چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهکندهار کې دوو سپين ږيرو ځانونه وژلي

کندهار کې دوو سپين ږيرو ځانونه وژلي

تاند:(شنبه ،د ميزان ۹مه)‏‌ له کندهار څخه راپورونه وايي، چې په دوو جلا پېښو کې دوو سپين ږيرو ځانونه وژلي دي.

د ځايي خبري سرچينو په حواله، کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د سامیزو په کلي کي یو سپین ږيری چي نوم یې حاجي خیرالله دی خپل ځان یې په خپله د چړې په واسطه حلال کړی.

د سرچينو د معلوماتو له مخې ،د نوموړي شخص کورنۍ ويلي چې هغه دماغي تکلیف درلود او يوې کوټې ته له ننوتو وروسته يې په خپله ځان حلال کړی.

په يوه بل خبر کې راغلي،چې ‏د کندهار ښار د دولسمي حوزې اړوند د حکیم صاحب په اډه کي یوه ۵۰ کلن سپین ږېري ځان ځړولی او ساه یې ورکړې.

یاد کس، چي د روزګان اصلي اوسېدونکی وو، لامل یې کورنی تاوتریخوالی ښودل شوی.

د يوه بل خبر له مخې،‏د کندهار ښار د پنځلسمې حوزې اړوند له ښکاپر دروازې سره یو کس ویشتل شوی او ټپي دی.

مسولین وایي، پېښه د شخصي دښمنۍ له امله ده.

د طالبانو له واکمنيدو سره، په هېواد کې د فقر او اقتصادي ناورين له امله د رواني ستونزو د شدت او ځانوژنو خبرونه زيات شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب