دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد دفاع وزارت پخوانی مرستيال: اوس خو ملي امنیت او امریکا نشته،...

د دفاع وزارت پخوانی مرستيال: اوس خو ملي امنیت او امریکا نشته، داعش څوک حمايه کوي؟

تاند:(شنبه ،د ميزان ۹مه)‏‌ په جمهوري نظام کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت د پاليسۍ او ستراتيژۍ مرستيال تميم عاصي وايي، چې مخکې طالبانو، بې لارې او پردي پالو سياستوالو او د سيمې استخباراتو د افغانستان ملي امنیت ریاست او امریکا متحده ایالات د داعش ډلې په ملاتړ تورنول.

د هغه په وينا، اوس چې نه د افغانستان د ملي امنیت ریاست پاتې او نه امريکا په افغانستان کې حضور لري او افغانستان په بشپړ ډول د طالبانو او د دوی د سيمه ييزو بادارانو په ولکه کې دی، د داعش په نوم بريدونه څوک کوي؟

د نوموړي په وينا، د ترهګرو لکه طالبانو او داعش پالنه او ورته لنډ مهاله عملياتي چتر برابرول لنډ مهاله ګټې لري،خو په اوږده مهال کې د پالونکو لمنو ته ېې اور رسيږي.

د تميم عاصي په خبره، پاکستان په دې برخه کې ښه مثال دی چې په ۹۰ مه لسيزه د خپلو امنيتي سياستونو بيه اوس پرې کوي.

د دغه پخواني افغان مقام په وينا، له ترهګرۍ سره لوبه، له اور سره لوبې دي.

  دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې پرون په کابل کې د کانکور ازموینې د چمتووالي پر یوه مرکز ځانمرګي برید درنه مرګ ژوبله واړوله.

په دې برید کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ۱۹تنو د وژل کیدو او ۲۷نورو د ټپي کیدو خبر ورکړ، خو سي این این تلویزیون د روغتيايي سرچينو په حواله ویلي چې د وژل شويو کسانو شمېر ۲۳ او د ټپيانو ۳۶تنه دی.

د طالبانو د ادارې عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد دا برید غندلی او د عاملینو د نیولو او مجازات ژمنه یې کړې ده.

د ټولنيزو رسنيو ځینو فعالانو بیا ويلي،چې په غندنو نه څه کیدای شي او نه افغانان او حاکمه اداره ېې د داسې پېښو پر وړاندې له غندنو پرته څه کولای شي.

د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی،خو ګومان کېږي چې داعش ډله به ېې پر غاړه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب