Homeخبرونهکابل کې د پرونۍ پېښې خلاف د ښځو لاریون؛ط-انو خبریالان او لاریونوالې...

کابل کې د پرونۍ پېښې خلاف د ښځو لاریون؛ط-انو خبریالان او لاریونوالې ډبولي

تاند:(شنبه ،د ميزان ۹مه)‏‌ په کابل کې نن لسګونه ښځینه زده کوونکو د کاج په نوم کانکور چمتووالي پر يوه مرکز د پروني ځانمرګي برید خلاف لاريون وکړ.

دغه لاریون د کابل په لویدیځ کې پيل شوی و ،خو طالبانو یې ګډونوال او د لاریون خبري پوښښ ته ورغلي خبریالان ډبولي.

د لاریون یو شمېر ګډونوالو ويلي،چې طالبانو دوی او خبریالان د ټوپک په میل او برقي ډندو په وسیله وهلي او لاریون ېې پاشلی دی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

اوړمه ورځ د ايران سفارت مخې ته هم پر ښځینه لاريون کوونکو طالبانو هوایي ډزې وکړې او لاریون ېې سره وپاشه.

په پروني برید کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ۱۹تنو د وژل کیدو او ۲۷نورو د ټپي کیدو خبر ورکړ، خو سي این این تلویزیون د روغتيايي سرچينو په حواله ویلي چې د وژل شويو کسانو شمېر ۲۳ او د ټپيانو ۳۶تنه دی.

د طالبانو د ادارې عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد دا برید غندلی او د عاملینو د نیولو او مجازات ژمنه یې کړې ده.

د ټولنيزو رسنيو ځینو فعالانو بیا ويلي،چې په غندنو نه څه کیدای شي او نه افغانان او حاکمه اداره ېې د داسې پېښو پر وړاندې له غندنو پرته څه کولای شي.

د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی،خو ګومان کېږي چې داعش ډله به ېې پر غاړه واخلي.

د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمد الله محب وايي دا کار د یوې منطقوي دسیسې برخه ده چې افغانستان کې مذهبي او قومي جنګ ته لاره هواروي.

د هغه په وينا، پخوا هم دا بریدونه د یو تعداد طالبانو په همکارۍ کېدل او اوس یې چې دوی مخنیوی نکوي، په ډاګه کوي چې دوی لا هم د روانې دسیسې برخه دي.

په ورته وخت کې د هزاره ګانو د یوه ګوند مشر حاجي محقق ویلي،چې دغه برید نه وروسته به هزاره ګان هم د طالبانو خلاف مقاومت پيل کړي،چې دی اجازه ورکوي او ممانعت نه ورته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...