تاند (چهارشنبه د لړم ـ عقرب ۷مه) طالبانو او قزاقستان په شيمکنت ښار کې د افغان–قزاق سوداګریزې مجمعې په څنډه کې د ۳۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۱۵ شرکتونو ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې دغه هوکړه لیکونه د بېلابېلو برخو لکه د نفتي موادو، اوړو، غنمو، خوراکي توکو، ټرانسپورټ او نورو برخو کې لاسلیک شوي دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي د دې تړونونو د لاسلیک پر مهال ویلي، افغانستان د ثبات او پانګه والو ته د آسانتیاوو له امله د سیمې له خصوصي سکتورونو سره د پراخو همکاریو لپاره چمتو دی.
د قزاقستان چارواکو هم د طالبانو د پلاوي هرکلی کړی او د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، د ټرانسپورت د پراختیا او د سوداګرو د تګ راتګ د آسانتیا پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.
دغه سوداګریزه مجمعه چې له دې وړاندې په آستانه او آلماتې ښارونو کې ترسره شوې وه، دا ځل د قزاقستان د چارواکو د سفر په ترڅ کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا او دایمي سوداګریزو اړیکو د جوړولو په هدف جوړه شوې ده.
طالبانو او قزاقستان په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې خپلې اقتصادي او تجارتي اړیکې پراخې کړي.
سره له دې چې قزاقستان طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي، خو د خصوصي سکتور له لارې سوداګریز تعاملات او سیمه ییزې اقتصادي ناستې د دواړو هېوادونو ترمنځ روانې دي.
قزاقستان د افغانستان د اوړو، غنمو او خوراکي توکو له مهمو عرضه کوونکو هېوادونو ګڼل کېږي او افغانستان هم د قزاقستان لپاره د صادراتو له مهمو بازارونو دی.