یکشنبه, نوومبر 2, 2025
Homeمقالېد پاکستان او افغانستان د مذاکراتو پایله؛ ماته که د تفاهم پیل؟

د پاکستان او افغانستان د مذاکراتو پایله؛ ماته که د تفاهم پیل؟

 زلمی نصرت

دنمارک

زه له دې تفسیراو لیدلوري سره چندان موافق نه یم٬ چې گواکې د پاکستان او افغانستان د پلاویو ترمنځ خبرې اترې په ترکیه کې بې‌پایلې پای ته رسېدلې او ناکامې شوې دي.

 په دوحه کې د دواړو هیوادونو د دفاع وزیرانو ترمنځ د درې ورځو جگړو نه وروسته د اوربند په اړه یو موقتي تفاهم رامنځ ته شو او دواړو خواوو ومنله٬ چې د خبرو بهیر به په ترکیه کې دوام وکړي.

که د دواړو لورو د پلاویو ترکیب ته ژوره کتنه وشي٬ څرگنده ده ٬ چې د پلاوي د غړو کچه او صلاحیت دومره نه وو، چې وکولای شي د ستر او حساسو موضوعاتو٬ لکه د “تحریک طالبان پاکستان” د ترهگر سازمان په توگه پېژندنه، د داعش سره د افغان طالبانو مقابله چې په پاکستان کې دي او یا د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکو د پاکستان له خاورې د افغانستان پر فضایي حریم الوتنې٬ په اړه پرېکړې او موافقه وکړي.

د یادو خبرو اصلي اهمیت په دې کې و، چې دواړو لورو وکولای شول تر څو خپلې موخې، نیتونه او غوښتنې په ښکاره ډول څرگندې کړي او د یو بل له دریځ او غوښتنو سره بلد شي.

اوس دواړه هېوادونه په ښه توگه پوهېږي چې په دې پړاو کې دوی یو له بله څخه څه تمه لري او څه غواړي.

 همدارنگه پوهیږو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورو او پېچلو ستونزو حل او د پاکستان د زیاده خواهیو٬ ناسم او نامشروع او غیر عملي  غوښتنې مهارول د یوه یا څو ورځو مزاکراتو کار نه دی او دا  پروسه  دوامدارو خبرو، صبر او وخت ته ضرورت لري.

بې‌له شکه، خبرې اترې او مزاکرات د ستونځو او تهدیداتو سره به د عملي حل لارو د لټون او د متقابل تفاهم د ترلاسه کولو لپاره دوام ومومي.

 خو دا خبره واضح ده٬ چې نور نه طالبان او نه هم د افغانستان خلک د پنجاب د متجاوزو نظامي کړیو د غیر مشروع غوښتنو تابع دی او هر ډول تجاوز ته به په منظمه او موثره توگه غبرگون ښکاره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میجر ”لې مسیوریېر “ او ”لودین“ کندهار

(کندهار په ۱۸۷۹ او ۲۰۲۴ کي دکتاب لنډه پېژندنه) لیکنه: غني حسن دا کتاب په اصل کي پر ۳ برخو ویشل سوی دی.  لومړۍ برخه ئې:  د فرنګي...