اتیک احمدزی
منم چې موږ افغانان ډیرې نمیګړتیاوې او ستونزې لرو او ډیر بې وسه یو، خو درنښت، انساني غرور او په بده ورځ کې د ټولو ناخوالو هیرول او په یوه ګدۍ راټولیدل مو ستر انساني ارزښتونه دي چې په سیمه کې ساری نه لري.
پر کابل د پاکستاني پوځ غلچکي برید پر وړاندې د مخامخ جکړي پر میدان کې د تنکیو افغان ځوانانو سرښیندنو او د دغه سپین سترګي یرغل پر وړاندې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خورو ورو افغانانو غبرګون وښوده چې دا ملت غریب دی ولې بې ننګه نه دی، ستړی دی خو مړ نه دی، خور وور دی خو ورک نه دی، ستونزې لري خو سپک نه دی، جنګیالي دي خو د خبرو او جرګو خلک دي.
پاکستاني چارواکي داسي انګیري چې ګواکې په سیمه کې د ماتې شوي برتانیې امپراطوري ځای ناستي دي او خپلو خلکو او په سیمه کې نورو ولسونو ته د سپورو او سپکو ویل او ټیټ بلل یې خدای ورکړی حق دی. په تیر کال کې یې په زرهاوو بې وسه افغانان په جبر له خپلو جونګړو وویستل، د هغوی هغه دوه روپۍ چې د کباړ په راټولولو او یا په سخته ګرمي کې درخښتو په بټیو کې د کار په بدل کې ټولې کړي وې ترې واخیستلې، پاک لمنې افغانانې یې سرتورې کړي او سپین سترګتیا یې دې حد ته ورسیده چې بالاخره یې په کابل هم غلچکي هوایي بریدونه وکړل.
په پاکستاني پارلمان، پاکستاني رسنیو او ان په ځینو پاکستاني مدرسو کې افغانانو ته د نمک حرامو، هندوستان لاسپوڅو، خوارجو په څیر سپکې کلمې کارول کیږي، چې دا ټول د دوی د زوال او ورکیدو نښې دي، نه د ځواک او ویاړ او زرین تاریخ.
که د استانبول د وروستۍ ناستې په اړه په پاکستانی رسنیو کې د دوی د فاع وزیر، سیاسي او نظامي شننونکو او ان رقاصو ته غوږ ونیسې خپلو خلکو ته داسې ښکاره کوي چې ګواکي هندوستان د بل لوري موقف ټاکي او د دوی د کورنیو ستونزو اصلی لامل د دوی فساد او فتنه نه بلکې افغانان او هندوان دي حال دا چې خپل ولس یې هم ویني چې د اسلام په نامه دغه جوړ شوی هیواد هیڅ ډول اسلامي ارزښتونه نه لري، او د یو څو پیسو په بدل کې یې تل د نړۍ نورو هیوادونو ته غلامي کړې او خپل اتباع یې د پیسو په بدل کې خرڅ کړي دي.
دا نن هم چې پاکستاني چارواکي او نظامیان باټې وهي او د زور او ځواک خبرې کوی هغه د دوی د میزایلو او اټومي ځواک پر مټ نه بلکې له امریکا او اسریلو سره تر پردې شا تړونونو په مټ دي. امریکا ته یې باټې وهلې چې د دوی هوایي اډې او فضا به تل د امریکا په چوپړ کی وي او که امریکا رښتیا غواړي چې د بګرام هوایي اډه ترلاسه کړي دوی په ټول وس له امریکا سره مرسته کوي، له اسرایلو او امریکا سره یې ژمنه کړي چې په غزه کې به د حماس په خلع سلاح کولو او ځپلو کې مرسته کوي او امریکا سره یې ژمنه کړي چې په افغانستان، پښتونستان او بلوچستان کې د پراخه نادرو عناصرو معدنیات به پر دوی خرڅوي. د دې ټولو کارونو په بدل کې به امریکا دوی ته اقتصادي مصونیت او سیاسي ځواک ورکوي.
پاکستان د تاریخ تر ټولو ساده درس هیروي چې د یو څو پیسو لپاره د خپلو وګړو وینه تویول د زوال او بدمرغۍ ستر لامل دی. وای چې میږي ته خدای په قهر شي وزرې ورکړي، داسې ښکاري چې پاکستاني چارواکو او نظامیانو ته خدای په قهر دی او د افغانستان او افغانانو په لاس به یې وزرې ماتیږي او د زوال کندې ته غورځول کیږي.