یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبژبه او لیکدودګورو، که وینو؟ / احمد شاه پاڅون

ګورو، که وینو؟ / احمد شاه پاڅون

اوریدلي به مو وي چي تلویزون، فلم او ډرامې ته د (لیدلو) کلیمه کاریږي. حتی ډیری تلویزوني ویاندویان هم دا کار کوي. (د پلاني تلویزون ګرانو لیدونکو!) دا چي ولي باید لیدونکي، کتونکي ووایو، ځیني دلایل لري.

په دې دوو جملو کي به یې روښانه کړو( زه تلویزون وینم، زه تلویزون ګورم) تلویزون وینم. څخه ښايي دا مطلب واخلو چي تلویزون یو ځای پروت دی او متکلم یې د لیدلو توان لري، خو تلویزون ګوم. څخه به داسي مانا اخلو چي تلویزون ته ناست دی او خپروني یې تعقیبوي. یا دا چي ما فلم و لیدی، څنګه؟ ایا ودي لیدی چي د سي ډي پلورونکي په دکان کي د فلمونو په قطار کي ایښي وو او که ورته کښېنستې سر تر پایه دي (وکتی)؟

په پښتو کي عامي خبري هم د لیدلو او کتلو ویې د کاروني تمیز ساتي. (ماته و ګوره) مانا ماته په دقت و ګوره. (ما ووینه ) مانا که کولای سې نو ما په دید کښېباسه. یا دا چي عکس دي راکړه، چي زه یې و ګورم. که ددې پر ځای ووایو: عکس دي راکړه چي زه یې ووینم نا سم دی.

(په نندارتون کي مي ستا عکس وکتی) مطلب، عکس مي ولیدی، ورغلم لاندی باندي مي ښه په ځیر ورته وکتل. که ووایو (ستا عکس مي نندارتون کي و لیدی) مطلب عکس مي ولیدی چي هلته موجود وو نور ور نژدې سوی او ورته تم سوی نه یم.

د ایمل پسرلي په (ځانمرګی) نوم لنډه کیسه کي لولو (سال�� لکه چي له کوم ځایه (کتلم)، را ږغ یې کړه، چي د باندي په چوترۍ ورسره کښېنم)

دلته له (کتلم) څخه دا مفهوم اخلو، چي سالم راته ځیر وو، و یې لیدم د الوتکي په ږغ ویښ سوم، ځکه یې را ږغ کړه. که دلته د (لیدلم) ویي راغلی وايي، بیا به یې ښايي مانا داسي وه، چي یا زه داسي ځای ویده وم او یا سالم داسي ځای کي ناست وو چي کولای یې سوه، ما و ویني، چي د ځیرتیا مفهوم ورنه نسو اخستلای.

د (لیدل) کلیمه یوازي او یوازي د دید په مانا کارول کیږي، خو (کتل) ډیر نور اړخونه هم لري. لکه: (کتاب ګورم)، مانا لولم. (د احمد سره به ګوم)، د مجلس کولو په مانا یې کاروو. (خپل کار ته ګورم) د پلان ارزولو او کتلو په مانا دی او داسي نور.

(لیدل) د (لید) مصدر دی، چي خپله د لیدلو د حس مانا لري. په زاهد پښتو سیند کي (لیدل)، د ملاحظه کول، کتل، کسل، ملاقات کول او زغلمو په مانا راغلې. او (کتل) د لیدلو، لټولو، مطالعه کولو په کلیمو مانا وسوي.

ښايي په ځینو ځایونو کي (لیدل) هم د (کتلو) مانا ورکړي، خو زما اند دا دی چي (کتل) په بیخي ډیرو مواردو کي د لیدلو ځای هم نیولای سي. مهمه ده، چي یوه ژبه د غنا لپاره، یوه شي یا عمل ته تر یوې زیاتي کلیمې ولري، خو دا هم باید په پام کي و نیسو چي د هر ويي د کاروني ځای باید ټاکلی او معلوم وی. لکه انګلیسي کي د کتلو او لیدلو لپاره watch, See, look, view کلیمې کاریږي خو د هر یوه د استعمال ځای ځانګړی دی.

په انګلیسي کي د عام لیده کاته لپاره look ، خو د فلم، تلویزون او نورو دقیقو لیدنو لپاره watch کارول کیږي. په هندي کي هم د لیدلو لپاره ( دیکهنا) او د دقیقي کتني یا څارني لپاره ( ګورنا) کارول کیږي. مثلاً په یو هندي فلم چي هلک د انجلۍ په سترګو کي سترګي ښخي کړي، انجلۍ ورته وايي ( تم مجهې ګور رهې یو) یاني: ته راته په ځير ځیر ګورې. که و کتل سي (ګور) هم زموږ د (کتلو سره ژوره ریښه پیدا کوي) داسي چي موږ کتل په جمله کي په (ګور) اړوو، لکه : زه تاته ګورم.

په اردو کي د تلویزون کتونکو ته ناظرین او په انګلیسي کي ورته viewers کلیمه کاروي. ښايي په نورو ژبو کي هم دغه توپیرونه موجود وي.

نو په دې حساب ویلاسو چي د تلویزون لپاره (کتل، کتونکي) مناسب ويي دي.

1 COMMENT

  1. Salam,
    Pa turkiey jbah ki ham Gormek d katelo aw Bakmak d lidalo lipara 2 kalimy lary.Jaliba da Gor.. kelime da che pa Pashtu aw hindi aw turkiy ki a`yni shey dy!===
    Goryorum, goryorsun, goryor
    Goryoruz, goryorsunuz, goryorlar..
    Rechtya d` Chalish kalima ham aslen turkiey dah= d koshesh pa ma`na!! Tolo wala yi pa ghalata d moshkil ya chalenge pa hedef karawi!
    pa dranisht. dr.Safi Zrraver Hamidullah

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب