تاند (چهارشنبه د لړم ـ عقرب ۷مه) افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اوریزو سیالیو د دوه اړخیزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان کوربه لوبډلې زمبابوې ته د منډو په توپیر ماته ورکړه.
افغان لوبډلې په دې لوبه کې د پچې په ګټلو په ټاکل شویو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۱ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۸۱ منډو هدف وټاکه.
زمبابوې لوبډله د افغان لوبډلې د هدف په تعقیب لوبغالي ته ښکته شوه؛ خو د افغانستان د توپ اچوونکو پر وړاندې یې مقاومت ونه شو کولی او ټوله لوبډله یې د ۱۷م اور په لومړي توپ په ۱۲۷ منډو وسوځېدله.
د افغانستان له لوري مجیب الرحمن د زمبابوې ۴، عظمت الله عمرزي ۳ او عبدالله احمدزي ۲ دوه لوبغاړي وسوځول.
د زمبابوې له لوري ټېنوټېندا مپوسا ۳۲ او براین بېنېټ ۲۴ تر ټولو ډېرې منډې وکړې؛ خو ونه توانېدل چې د افغان لوبډلې ورکړل شوي هدف ته ځان ورسوي.
عظمت الله عمرزي چې په توپوهنه کې ۲۷ منډې او په توپ اچونه کې یې د سیالې لوبډلې ۳ پیاوړي لوبغاړي سوځولي وو د دغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د دغې لوبلړۍ دویمه شل اوریزه لوبه د روانې اکتوبر میاشتې په ۳۱مه نېټه ترسره کېږي.