تاند:(شنبه ،د ميزان ۹مه) د کابل په لویدیز کې د پروني ځانمرګي برید پر وړاندې،چې د کانکور چمتووالي پر یوه مرکز ترسره شو، غبرګونونه دوام لري.
د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمد الله محب وايي دا کار د یوې منطقوي دسیسې برخه ده چې افغانستان کې مذهبي او قومي جنګ ته لاره هواروي.
د هغه په وينا، پخوا هم دا بریدونه د یو تعداد طالبانو په همکارۍ کېدل او اوس یې چې دوی مخنیوی نکوي، په ډاګه کوي چې دوی لا هم د روانې دسیسې برخه دي.
په ورته وخت کې د هزاره ګانو د یوه ګوند مشر حاجي محقق ویلي،چې دغه برید نه وروسته به هزاره ګان هم د طالبانو خلاف مقاومت پيل کړي،چې دی اجازه ورکوي او ممانعت نه ورته کوي.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان بيا طالبان د هزاره ګانو په خوندیتوب کې ناکام ګڼلي.
ډ بشري حقونو د پخواني کمیسیون رییسې شهرزاد اکبر او د طالبانو خلاف د یوې جنګي ډلې ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود طالبانو ته په خطاب کې ویلي،چې د ځانمرګو بریدونو پیلونکي او رواجونکي دوی دي.
په پروني برید کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ۱۹تنو د وژل کیدو او ۲۷نورو د ټپي کیدو خبر ورکړ، خو سي این این تلویزیون د روغتيايي سرچينو په حواله ویلي چې د وژل شويو کسانو شمېر ۲۳ او د ټپيانو ۳۶تنه دی.
د طالبانو د ادارې عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد دا برید غندلی او د عاملینو د نیولو او مجازات ژمنه یې کړې ده.
د ټولنيزو رسنيو ځینو فعالانو بیا ويلي،چې په غندنو نه څه کیدای شي او نه افغانان او حاکمه اداره ېې د داسې پېښو پر وړاندې له غندنو پرته څه کولای شي.
د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی،خو ګومان کېږي چې داعش ډله به ېې پر غاړه واخلي.
هغه مېړه او ماندینه چی یو د بل سره مینه لری نو هغوی یو د بل خُسرګنۍ ته هم تر منلی او مطلوب او عادی حد پوری درناوی لری امّا ځینی کسان د خُسرګنۍ په وړاندی د درناوی د عادی حد څخه تېر او د چاپلوسۍ له مخی ( مثلاً ) د خُسرګنۍ پلاس د تُروو شلومبو څخه د جوړ سوی آیسکریم ستاینه هم کوی اود خوند شونډان پر مستۍ راولی.
دونالډ ترامپ د خپل ریاست په وخت کی په وار وار د باراک اوباما حکومت ته د پیغور پتوګه د هیلاری کلینټون هغه څرګندونی یادی کړېدی کومی چی هغې په ډاګه ویلی وه چی د داعش اصلی طراحان د اوباما اِداره چیان وه.