ښاغلي ډاکتر محیالدین مهدي په خيله یوه غږیزه مرکه کې د تش په نامه فدرالي جمهوریت د اساسي قانون د معرفي کولو په ترڅ کې د یوې پوښتنې په ځواب پښتنو ته په خطاب کې ویلي دي چې که پښتانه نه غواړي فدرالي جوړښت کې د نورو قومونو سره یو ځای شي نو د ډموکراټیکو اصولو پر بنا کولای شي ځان ته د خپلې خوښې دولتي جوړښت وټاکي. دغه رادیویي ناسته شاید پخوانۍ وي. خو زما تر غوږه څو ورځې مخکې تېره شوه.
سره له دې چې د دې لیکنې موخه د ښاغلي ډاکتر مهدي د قومي باورونو او د هغه د فدرالغوښتنې د حرص او ذوق شننې او پنځونې ته او دا چې دی په خپل سر د افغانستان د ټولو غیر پښتنو قومونو په استازیتوب جزمي حکمونه وړاندې کوي وقف شوی نه ده، خو د هغه دا گوتهنیونه د دې لیکنې د زېږېدو لهپاره یو الهام او سرچینه وگرځېده.
په افغانستان کې د قومي اقلیتونو مکتبيانو او د پوهې او سر څښتنانو تخیلي فدرالغوښتنه هان تر اساسي قانونه پورې ورسوله او د هغې د فصلونو او مادو تر سیوري لاندې یې خپلې تجزیهغوښتنې ته نوی بڼه ورکړه. خو په دې لړۍ کې پښتون مکتبي قشر، په تېره بیا د لوړو «علمي» طومارونو او وثیقو خاوندان، په خپل غلاف کې ننوتي او په بهر کې د لنډیو د تولید، د اتڼونو او ډولونو او نڅاگانو په تالارونو کې د پښتو او پښتونولۍ په اکټونو، د څوسوویزو او څوزریزو پاڼو کتابونو او دایرةالمعارفونو په کتارولو لګیا دی او د سفسطایي غیر واقعي او غیر عملي طرحو لکه «عقلاني افغانیزم»، «افغاني نیشنلیزم»، «لر او بر»، «لوی افغانستان» او داسې نورو واهي باورونو په اسارت کې د اوسنيو بحثونو له ډگر نه ځانونه گوښه کوي او د نورو افغاني وگړو د تحریک او عصبیت لامل گرځي.
زموږ کثیرالقومي هیواد او د هغه بقا او پاېښت یو ځل بیا د یو لوی او له خطره ډک چلنج سره مخامخ دی چې په عاشقانه او سلیقوي بیانونو، شاعرانه او تخیلي آذانونو او ظاهري او کاذبې وطنپالنې نهشي دفاع کېدی. هغه کسان چې له بهر نه افغاني پروسې او بهیرونه د لرې واټن نه د رادارنو په وسیله څاري او د ضد افغاني رسنیو د تبلیغاتو تر تأثیر لاندې خیالي تیزسونه او واهي حکمونه وړاندې کوي نه یوازې چې د بڼسټیزې پوښتنې د سپړلو خنډ گرځي، بلکې د افغاني ستونزو په موجوده انبار باندې نوې غوټې او معضلې ورزیاتوي. افغاني لوستو کادرونو ته اړینه ده چې تر هر څه د مخه د هرې جملې، د هر شعار، د هر حکم، د هر «نوښت» او د هرې طرحې تر شا د هغوی د وړاندېکوونکو او مبتکرینو ټولنیز – سیاسي او عقیدتي – گوندي سوابق او تعلقات، رواني – فردي څرنگوالی او د هغوی د زدهکړې او پوهې کچه په نظر کې ونیسي او د هغوی نظریات او وړاندیزونه د افغاني متکثرې ټولنې د ذاتي گټو په لوښي کې وآزمایي.
په کار دا ده چې د افغانستان د راتلونکي سیاسي ژوند او تگلارې په باب هر هغه نظریې او طرحې چې له هرې زاویې او هرې پتې نه د خبرواترو بازار ته عرضه کېږي بې ځوابه پاتې نه شي او په موقع سره د هغو د گټو او ضررونو په تړاو هر اړخیزې مسلکي شننې او پلتنې وشي او تر عقلاني نتیجې پورې ورسول شي. په دې تړاو د ښاغلي محیالدین مهدي یادهشوی فرضیه د دې وړ ده چې لازم او معقول ځواب تر لاسه کړي. دا باید په ډاگه شي چې پښتانه ولې د فدرالیزم د فرضیې سره همغږي نه کوي، ولې فدرالیزم د افغانستان د تجزیې لومړی فصل گڼي، ولې ناافغانان پر فدرالي جوړښت باندې ټینگار کوي او داسې نورې پوښتنې.
زما په اند هغه فدرالیزم چې اوس یې اساسي قانون هم بشپړ شوی دی د پښتنو سره د کینې او نفرت پر بنیاد وړاندې کېږي او د نامتو پښتني ضد څېرو او افغاندښمنو کړیو له خوا یوازې له پښتنو سره د غچ او کسات په هدف او حرمان بازار ته راوځي. هر هغه سیاسي فکر او طرح چې د هغه په مرکز کې د پښتنو سره کرکه وي او د پښتنو ضد او افغاني ضد تمایلاتو او تعلقاتو پر بنا وړاندې کېږي د افغانستان په کثیرالقومي هیواد کې د زغم او د بحث له دایرې نه ورکېږي او محو کېږي.
کابل
د ۲۰۲۵ میلادي کال د اکټوبر ۲۸مه نېټه