دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهبلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ ۵نور پاکستاني پوځيان ووژل

بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ ۵نور پاکستاني پوځيان ووژل

تاند:(شنبه ،د ميزان ۹مه)‏‌ د پاکستان د وېشل کیدو لپاره د بلوڅ غوښتونکو پوځ په یوه برید کې د ۵پاکستاني پوځيانو د وژلو خبر ورکړی.

د‌ بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ وياند ازاد بلوڅ ويلي،چې يادشوي پوځيان پرون د بلوچستان ايالت په کوهلوای سیمه کې وژل شوي دي.

د هغه په وينا، په دغه سيمه کې ېې د پاکستاني پوځ يو سنګر له منځه وړی، چې ۵ پوځيان پکې وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې د بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ ورته بریدونه زیات شوي،چې ګڼو پاکستاني پوځيانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

1 COMMENT

  1. ALWAYS BE BAL. BALOOCH LIBRATION ARMY.
    YOU ARE RIGHTS/YOU ARE CLEVER.
    YOU WILL GET FREEDOM IN SHAL LAH.
    PAKISTANI PUBLIC ARE OUR BROTHERS

    THANKS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب