا ئې له نازه (کېټي) بولي را پیلوي. او د خپلو خاطرو پر ټولګې همدا نوم پخوي. ان په مسلسل ډول کېټي ته لیکونه لیکي، او په دې ډول کېټي نومي کتابچه د خاطرو بڼه خپلوي او ان ته ورځ په ورځ ارزښت پیدا کوي. د خاطرو ډول په نېټو او لیکونو پیل کېږي. مثلاً: شنبه د جنوري ۳۰مه، ۱۹۴۳ ګرانې کېټي! او بیا د ان د زړه خبري چي درد او ناهیلي له ورایه لوستونکی پکښي احساسوي، پیلېږي. د لیکونو تر منځ ځیني وخت اونۍ او ځیني وخت حتا میاشتي فاصله راځي. د ان کورنۍ د ۱۹۴۲م څخه وروسته چي په هالنډ او جرمني کي پر یهودو د نازیانو له خوا سخت قیودات وضعه کېږي له خپلي کورنۍ او ګاونډیانو سره چي ټول ټول اته تنه وي په یوه پټنځای کي مېشت کېږي. چي د یهودو له سترګو پنا او په پټ ډول ډېر سخت ژوند ته په داسي حال کي آدامه ور کوي چي په بشپړ ډول د ټولنیز ژوند، آزادۍ، رسمي زده کړو او استراحت څخه بې برخي وي.
له دې څخه وروسته دوه کاله ان فرنک په پټنځای کي پر ډېر کم عمر چي ایله ۱۴ کلنه وي و سخت ژوند ته آدامه ورکوي. او د دې دوو کالو په جریان کي دا د ډېرو سختو مشکلاتو، نادریو، رټلوو او یوازیتوب سره مخ کېږي. له یوې خوا په جرمني، هالنډ او نورې نړۍ کي د دوهمې نړیوالې جګړې اور تازه وي. له بلې خوا نازیان یهود په هالنډ او جرمني کي پر بوی نه پرېږدي او له هر ډول ژوند څخه ئې بې برخې کړي وي. د ان او کورنۍ لپاره ئې هره شېبه دا امکان وي چي یهود ئې ونیسي او تر زندان او حتا مرګه ئې ورسوي. ان فرنک په دې ټوله موده کي چي مسلسل کېټي (د ان د خاطرو کتابچې) ته لیکل کوي د دوهمي نړیوالې جګړې د وضعیت، پر یهودو د نازیانو او هټلر د ظلم، د خپل ځان د یوازیتوب په پټخونې کي د ناسم حالت او د کورنۍ او نورو غړو تر منځ جنجالي جریانونه بیانوي، او د زړه د درد او ناهیلي لپاره ئې تر ټولو ښه ملګرې (کېټي) موندلې او ټاکلې وي.
یوې موضوع ته چي د کتاب د لوستلو پر مهال زه متوجې سوم، هغه د ان فرنک وضعیت او نه درک دئ. دا تقریباً د خاطرو په ډېرو برخو کي د خپلې مور، خور (مارګوټ) د ګاونډۍ مېرمني (مېرمن فان ډان) او حتا پلار په باب له ډک زړه څخه ګیلې کوي او داسي څوک نه لري چي د دې وضعیت درک کړي. د دې په اړه د پټخونې اوسېدونکي تل خبري کوي، مور ئې رټي، ګاونډۍ پر نه خبره ورسره جنګ کوي او دا هغه موضوعات دي چي دا له دننه خوري او ځوروي. له دې څخه موږ دا معلومولای سو چي د یوه انسان د وضعیت نه درک هغه څونه ځوروي. په خاص ډول زه د ځان په باب په دې برخه کي د ان وضعیت ښه درکولای او احساسولای سم چي کله به په کوچنیوالي کي نورو زه کم یا بې ارزښته معرفي کولم. یا به ئې پر نه خبره رټلم. او زما وضعیت او دننه څه به ئې نسوای درکولای چي زه څه غواړم؟ په څه ډول چلند خوشحاله یم. ولي مي تل د هغه کرکټر په باب چي دننه دئ خبري نه کېږي، او ولي مي تل د دباندي او د ماحول او د نورو د خبرو تر تاثیر لاندي کرکټر او وضعیت نقدېږي. ځکه د ان فرنک د خاطرو څخه هغه لوستونکي تر ټولو ښه اقتباس کولای سي چي د یوازیتوب دوران ئې تېر کړی او یا ئې هم احساس کړی وي. ان هره اونۍ د پټخوني وضعیت بیانوي. کله کله د خپلو لوستو کتابو او زده کړو په باب هم ږغېږي. سړی حیران سي چي اته لسیزي مخکي یوې ۱۴ کلني نجلۍ څونه ژوره مطالعه کوله، او په یوه وخت کي د الجبر، انګلیسي، تاریخ او ریاضي د زده کړو څخه تر آزادي مطالعې، فلسفې او د لرغوني یونان تر اسطورو پوري. هغه هم په یوه داسي وضعیت کي چي د مرګ د خلاصون او ناببره راتګ څخه ئې په یوه زندان ډوله پټنځای کي ژوند اختیار کړی وو. زه ګومان کوم د ان فرنک د سخت دریځ او هڅو څخه لوستونکي په خاص ډول بیا ځوان نسل ډېر څه زده کولای او درکولای سي.
ان فرنک د خپل یوازیتوب، سختیو، ناهیلیو، لوږو او د پټنځای پر جنجالونو او ربړونو سربېره د هغه وخت د حالاتو په باب هم لیکل کوي. او پر یهودو د شته ظلمونو څخه سر ټکوي. دا د یهودو قوم د ژوند کولو، آزادۍ او انساني ارزښتونو څخه د هټلر او د نازیانو د بېري له کبله ډېر د زړه سوي وړ معرفي کوي او خپله په دې اعتراف کوي چي یو وخت به دا قوم چي په وروستیو څو لسیزو کي تر ټولو ډېر ټکول سوی او ځورول سوی، پر پښو درېږي، مبارزه به کوي او خپل هویت او ارزښت به پسي ساتي. ” په تکراري ډول له دې واقعیت سره مخ کېږو چې موږ یهودیان بې له کومې خبرې له زرگونو سختیو سره په بند او زولنو تړل شوي یوو. باید احساسات مو یوې خوا ته کړو، باید زړه ور او قوي واوسو. له سختیو سره مقابله وکړو. باید هر کار چې مو له وسه پوره وي، ویې کړو او پر خدای توکل وکړو. یوه ورځ به دا وحشتناکه جګړه پای ته ورسي. هغه ورځ به را ورسېږي چې موږ ته یو ځل بیا د انسان په سترگه وگوري نه د یهودو! دا هرڅه پر موږ چا راتپلي دي؟ چا له نورو انسانانو لرې کړي یوو؟ چا ځورولي او په عذاب کړي یوو؟ خدای موږ داسي خلق کړو او خدای به خپله یو ځل بیا موږ پر پښو ودروي. که له دې بدمرغیو وروسته بیا هم په نړۍ کي یهود پاتې شول، یهودیان به په الگو بدل شي. څوک څه پوهېږي ښایي زموږ دین نړۍ او ټولو ته وروښیي چې نېکي څه ده. د همدې لپاره باید دا رنځ وزغمو!؟باید پیاوړي واوسو په یاد مو وي چې زموږ دنده څه ده او له گیلو پرته یې باید ترسره کړو. بلاخره به د دې درد او غم پای راورسي. خدای هېڅکله زموږ قوم نه دی پرې ایښی. په څو پرلپسې پېړیو کې یهود تل کړېدلي؛ خو پاتې دي او د پېړیو درد او رنځ نور هم پیاوړي کړي دي. هغوی چې ضعیف دي سقوط کوي او هغوی چې کلک دي تلپاتې به وي او ماتې به ونه خوري. ” (د کتاب له متن څخه.)
نازي رژیم د دوهم نړیوال جنګ په ترڅ کي شاوخوا شپږ میلیونه یهود ووژل. په دې کي هیڅ شک نسته چي د هټلر د فاشیستي او افراطي فکر پر اساس یهودو سخت ربړونه، ظلمونه او مرګونه ولیدل. ان فرنک د همدغو وحشتونو او ظلمونو علاوه بیا هم هیلمنه وه چي یهود به یو وخت خپل هویت او ارزښت ثابت کړي او د هغه وخت د یهودو لپاره د سختو حالاتو په مقابل کي پر زغم، مبارزې او قوي هوډ تکیه کوي او هیله ئې هم لري. یوه ملګري یو وخت پر یهودو د نازیانو د کړي ظلم په باب راته وویل چي ملتونه د ظلم د لیدلو په صورت کي خپله ظالم سوي دي. ده زیاته کړه چي هټلر په دې پوهېدی چي پر یهودو ظلم؛ پخپله اصلاً په راتلونکي کي یهود ظلم ته هڅول دي. ځکه خو به اډولف هټلر ویل چي یو وخت به خلک په دې و پوهېږي چي ما ولي یهود وژل؟ نن موږ په منځني ختیځ کي د یهودو قصابي او د انسانیت له چوکاټ څخه د وتلي استبداد او وحشت شاهدان یوو چي دوی د خپل ملت د برتر کولو او واک ته رسولو لپاره کومې وحشي طرحې نه پلي کوي او کوم پلانونه ئې نه دي روان کړي؟
د ان فرنک خاطرې بلاخره د ۱۹۴۴ په اګسټ کي هغه وخت پای مومي چي دا د خپلي ملګرې کېټي (د خاطرو د کتابچې) څخه د تل لپاره جلا کېږي. ان او کورنۍ ئې د ۱۹۴۴ په اګسټ کي نازیان نیسي او د پټنځای اته کسان چي دوه کاله ئې په پټه د هټلر د بېري څخه په سختو حالتو کي تېر کړي وو نازي رژیم بېلابېلو زندانو ته په پاشلي ډول انتقالوي چي بلاخره ان فرنک د ۱۹۴۵م د فبروري په وروستیو او د اپریل په لومړیو کي د یوه ویروس له کبله هلته په زندان کي د خپلي خور مارګوټ سره یو ځای ساه ورکوي. او مور، (مېرمن فرنک) ملګری (پیټر) چي دې یو وخت د خپل مَین په سترګه ورته کتل او په پټنځای کي ئې یوازینی د زړه د خوالې ملګری هم دی وو له لاسه ورکوي. د دوی څخه یوازي یو تن اټو فرنک د ان فرنک پلار ژوندی پاتېږي چي د خپلي لور کتابچه یوه مېرمن چي د ان له تګه وروسته ئې موندلې وه دته سپاري. او دی هم پاته ژوند د خپلي لور د خاطرو په خپرولو تېروي. ” د ان لور خاطرو لوستلو ډېر وخت ونیو، خو تر لوستلو وروسته د دې ژورو فکرونو حیران کړم دې له هغې ان سره ډېر توپیر درلود چې ما مې د لور په حیث پېژندله. ” (اټو فرنک – د ان فرنک پلار) د ” یوې ځوانې نجلۍ خاطرې ” کتاب موږ ته سربېره د ان فرنک پر ژور فکر، تودو احساساتو او د دوی پر ټولنیز او نامنظم ژوند د هغه وخت د حالاتو، د دوهمي نړیوالې جګړې پر مهال د سیاست او د هغه وخت د جګړې په باب د عامو افرادو د نظرونو په اړه هم مالومات راکوي. دا کتاب د یوې عامي نجلۍ چي لا د ژوند پاخه پړاو ته رسېدلي هم نه وه، د احساساتو، فکرونو، ارمانونو او غوښتنو یو ښه ترجمان دئ. دا چي نړیوال دوهم جنګ څونه انسانان در په دره او له ژونده بې برخې کړو او د ان غوندې د یوې تازه دمي پېغلي پر ژوند ئې څونه اغېز وکړ دا کتاب ئې موږ ته ښه په ډاګه کوي. خاطرې او یاداښتونه د انسانانو په ژوند کي ډېر مهم رول لري. موږ په ژوند کي په یوازي ځان دونه حالات نه لیدلای سو او نه ئې تجربه کولای سو چي د ډېري زده کړي او عبرت وړ او باعث سي. د دې لپاره د نورو اشخاصو یاداښتونه او خاطرې چي د هغو په ژوند کي د تېرو سویو تحولاتو انعکاس وي زموږ سره په ژوند کي د ستونزو په هوارولو او تجربه ډېرولو کي مرسته کوي. خاطرې خاصتاً بیا یاداښتونه د یوه انسان د حالت په بیانولو او پر هغه د تېرو سویو پېښو په سپړلو او تر نورو په رسولو کي مهم اغېز لري. انسان په خپل ژوند کي له ډول ډول پېښو او حالاتو سره مخ کېږي. که د خپل ژوند ستونزي او خوشحالۍ د خاطرو او یاداښتو په ډول ولیکي نو په راتلونکي کي د یوه یاد په توګه پاتېږي او انسان ډېر څه ځیني زده کولای سي. د ان فرنک خاطرې موږ ته د دوهمې نړیوالي جګړې وحشت، ټولنیز ژوند، سیاست او د هغه وخت د حالاتو څخه پرده پورته کوي. چي زور ئې تر عامو خلکو ختلی او د هغو انسانانو د حالاتو ښه ترجماني کوي چي د لوړو او زبر ځواکونو ترمنځ د اور خوراک او د پردۍ جګړې ترمنځ قرباني سوي دي. د ان فرنک د خاطرو په هکله نامتو روسي لیکوال الیا ارنبرګ لیکي:
” یو غږ د شپږو میلیونو انسانانو په نمایندګۍ خبرې کوي! دا د یوه قوم غږ نه دی، د یوې شاعرې غږ هم نه دی، بلکي د ېوې عادي نجلۍ غږ دی. ” یاداښتونه او خاطره ډوله لیکونه په تاریخ لیکلو کي هم مهم رول لري. ” د یوې ځوانې نجلۍ خاطرې ” د دوهم نړیوال جنګ په باب د نورو هغو کتابونو په پرتله چي په تفصیلي او مالوماتي شکل لیکل سوي، ډېر اغېز؛ او لوستونکي د هغه وخت حالت د ان فرنک په قلم ښه احساسولای او درکولای سي.
د کتاب مسلسل لیکونه نه ستړي کېدونکي او ژباړه ئې تر ډېره روانه ده. ځای ځای ژباړنې د خپلي سیمي اصلاحات کارولي چي ممکن د نورو سیمو د لوستونکو لپاره نابلده و اوسي. مثلاً: (ګهیځ وختي) یا ورته نورې کلمې چي اصلاً د یوې سیمي د لوستونکو د پوهېدو وړ کېدای سي او د عمومي لوستونکو لپاره د لوستلو پر مهال د فهم د اخیستلو په صورت کي ښایي ستونزي جوړي کړي. که د ګهیځ پر ځای چي وردګ او ځیني نور پښتانه ئې تلفظ کوي د (سهار) کلمه راغلې وای ژباړي به عمومي شکل اختیار کړی، او د ټولو عمومي لوستونکو لپاره به د پوهېدلو وړه وه.
معمولاً د یوه کتاب د لوستلو پر مهال زه هغه کرښې چي وزن داره او ماناداره وي په نښه کوم، دلته به د کتاب څخه د خپلي خوښي هغه کلمې چي ان فرنک پخپلو خاطرو کي لیکلې دي، راوړم. چي زما د خوښي وړ او نښاني کړې مي دي:
– کلیمې احساسوم او تر ټولو لوی ضرورت مي دا دئ، چي د زړه ټولې خبرې مي راوباسم.
– ډېري خبري د ښځو ځانګړنه ده.
– احساساتو ته لږ او واقعیت ته ډېر وخت ورکړم.
– انسانان یوازي له یوې رښتیني شخړې وروسته سم پېژندلای سو او یوازي هغه وخت کولای سو د هغوی د اخلاقو په باب قضاوت وکړو.
– رښتیا ویل ترخه دي.
– هر څوک چي خوښ دي، نور هم خوشحالوي، او هر څوک چي زړورتیا او ایمان ولري، هیڅکله به په بدمرغۍ کي ونه مري.
– هیڅ شی د تشویش او خواشینۍ په څېر ګران نه دي.
– مینه یعني د چا درک کول، له هغه ساتنه او په غمونو او خوښیو کي ئې ور ګډېدل.
– که دي زړه پاک وي، عمل به دي هم پاک وي.
– که انسانانو هر شپه تر بېده کېدو وړاندي پر خپلو عملونو یو نظر راتېرولای، ښه او بد ئې سنجولای، ژوند به څومره ښکلی وو.
د یوې ځوانۍ نجلۍ خاطرې کتاب زما د دوو اونیو ملګری او ډېر راته جالب وو. په راتلونکي کي د دغسي نورو کلاسیکو او معیاري آثارو د لوستلو په هیله، هغه د سټیندال خبره:
” یو ښه کتاب زما په ژوند کي یوه پېښه ده. “
ذبیح الله شفق
۲۰۲۵/۱۰/۲۸ – سه شنبه، کابل میرویس میدان.