یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهپاکستان د عباس ستانکزي تورونه رد کړل

پاکستان د عباس ستانکزي تورونه رد کړل

تاند:(شنبه ،د ميزان ۹مه)‏‌ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال عباس ستانکزي وروستي تورونه رد کړل.

ستانکزي څو ورځې مخکې پاکستان تورن کړ،چې د افغانستان فضا ته د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د ورتلو لاره ورکوي او په بدل کې له امریکا څخه ميليونونه ډالره ترلاسه کوي.

هغه دا هم ويلي وو،چې په دې اړه مستندې ويډيو ګانې ورسره موجودې دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند بیا ويلي،چې طالبان باید د نړيوالو د انديښنو د حل لپاره ګامونه واخلي.

پاکستاني وياند د ستانکزي په غبرګون کې دا هم ويلي:«دا څرګندونې د منلو وړ نه دي، ځکه د دوو وروڼو هېوادونو د دوستانه اړيکو د روحیې خلاف دي.»

عباس ستانکزي او د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت بیرته په دې اړه څه نه دي ويلي.

ځينو شنونکو له طالب چارواکو او په خاص ډول له عباس ستانکزي څخه غوښتي،چې د پاکستان پر وړاندې لرلې ويډيو ګانې رسنیزې کړي.

1 COMMENT

  1. تف لعنت په هغه چا سي فاکیستان (fuckistan) او پنحابي لعنتي ته د ورور نوم اخلي.یهود ته ورور ویل ښه ده نه لعنتي مرتد فاکستاني ته.😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب