مصور اتل؛ د پوهنتون استاد او د سياسي چارو شنونکی
په ۱۹۵۰مو کلونو کې چې چين تازه له جګړې را وتلی و او بيارغونې ته يې اړتيا درلوده، نو د اقتصادي، ټولنيزو او نظامي فعاليتونو د همغږي کولو په موخه یې د پنځه کلنو پلانونو جوړول پيل کړل. د دې ډول لومړنی پلان په ۱۹۵۳م کال کې جوړ شو. په چين کې تر دې مهاله څوارلس پنځه کلن پلانونه جوړ او پلي شوي او د کمونېست ګوند شلمې مرکزي کمېټې د روانې مياشتې په ۲۳مه نېټه د يوې اعلامیې په خپرولو سره د پنځلسم پنځه کلن پلان طرحه تصويب کړه.
پنځه کلن پلانونه اوسمهال په چين کې د پنځه کلنو اقتصادي، ټولنيزو او نظامي فعاليتونو د تنظيم او همغږۍ ستراتيژيک سند ګڼل کيږي چې په خاصو تشريفاتو سره تصويبيږي او پر پليتابه د څار لپاره یې هم ځانګړي ميکانيزمونه ټاکل شوي دي. د دغو پلانونو د جوړولو لپاره لومړی د چين د پراختيا او ملي اصلاحاتو کمېسيون او ځينې نورې څېړنيزې ادارې د دولتي شورا تر نظارت لاندې د اقتصادي وضعيت، وګړو، سرچينو او ننګونو په تړاو څېړنې کوي. په دې مرحله کې د پوهنتونونو د څېړنو پايلې او د نظر د خاوندانو اندونه او وړانديزونه راټوليږي. د راټولو شويو معلوماتو په رڼا کې د پلان طرحه چمتو کيږي چې کمي او کيفي موخې پکې په ګوته کيږي. وروسته د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي ناسته دايريږي چې په لړ کې یې د پنځه کلن انکشافي پلان پر طرحې بحثونه کيږي. په ناسته کې دا يقيني کېږي چې په پلان کې ټاکل شوې موخې د ګوند له موخو او ليدلوري سره بشپړ انطباق لري. تر دې وروسته بيا دولتي شورا د پلان مسوده چمتو کوي او د چين د ولس ملي کانګريس ته یې استوي. هلته تر تصويبيدو وروسته پر يوه جامع او رسمي لارښود بدليږي چې د چين ټولې ادارې یې پر پلي کولو مجبورې دي.
تازه د چين د کمونېست ګوند شلمې مرکزي کمېټې په څلورمه عمومي ناسته کې د پنځلسم پنځه کلن پلان په تړاو د مرکزي کمېټې سپارښتنې تصويب کړې. ټاکل شوې چې دغه پلان د راتلونکي کال په مارچ مياشت کې د څوارلسم ملي کانگريس کلنۍ غونډې ته وړاندې او تصويب شي. پنځلسم پنځه کلن پلان په چين کې د لویو اقتصادي، سياسي او ټولنيزو پرېکړو په تاريخ کې د بدلون مهمه نقطه ګڼل کيږي.
چين په پنځلسم پنځه کلن پلان کې د کمي ودې پر ځای پر کيفي ودې تمرکز کړی دی. يعنې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د چين اقتصادي فعاليتونه د علمي نوښتونو، داخلي مصرف او په کور د ننه د توليدي ځنځيرونو د انکشاف پر تقويه کولو متمرکز وي. چين ته په تېرو لسيزو کې د نړۍ د کارخونې خطاب کېده، خو په وروستيو کلونو کې هڅې پيل شوې چې چين د نړۍ د کارخونې پر ځای د نړيوال صنعت پر متفکر مغز بدل شي.

د چين د پنځلسم اقتصادي پلان يو نوی محوري ټکی په اقتصاد او ټکنالوژۍ کې د پر ځان بسياينې مفهوم دی. د چين د کمونېست ګوند شلمې مرکزي کمېټې د خپلې وروستۍ عمومي غونډې په پای کې په خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې چين دا مهال د انکشاف په داسې مرحله کې دی چې له ګواښونو او ننګونو سره سره ستراتيژيک فرصتونه هم لري. دې ته په پام سره داسې ښکاري چې بيجينګ پر دې پوهېدلی چې د شته جيوپوليټيکي سياليو په شتون کې پر بهرنيو سرچينو تکيه زيان ور اړوي. له همدې کبله غواړي چې پر سيمي کنډکټورونو، مصنوعي ځيرکتيا، کوانټمي ټکنالوژيو او ورته سکټورونو کې د پانګونې کچه لوړه کړي.
د چين د اقتصادي ودې بل محور په کور د ننه د بازارونو پراختيا او د کورني مصرف لوړول دي. په پنځلسم پنځه کلن پلان کې يوه موخه دا ده چې د منځني اقتصاد لرونکو کورنيو د پېر ځواک لوړ کړای شي څو پر مټ یې اقتصاد پر صادراتو د تکيې پر ځای پر کورنيو بازارونو تکيه شي. که بيجينګ دې موخې ته ورسيږي نو له شک پرته به یې په اوږدمهال کې اقتصاد د نړيوالو اقتصادي کړکېچونو او لانجو پر وړاندې لا ډير مقاومت خپل کړي.
د پنځلسم پنځه کلن اقتصادي پلان بله موخه د زرغون انکشاف وده او د کاربن د خپرېدو مخنيوی دی. چين غواړي چې تر ۲۰۳۰م کال پورې یې د انرژۍ سرچينې تر ډيره بريده نوې کېدونکي وي. دې موخې ته د رسېدو لپاره پر برېښنايي ترانسپورټي وسايطو، پر لمريزې او بادي برېښنا او د کاربن د خپروونکو صنايعو پر اصلاحاتو پراخې پانګونې کيږي. دا کار نه يوازې دا چې د کاربن د انتشار په مخنيوي کې د چين نړيوال دريځ تقويه کوي، بيجينګ ته د زرغونې ټکنالوژۍ د صادراتو ښه فرصتونه هم برابروي.
د چين کمونېست ګوند په وروستيو کې د ښار او کلي تر منځ د واټن پر له منځه وړلو جدي تمرکز کړی چې دې چارې د بېوزلۍ په له منځه وړلو کې د پام وړ مرسته کړې ده. په پنځلسم پنځه کلن پلان کې هم د خلکو هوساينې ته ډير پام شوی دی. په راتلونکو پنځو کلونو کې به د کليوالي سيمو پر انکشاف او د کرنې پر مډرنيزه کولو د پام وړ تمرکز وشي، په ټولو سيمو کې به د همغږي انکشاف لپاره سيمه ييز پلانونه اصلاح شي او دغه راز به د عامه هوساينې د تقويه کولو لپاره کوټلي ګامونه پورته شي. دا هغه اقدامات دي چې د ثبات له ټينګښت او د دولت او ملت تر منځ د اعتماد له پياوړي کولو سره مرسته کولی شي.
په پنځلسم پنځه کلن پلان کې تر اقتصادي موخو ور اخو د ملي امنيت مسئلې ته هم پام شوی دی. چين به په راتلونکو پنځو کلونو کې د ملي امنيت د سيسټم او ظرفيت پر عصري کولو د پام وړ پانګونې وکړي. دغه راز وړانديز شوی چې د چين دفاع او وسله وال ځواکونه هم ماډرنايز شي. ياد وړانديزونه يوازې نظامي ابعاد نه لري، بلکې ملي امنيت په ۲۱مه پېړۍ کې پراخ مفهوم دی چې د قلمرو پر خونديتابه سربېره، د معلوماتو، ټکنالوژۍ، سايبر فضا او حتی کلتوري خونديتوب هم په لمن کې رانغاړي. په اوسنۍ زمانه کې د معلوماتو او ټکنالوژۍ د زيربنا له خوندي کولو پرته په بشپړ ډول د خپلواکۍ ساتنه ممکنه نه ده. له همدې کبله د چين په پنځلسم پنځه کلن پلان کې د ملي امنيت تر مفهوم لاندې وړانديزونه پراخ ابعاد او دغه راز درانه ماموريتونه ګڼل کېدای شي.
په ټوله کې د چين پنځلسم پنځه کلن پلان دغه هېواد د عصريتوب يوه نوي پړاو ته بيايي. په دغه پړاو کې به تمرکز پر اعدادو يا کمي لاسته راوړنو نه، بلکې پر پايلو او کيفي لاسته راوړنو وي او اقتصادي وده، ټکنالوژيکي نوښتونه، ټولنيز عدالت او ملي امنيت به هممهاله تعقيبيږي.
د پنځه کلنو پلانونو پر مټ جګړې ځپلی او د بېوزلۍ له توپان سره مخ چين د نړۍ پر دويم ستر اقتصادي ځواک بدل شوی دی، مانا دا چې د اقتصادي، سياسي او ټولنيزو فعاليتونو د تنظيم لپاره پنځه کلن پلانونه د نورو مخ پر ودې هېوادونو لپاره هم د پايدارې ودې زمينه برابرولی شي خو سره له دې هم د چين د پنځه کلنو پلانونو يوه مهمه ځانګړتيا او په نورو هېوادونو کې له ورته پلانونو سره د هغې توپير، د پلان په پلې کوونکې مرجع کې دی. د چين پنځه کلن پلانونه د چين د کمونېست ګوند له لوري په پوره جديت سره پلي کيږي او د پليتابه پر مهال یې د سياسي ثبات او اقتصادي بدلونونو تر منځ انډول په ښه ډول ساتل کېږي. هغه څه چې په نورو هېوادونو کې ښايي په ندرت سره موجود وي.