یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهکابل کې ځانمرګی برید په پراخه کچه وغندل شو

کابل کې ځانمرګی برید په پراخه کچه وغندل شو

تاند:(جمعه ،د ميزان ۸مه)‏‌ د کابل په لویدیز کې د نجونو د کانکور ازموینې د چمتووالي پر یوه مرکز نننی ځانمرګی برید په پراخه کچه وغندل شو.

په دې برید کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ۱۹تنو د وژل کیدو او ۲۷نورو د ټپي کیدو خبر ورکړ، خو سي این این تلویزیون د روغتيايي سرچينو په حواله ویلي چې د وژل شويو کسانو شمېر ۲۳ او د ټپيانو ۳۶تنه دی.

د طالبانو د ادارې عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد دا برید غندلی او د عاملینو د نیولو او مجازات ژمنه یې کړې ده.

بښنې نړېوال سازمان دغه پېښه د طالبانو حاکمې ادارې ته شرمونکې ګڼلې او ویلي،چې‌ د داسې پېښو مسلسل دوام د خلکو په ساتلو کې د دغې ادارې مطلقه ماتې څرګندوي.

له افغانستان څخه د باندې د پرزول شوي جمهوري نظام فعالو دیپلوماتیکو نمایندګیو هم په یوه ګډه اعلامیه کې دا پېښه د طالبانو د ماتې او ناکامۍ نښه ګڼلې ده.

ايران د پېښې ټپيانو ته د روغتيايي مرستو په برابرولو کې د مرستې چمتووالی ښودلی.

د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح بیا ویلي،چې ځانمرګي بريدونه طالبانو په افغانستان کې رواج کړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو سفیرې ويلي،چې په برید کې هدف شويو کسانو د روښانه افغانستان لپاره زده کړې او مبارزه کوله.

پخواني ولسمشر حامد کرزي او د مصالحې عالي شورا پخواني رييس ډاکټر عبدالله هم یاد شوی برید غندلی.

د ټولنيزو رسنيو ځینو فعالانو بیا ويلي،چې په غندنو نه څه کیدای شي او نه افغانان او حاکمه اداره ېې د داسې پېښو پر وړاندې له غندنو پرته څه کولای شي.

د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی،خو ګومان کېږي چې داعش ډله به ېې پر غاړه واخلي.

1 COMMENT

  1. this is very painful/I can not explain/why terrorists do not allowed kids for education
    SAUDI ARABIA IS BEHIND THIS KIND ATTACKS OF ISIS.
    because hazard are Shia muslims.
    al lah help with the family of this scenario.
    thanks

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب