Homeخبرونه‏کورمه کې د پاکستاني پوځیانو پر موټر برید؛ ۶ مړه او ۱۴...

‏کورمه کې د پاکستاني پوځیانو پر موټر برید؛ ۶ مړه او ۱۴ ټپیان دي

تاند (چهارشنبه د لړم ـ عقرب ۷مه) د کوزې پښتونخوا د کورمې اېجنسۍ په سلطان کلي کې د پاکستاني پوځیانو پر موټر د برید له امله شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغه برید په پایله کې د پاکستاني پوځ درې سرتېري لا درکه شوي چې د لټون هڅې یې روانې دي.

پاکستانۍ رسنۍ زیاتوي، چې په دغه برید کې د پاکستاني پوځیانو موټر هم په بشپړ ډول سوځېدلی دی.

تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.

خو په پښتونخوا او د پاکستان په ګڼ شمېر سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو د بریدونو مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریب (ټي ټي پي) پر غاړه اخلي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...