پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeکالمونهقانعچاپلوسانو کور مو د ميردين جومات شه/ عصمت قانع

چاپلوسانو کور مو د ميردين جومات شه/ عصمت قانع

په يوه ښادۍ کې څوتنه کليوال ساده ګان د خپلو مېرمنو په صيفت اخته وو، هر يوه يې د خپلې مېرمنې د کمالاتو او هنرونو قصيدې ويلې.

يوه سور ږيري حاجي ويل، چې زما مېرمن د تبۍ په ډوډۍ پخولو کې دومره با کماله ښځه ده، چې هره ډوډۍ يې د يوه څادر په څېر ستره او هواره ده.

بل کليوال پرې ور ودانګل، چې دا خو چندان صيفت نه دی، ډوډۍ پخول خو د ښځو کار او مسلک دی. ټولې مېرمنې چې ښه خمير وکړي او ستره بتۍ ولري، همداسې لويې لويې ډوډۍ پخولی شي، ته راشه زما مېرمن وګوره، چې پخپله يې پرکمال باندې اعتراف وکړې، داسې شوروا او وريجې پخوي، په والله که دې د خپلې ادې په واده کې هم خوړلي وي.

له ډېرو لږو غوښو به ډېره پرېمانه ښوروا درته جوړه کړي، لږ وريجې يې له لاسه ډېريږي او په دسترخوان باندې هم برکت کوي.

دريم پرې راودانګل او ورته وه يې ويل، چې دا نوڅه صيفتونه دي، چې تاسو يې کوی، زموږ ټولې مېرمنې کولای شي، خپل پخلنځي سم سنبال کړي او خپلې دندې ښې تر سره کړي، ځکه چې مېرمنې د کورونو د تنظيم او دسپلين مسلکي دي.

صيفت او ستاينه خو زما د مېرمنې بايد وشي، چې د خدای تعالی دېرش سپارې کلام الله مجيد يې په زور او زېر ياد دی او هم يې قرائت کولای شي.

يوه بل د پاخه عمر کلیوال حاجي چې ږيره يې له تورو او سپينو وېښتانو څخه متشکله وه او تازه يې د هګۍ به ژيړو پرېوللې وه، د مجلس له منځ څخه را ولاړ شو او په حيرت لړلي اواز سره يې هغه حاجي مخاطب کړ، چې د ښځې يې قران شريف زده و او ورته ويې ويل، چې ودې خدای دښمنه ود رسول دښمنه، ته خو کافر شوې.

ته خو ګوناه ګار شوې.

پر دې مقدسه ښځه د شپې څنکه ور ولاړېږې او څنګه کور واله ور سره کوې.

د ساده کليوال په ذهن کې مقدسات د ژوندانه له ټولو اړتياوو، ورپورته و، کله چې نوی جمهور رييس انتخاب شوی دی، نو زموږ د مسلط اخلاقي فرهنګ د چاپلوسۍ بګشۍ هم د تقدس او سپېڅلتوب حد ته رسېدلي دي.

هر چاپلوس لګيا دی، چې غني ته په تقدس قايل شي. يو وايي، چې د نړۍ متفکر دی، بل وايي، چې د دې نړۍ پرمخ لومړنی انسان دی، چې د الله دین څراغ ورسره دی او له بلولو سره يې د افغانستان ټولې ستونزې حل کېدلای شي.

د چاپلوسانو افراطي تبليغات هغه حد ته رسېدلي دي، چې يو وړوکی انتقاد هم داسې بولي لکه د ټول افغانستان دښمني.

په اجتماعي شبکو کې هر يوه د غني عکس اېښی وي او د دومره مينې او محبت اظهار کوي، چې له ورايه د چاپلوسۍ او غوړمالۍ بوی ترې راځي.

زه يو له هغو کسانو وم، چې پخوا مې هم غني نقد کړی و او اوس به يې هم پرځای نقد کړم، خو د پرځای نقد کولو نتيجه يې دا شوه، چې چاپلوسانو وښکنځلم، ويې رټلم. په همغه تاند کې مې شپږ مياشتې مخکې ليکلي وو، چې بلاخره غني به له عبدالله سره ګډ حکومت جوړوي او دا شعار چې ګويا غني به هېڅکله ائتلافي حکومت جوړنه کړي، داسې معنی لري، چې ګني موږ ددې خاورينې کرې پرمخ له اکسجن څخه پرته ژوند کولای شو او هېڅ کله به اکسجن تنفس نه کړو.

خو د افغانستان د حالاتو په هنداره کې ډاکتر غني هم خپله څېره ليدله او څو ځله يې وويل، چې د نن رقيبان د سبا ورځې شريکان دي.

اما چاپلوس ذهنيت ددې پرځای چې د غني د زعامت ملي اډانه پياوړې کړي، د غني مخالف جهت ته به يې سپکې سپورې ويلې او د غني اخلاقي او اصولي مخالفت ته يې پښتون دښمني ويله، خو زه په دې عقيده يم، چې تر غني افغانستان ډېر راته ګران دی، که غني غواړم، نو د افغانستان لپاره يې غواړم.

خو که غني د افغانستان د تاوان وسيله وګرځي، نو افغانستان خو زما د ناموس د سر سيوری دی، که افغانستان نه وي، په هغه ورځ محشر دی او هرڅه تباه دي.

زما هيله له يو شمېر هغو وروڼو، ملګرو، افغانانو او يارانو څخه داده، چې راځئ، د يوه فرد پرځای يوه داسې سيستم ته مبارزه وکړو، چې زموږ د ستر هېواد د اداري، مدني او انساني څېره بېرته وځلوي او کله چې خپل ستړي هډونه د هېواد په کومه هديره کې د ابديت پر ټغر ارام ته سپارو، نو د ملي ضمير په هنداره کې مو د وطن راتلونکی انسان د نيکمرغيو او ښاديو د تقدير او سرنوشت له ارمان سره غاړه غړۍ وي.

د انفرادي مفاداتو لپاره د چاپلوسيو غوړماليو اخلاق د تل لپاره د يوه لوېدلي خصلت په توګه داسې وکږو، داسې يې وغندو داسې يې ورټو چې بيا زموږ د ملي ضمير هنداره د انفرادي مفاداتو په دوړو خيرنه نه شي.

په چاپلوسيو مقام مه ګټئ، په يوه داسې سیستم کې د خپل حقدار مقام په لټه کې شئ، چې له چاپلوسۍ پرته مو د هېواد له هرې ګوښې څخه د ځان پر لور راکش کړي.

افرادو ته دومره سپېځلتوب مه ورکوی، چې بله ورځ د جايز انتقاد کړکۍ هم پرې بنده شي او په اصطلاح په کفر سره تعبير شي.

هغه واليان، بېروکراتان او د شخصي ګټو د لټون لارويان چې بيا هم د چاپلوسۍ په زور ولايتونه او مقامونه په خوب ويني، نو دا خوب دې اوبو ته ووايي. سمه ده، چې د سفارتونو استخباراتي مامورين به بيا هم د بېګانه ګټو په حکم د افغان حاکميت او حکومت برخه وګرزي.

خو تر قيام قيامت پورې به نه سلطان محمد خان وي او نه به يې سره اوښان.

پر پردو اوږو د حاکميت سټېج ته پورته کېدل هنر نه دی، بلکه د ذلت تر ټولو لوی منظر دی.

د وطن د انسان په سپېره خوله ښېرا کوم، چې چاپلوسانو کور مو د ميردين جومات شه.

دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې

12 COMMENTS

  1. ښاغلی قانع صاحب بیا ستړی مه شی، که ستاسو په یاد وی تاسو په یوه وخت کی یوه لیکنه کړی وه چی ستا ټول مینوال چی په هغو کی زه هم راځم په قهر وو خدای شته چی هغه لیکنه د غنی په ضد ولی د زلمی رسول په ګته تاسو یو قسم د چاپلوسۍ په بڼه لیکلی وه همدغه علط وو چی موږ لوستونکیو ته یی خوند نه وو راکړی .تاسو په هم هغه وخت کی داسی فکر کاوه چی د زلمی رسول سره خو کرزی او حکومت ټول ولاړ دی غالبآ به ټاکنی ګټی، پاتی د نه وی چی ځینی وکیلانو هم ستاسو په شان فکر کړی وو لکه همهغه د خوست یو وکیل اصولی صاحب د زلمی رسول سره وو بیا اشرف غنی ته راغی
    دا بیا ستړی مشی می پدی خاطر درکړه چی هیله ده بیا داسی لیکنی ونه لیکی تاسو زموږ د هیواد ملی سرمایه یی ملی سرمایه باید په ملی ګټو مصرف شی نه په شخصی. زما مطلب دا دی چی که احیانآ زلمی رسول ولسمشر شوی وای هغه د هیواد لپاره هیڅ کار نه شو کولای نو ځکه باید تاسو ورته خپله انرژی نه وی مصرف کړی.
    که خبری می سره ګډی وډی لیکلی وی دوستانو ما وبښی چندان مزه می نن نشته

  2. قا نع صاحب سلام
    د چاپلوسي په کاروان کې” سيد طيب جواد” دکرزي په وخت کې په واشنګتن کې سفير شو او هره شپه به ېې د عيش او نوش ميلې په سفارت کې چالان وې خو يو وخت کې ېې د يوه اديب په جامو کې د اميد په ورځپاڼه کې داسي تبليغات د پښتنو پرضد کول لکه دى چې پنجابي ېې. بل غټ چاپلوس چې د ملګرو ملتو په دفتر کې د افغانانو ددايمي استازي په تو ګه کار کوي هغه پېژندل شوى سور پرچمى دي کوم چې د بي بي سي دري پروګرام ېې څو کاله چلوه سره له دې چې ددوى شعار د امپر ياليزم مکتب پر ضد وه. باور وکړه دومره کاسه ليسان او چاپلوسان په بهرنيو موسسو، قونسلګريو، سفارتو ، ملګرو ملتو، نورو نړيوالو موسسو کې له بې کفايت سويي او تعليم سره ننوتي چې غني ډير زيات وخت ته ضرورت لري لومړي ددې چاپلوسانو پوره پېژندګلوي وکړي او د هغو د چارې لاره ولټوي.دې کې شک نشته چې زموږ فرهنګ دري شيانو ډير کمزورى کړي او ځينې ېې لا هېڅ په سوچ کې نه دي
    لومړي فساد که هر ځومره وي او په هره کچه وي
    دوهم چاپلوسي او کاسه ليسي چې له ډير پخوا زموږ په ټولنه په داګه بريښي
    دريم واسطه او وسيله تاسې ويني چې يوه کورنۍ په څو تنظيمونو کې د خپلو شو ګټو لپاره کار کاوه
    دغه هېواد له همدې بد مر غيو سره چاپلوسانو چې نه مسلک لري او نه ايمان مخامخ کړي دي او زموږ په سمو مسلمانانو کې دغه ناوړه پديده با بيزه ګڼل کيږي
    ستا ليکنه ډيره بشپړه مانا او مفهوم لري خداى (ج دوکړي چې هر کار اهل کار ته د پوره امانتداري لپاره ورسيږي
    په ډيره درناوي

  3. محترم قا نع صا حب اسلام علیکم و رحمته الله! ښه لیکنه دکړې ده خو د میر دین جو مات مو نه و معرفي کړۍ.

  4. قانغ ګله ستا د اعتراضاتو نه شخصی بوی راځی. په مخکی لیکنه کی هم تا د جمهور ریس په معده او نورو فزیکی اعضا باندی اعتراض کړی وو.
    که دوولس خلک د خپل جمهور ریس ملاتړ کوی نو دا خو ډیر ښه کار دی تا ته ولی زور درکوی؟

  5. د نړی د نورو ولسونو په شان افغانان هم حق لری چی خپل ولسمشر ونازوی او ویی ستایی. د افغانستان مخکینی فرهنګ داوو چی تل به افغان ولسمشرانو په ضد منفی تبلیغات کیدل. دا لومړی ځل دی چی افغانان که په تکسی کی وی که په ریستورانت کی او که په دفترونو کی ولسمشر اشرف غنی ستایی. د یو ولسمشر ستایل هغه ته روحیه ورکوی تر څو نوره هم په ډیره انرژی کار وکړی. نو قایع صاحب دا دومره مهمه موضوع نده چی تا لیکنه پری کړی او خپل وخت دی پری ضایع کړی. یو څو هیوادونه چی ما لیدلی هلته می تل دا موندلی چی ولس تل خپل ولسمشران ستایی او تشویقوی یی تر څو نور هم ښه کار وکړی. نو ته هی دی مثبت بدلون ته په منفی سترګه مه ګوره

  6. قانع صیب، ته خو بیخې منې که قانع شې. ته هم په دې ښه پوهېږي چې په هغه وخت کې باید د غني ملاتړ تر هغه لا زیات شوی وای تر څو ټلواله په اوسني حکومت کي نه وای، اوپښتنو یې ځکه ډېره دفاع کوله چې محقق دوۍ قصدآ کیسه قومي کړه. بله دا چې ستاسو دا ډول لیکنې اوس ځکه کېدای شي ځای ونه نیسي چې اوس د کرزي صیب حکومت نه دی، کرزي صیب به د هغو کسانو خولي په ډالرو بندولې چې لیکنې به یې پسې کولې خو غني هغسي نه راته ښکاري، بنآ د دا ډول لیکنو بازار سوړ دی کنه نو وه یې ازمویه.
    هیله ده خفه نشي نو.

  7. قانع جانه ډير راباندې ګران وې خو څو خبرو مې زړه درنه تورکړ: دکرزي ‌دفاسد نظام ړوند ملاتړ, د زلمي رسول غوندې بي پښتو کس نه ملاتړ دمادياتو لپاره ودکرزي دخوښۍ لپاره, او اوس دولس د احساساتو سره لوبې کول, دغني ستايونکي داسې ندي لکه دکرزي هغه مونږ دغني فغاليت ستايو چې دستايلو دی, که کومه نيمګړتيا پکې وګورو چې هيڅ انسان بې نپمګړتيا ندی نو نو ورته متوجه کوو اودکرزي دچاپلوسانو غوندې يې نه توجيه کوو.

  8. سلام علیکم ……قانع صیب, دستاسی لیکنی همیشه یوه منفی جنبه لری هغه داچی تاسی چی لیکنه کوی نورو خلکواویا مخاطب ته پکښی درخشند په سترګه ګوری اوبله داچی دستاسی مشکل شخصی دی نه جمعی اوکوموخلکوچی داشرف غنی عکس اویایی صیفتونه کوی څکه چی هغه یی دملت او ځان لپاره مشرټاکلی دی نوباید صیفتونه او عکسونه یی په داسی ځای کشی کیږدی چی ټوله دنیایی ووینی اوپردی پوه شی چی افغان ملت په واقعت خپل مشرپیژنی او ورباندی ګران دی چی کیدایشی داکارونه ښی سیاسی او اجتماعی پایلی ولری. او الله پاک داشرف غنی پلویان له داسی بی وفایی څخه وساتی لکه تاسی چی له خپلومشرانوسره وکړی . په درناوی

  9. قانع ګله چه زر واری هم توبه وکاږې او خپلو د پخوانیو خبرو سپیناوی وکړی، ستا لوستوکو ستا په هکله یو ډول ذهنیت جوړ کړی دی او هغه به ژر بدل نشی. ټوله لیکنه دی پر ځای وو خو د انډیوالانو تبصری ګوره چه پر کومه لار روانی دی. اصلی خبره چه چاپلوسی پکښئ مطلب ووله له پامه غورځولی او ستاسو سره یی ضدیت ته انګیرلی دی. خو یو بل شی ته هم باید متوجه شی ټوله ستا لیکنی ښه په شوق سره تر پایه پوری لولی که نه تبصیری یی نه پر کولی. بریا مو غواړم

  10. د قانع صاحب لیکنی ته باید دتیرسره تراو ورنکرو دیره پرخای لیکنه ده. ماهم غوشتل چی داسی یولیکنه چی په هغه کی چاپلوسانوته په غوژ ورکیشودل شی وکرم خو کیدای شی دالفاظ به راسره نه وو چی وخلکو داسه کوی توله دونیا مو گوری او دادکرزی صاحب ددوری ناخوالی دومره کمی هم نه دی چی په سو میاشتو کی دی حواری شی حوصله غواری اوستاسی دا بی حده چاپلوسی به هغه دکیدری اود اس قیصه خدای مه کره شی چی “”اس ته یی دیو واره سیند نه د توپ وهلو ویلی وو خو چی اس کله د هدف په لوری ذغاستی وو نو سیند ورته پراخه شکاره شوی وو پشی یی خرلی وی او راگرزیدلی وو توپ یی ونه واهه نو کیدر چی بی حده چاپلوسی عادت ده بیاورته په ورغوژشو اورته یی وویل چی ستا دخدای بخشلی پلار هم همداعادت وو چی اول وار به یی ورته پشه خرله اودوهم خل به یی له سیند نه هغه خوا توپ واهه نو اس ناچار بیا په سیند ورمندی کری هغه وو چی دسیند پرمینج کی اوغورزیده”” نو زه وایم فعلآ دنوی حکومت مخالفین زیات دی حتی دا نیمای دولیتی چارواکی (خصوصآ دالوی لوی) په یوشکل نه په یوشکل مخالف دی او ازمایل شوی کسان کم شه به دا وای چی دیرپه حوصله قدم واخستل شی داسی قدم چی په هغه کی بیاپکی له سره غور کول یا تجدید نظرنه وی.

  11. قانع صاحب سلامونه
    ښه لیکوال یې، خدای ښه قلم او استعداد درکړی خو چې ګټور شیان دې لیکلی. د دې ډول لیکنو ګټه څه ده. له چاپلوس او نه چاپلوسي به ورتېر شو. ایا ستا په خبره چاپلوس له چاپلوسي لاس اخلي؟ چاپلوسان تل شته او وي به. ولي کرزي چاپلوسان نه لرل. نجیب، رباني، تره ګي، امنین… چاپلوسان نه لرل. خلکو البته اکثریت خلکو اشرف غني احمدزی خوښ دی ، دومره زیات یي خوښ دی چي حتي طالبان هم ورته بد رد نه شي ویلی. حتمي نه ده چي څوک د اشرف غني حمایت وکړي هغه به چاپلوس وي. اشرف غني په شان رهبر افغانستان په تېرو ۳۰ یا ۴۰ کلونو کي نه دی لیدلی
    هیله لرم چي خوا مو بده نه شي ستا لیکوالۍ او ښکلي نثر ته سلام کوم. خدای دي نور هم بریالی لره خو د دې ډول خبرو نه ځان ساته
    .

  12. قانع صاحب د چا په خبرو چرت خراب نه کړې. که خلک ښه درته لیکي یا بد ، په دې باید خوشحاله واوسې چې ټول ستا لیکنې سر تر پایه لولي.
    قلم دې چالانده ساته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب