یکشنبه, نوومبر 2, 2025
Homeخبرونهبغلان کې د يوې ښځې په ګډون دوه پاکستانيان د «سرو زرو»...

بغلان کې د يوې ښځې په ګډون دوه پاکستانيان د «سرو زرو» په غلا کې نیول شوي

تاند (چهارشنبه د لړم ـ عقرب ۷مه)  بغلان ولایت کې طالبانو د يوې ښځې په ګډون دوه پاکستاني اتباع د «سرو زرو» د غلا پر مهال نيولي دي.

یاد ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، دغه کسان د سرو زرو پلورنځیو او صرافیو له غلاوو سره تړاو لري او د درېیو وروستیو ورځو په اوږدو کې یې په کابل، پروان او بغلان ولایتونو کې څو غلاوې کړي دي.

طالب مسوولان په یوه خبرپانه کې وايي، نیول شوو کسانو له کابل څخه د ۶زره ډالرو په ارزښت زر، له پروان د ۱۵۰ زره افغانیو په ارزښت زيورات، او له پلخمري څخه ۳۰۰ ډالره غلا کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د غلا شوې شتمنۍ يوه برخه بیرته ترلاسه شوې او د نورو مالونو د موندلو او د دوی د ملګرو د نیولو هڅې روانې دي.

د پلخمري ښار د لومړۍ امنیتي حوزې امر ملا عبدالوکيل احمدي وايي، نیول شوو کسانو په لومړنیو تحقیقاتو کې منلې چې له دې وړاندې یې په څو هېوادونو؛ سعودي عربستان، بحرین، عراق، چین، تایلنډ، ایران، دوبۍ، عمان او فرانسه کې هم غلاوې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میجر ”لې مسیوریېر “ او ”لودین“ کندهار

(کندهار په ۱۸۷۹ او ۲۰۲۴ کي دکتاب لنډه پېژندنه) لیکنه: غني حسن دا کتاب په اصل کي پر ۳ برخو ویشل سوی دی.  لومړۍ برخه ئې:  د فرنګي...