یکشنبه, جون 2, 2024
Homeخبرونهباميان او نورستان کې دوه تښتول شوې ښځې موندل شوي

باميان او نورستان کې دوه تښتول شوې ښځې موندل شوي

تاند:(جمعه ،د ميزان ۸مه)‏‌ د طالبانو د ادارې چارواکو په دوو جلا خبرونو کې ويلي، چې په باميان کې ېې يوه تښتول شوې نجلۍ او نورستان کې تښتول شوې ښځه موندلي او ژغورلي.

د طالبانو د اعلاميې له مخې، په باميان کې تښتول شوې نجلۍ له دوو کلونو راهيسې د تښتونکو په منګولو کې وه.

د باميان لپاره د طالبانو والي مولوي عبدالله سرحدي ويلي، چې دغه نجلۍ په غندک ولسوالۍ کې ساتل کیده او دوه تنه ېې د تښتولو په تور نیول شوي.

په ورته وخت کې د نورستان لپاره د طالبانو چارواکو ويلي، چې له کندهار څخه يوه تښتول شوې مېرمنه يې له يوه سړي سره په نورستان کې موندلې او نيولې ده.

طالب چارواکو ويلي،چې دغه ښځه څلور ماشومان هم لري او نيول شوی کس يې د دې له بې هوښه کولو وروسته د دې په تښتولو تورن کړی.

نیول شوي کس بيا ويلي، چې ښځه په خپله خوښه ورسره د نورستان کامدیش ولسوالۍ ته تښتیدلې وه

د طالبانو له واکمنيدو سره د ښځو د تښتولو خبرونه تر پخوا زيات شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب