جمعه, دسمبر 19, 2025
Homeخبرونهپاکستان وايي، د استانبول خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې

پاکستان وايي، د استانبول خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې

تاند (چهارشنبه، د لړم/ عقرب ۷ مه) پاکستان د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له افغانستان سره د دوامدار اوربند د رامنځته کولو لپاره د استانبول خبرې “هیڅ عملي حل ته نه دي رسېدلې”، او ټینګار یې وکړ چې اسلام‌اباد به د خپلو خلکو د خوندیتوب لپاره لازم ګامونه واخلي.

وروسته له هغه چې د دواړو ګاونډیانو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې، پاکستان او افغانستان په استانبول کې درې ورځې خبرې وکړې.

په دې تاوتریخوالي کې له ۷۰ څخه زیات کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي وو. جګړه د اکتوبر په نهمه په کابل کې له چاودنو وروسته پیل شوه، چې د طالبانو چارواکو یې پړه پر پاکستان واچوله.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطاالله تارړ، د قطر او ترکیې په منځګړیتوب له څلورو ورځو خبرو وروسته نن په ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي:

«د افسوس ځای دی چې افغان لوري هېڅ تضمینونه ورنه کړل، له اصلي موضوع څخه یې ځان اړاوه، او د تورونو، پلمو او انحراف له لارې یې وخت ضایع کړ.»

هغه زیاته کړه:

«له همدې امله خبرې هیڅ عملي یا د کار وړ حل ته ونه رسېدلې.»

تارړ وویل، پاکستان له افغانستان سره د سولې په نیت خبرې وکړې، خو ده کابل تورن کړ چې د پاکستان ضد ترهګرو بې‌درېغه ملاتړ کوي.

هغه ټینګار وکړ:

«موږ به د ترهګرۍ له خطره د خپلو خلکو د ژغورلو لپاره ټول لازم ګامونه واخلو، او د ترهګرو، د هغوی د پټن‌ځایونو، مرسته‌کوونکو او ملاتړو د له منځه وړلو پرېکړه مو کړې ده.»

افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه سمدستي تبصره نه ده کړې.

د دواړو پخوانیو متحدانو اړیکې په وروستیو کلونو کې ترینګلې شوې دي، ځکه اسلام‌اباد پر کابل تور لګوي چې د هغو وسلوالو ډلو کوربه‌توب کوي چې په پاکستان کې بریدونه کوي.

د اسلام‌اباد لپاره تر ټولو لویه اندېښنه د ټي ټي پي (TTP) ډله ده، چې پاکستان له طالبانو غواړي پرضد یې اقدام وکړي. خو طالبان وايي چې د ټي ټي پي او نورو وسله والو موضوع د پاکستان کورنۍ مسله ده او باید په خپله یې حل کړي.

د اکتوبر په نهمه د کابل له چاودنو وروسته — چې د د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د نوي ډیلي له سفر سره هم‌مهاله وې — طالبانو د سرحدي بریدونو لړۍ پیل کړه، چې د پاکستان غبرګون یې راوپاروه.

لومړنی ۴۸ ساعته اوربند پای ته ورسېد، خو دوهم اوربند د اکتوبر په ۱۹مه د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د دوحې له خبرو وروسته اعلان شو.

د طالبانو حکومت تراوسه پورې د استانبول د خبرو د پای ته رسیدو یا ناکامېدو په اړه رسماً څه نه دي ویلي خو پرون طالب سرچینو تور ولکاوه چې پاکستاني استازي د خبرو او منطق د وړاندې کولو پر ځای هڅه کوي چې له خبرو وتښتي.

2 COMMENTS

  1. د ناپاکستان بی تاریخه پروژه چی د نړی دوهم سرطان ګڼل کیږی اوس د خپلو ناپاکو کړونو د اور په تنور کی سوزی صرف یو هدف لری هغه دا چی د فرضی کرښې د دواړو غاړې افغانان په جنګ واچوی او په افغانستان کی د جګړی اور بل کړی تر څو وشی کړای د افغانانو د سیاسی او اقتصادی استحکام مخه ونیسی

  2. طالبانو ته اول ضروری ته چی د مباح د علم هواداران، هغوی چی مکاتب یی بند کړی او د زدکړو ضد عناصر دی او غیر مستقیم د آی اس آی په خدمت کی دی له منځه یوسی او مردار یی کړی. همدا اوس د پنجاب جاسوسان د طالبانو صفونو کی بیغمه کار کوی حتی په ادارو او دفترونو کی. طالب خوسی خپله کونه د غوایی له ښکر سره په جنګ اچوی او ملت د پاکستانیو له بمونو سره مخ کوی. چی وسله او زور نلری بیا نو یو بله لار بهتره ده چی پیدا شی لعنت دی په ټی ټی پی سه ټول وشړی او ورک یی کړی یا درستی وسلې پیدا کړی 52 هیوادو ته یی ماته ورکړی خو اوس یوه طیاره د پنجاب نشی کنترولولی لعنت دی ستاسو په حمارت هم شی. ټول ملایزم یو د اهل کار سړی په ټول حکومت کی نشته ټول د مدارسو بیسوادان.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کابل تاریخي نښه، «آریانا سینما» د سوداګریز مارکېټ جوړولو لپاره ونړول شوه

تاند (پنحشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۷ مه) سرچینې وایي چې د کابل ښار په مرکزي برخه کې د تاریخي آریانا سینما د نړولو لړۍ...