Homeخبرونهزمبابوې سره د شل اوره لوبلړۍ پیل، او پای لوبې ته د...

زمبابوې سره د شل اوره لوبلړۍ پیل، او پای لوبې ته د فوټسال لوبډلې وتل

تاند (چهارشنبه د لړم ـ عقرب ۷مه) ‏نن (چهارشنبه) د کابل پر وخت څلور بجې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې او زمبابوې لوبډلې ترمنځ د ۲۰ اوریزو لوبو لوبلړۍ پیلیږي.

دغه لوبلړۍ داسې مهال پیلیږي چې افغان لوبډلې تېره اونۍ په ټېسټ لوبه کې له زمبابوې ماتې منلې ده.

دغه راز په یوه بل خبر کې ‏د افغانستان د فوټسال له ۱۷ کلنۍ کم‌عمره لوبډلې د ټایلنډ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۵ د اسیا ځوانانو فوټسال سیالیو «پایلوبې» ته لار پيدا کړه.

دا لوبه تېره شپه د بحرین په کوربه‌توب وشوه او د افغانستان لوبډلې د ټایلنډ لوبډلې ته «۹ پر ۱» ماتې ورکړه.

ټاکل شوې چې افغانستان به د روانو سیالیو په وروستۍ لوبه کې راتلونکې پنجشنبې له ایران سره مخامخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دتندې ماتم | شاه زلمی

کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو...