اوږۍ امانزۍ
د نهیلیزم اصطلاح د لاتیني ژبې (نهیل ) څخه رغېدلې چې لغوي مانا یې هیڅ شی یا نفی کول ده . پر دې بنسټ نهیلیزم داسې یو ادبي او فلسفي مکتب ته ویل کېږي چې مثبتې نظریې په بشپړه بڼه ردوي. دوست شینواری د ادب تیورۍ په اساساتو کې د نهیلزم پېژندنه په لاندې بڼه کوي :
د نهیلیزم اصطلاح د لاتیني ژبې نهیل (هیڅ) څخه جوړه ده چې عموماً د منل شویو مفاهیمو اصولو، اساساتو، عنعناتو، او نطریاتو ردولو یا له یوې مخې انکار ته ویل کېږي.
دا اصطلاح د لومړي ځل له پاره د فردریش هاینریش یاکوبي له خوا وکارول شوه نوموړي په ۱۷۹۹م کې د فیشته په نوم یو کس ته یو لیک ولیکه او هغه ته یې سپارښتنه وکړه چې وروسته له دې باید د ایډیالیزم پر ځای نهیلیزم خواته ډېره توجه وشي .
په نولسمه میلادي پېړۍ کې روسي ادیبانو په خپلو ادبیاتو کې د نهیلیستي داستاني کرکټرونو په رامنځته کولو کې پراخه ونډه لرلې چې په ځانګړې توګه دایوان تورګنیف نوم یادولی شو نوموړي د لومړي ځل له پاره په خپل اثر (پلرونه او زامن) کې د بازاروف په نوم یو نهیلیستي کرکټر جوړ کړ. بازاروف باوري وو چې نهیلیستان د هغو لارو پيروان دي چې د وګړو په ګټه تمامېږي او اوس وخت کې د هر څه رد ول او د هغه څخه منکرېدل زمونږ له پاره د هرې لارې څخه غوره او ګټوره ده .
د تورګنیف څخه وروسته په ادبي او فلسفي داستانونو کې د نهیلیستي شخصیتونو جوړول او ناهیلستۍ ته د خلکو پام اړول په ټوله روسیه کې زیاته شوه د بیلګې په توګه له هغه وروسته فئودور داستایفسکي په خپلو پنځو رومانونو کې د نهیلي شخصیتونو په رامنځته کولو کې فعاله ونډه اخلي چې تر ټولو نامتو یې د راسکلنیکف په نوم کرکټر د جنایاتو او مکافاتو په رومان کې ، ایوان کارمازوف د (کارمازوف ورونو) په رومان کې او درې نور یې هغه نهیلیستي کرکټرونه وو چې د تسخیرکوونکو په رومان کې یې په هنري بڼه رامنځته کړي وو خو سربېره پر دې هڅو او کوښښونو بیا هم ددې فلسفې کارونه په ټوله روسیه کې عامه نه شوه او ځیني مخالفین یې لرل لکه د هغه وخت نامتو داستان لیکوونکو څخه د لیسکوف ، پسیسکي، کرستوفسکي نومونه یادولای شو، دا هغه کسان وو چې نهیلیزم یې نه خوښوه خو د هغه د طرفدارانو په وړاندې یې د غږ اوچتولو جرئت هم نه کوه .
د فریدریک نیچه له نظره نهیلیزم هغه جریان ته ویل کېږي چې په هغه کې لوړ ارزښتونه بې ارزښته کېږي او د بې ارزښته کېدلو لامل یې هم دا وي چې هغه ارزښتونه اوس ځانګړي اهداف نه لري او بې موخې څېزونه باید له منځه لاړ شي نوموړی که څه هم دا خبره په خپله مني چې نهیلیستي بیلګې یې په پراخه بڼه په اثارو کې موندل کېږي نوموړی وایي نهیلیزم په رښتینې مانا د تفکر کولو لاره نه ده بلکې یو مرض دی، چې په ترڅ کې یې ډېر لوړ ارزښتونه هم بې ارزښته کېږي نهیلیزم مونږ دې ته اړ کوي تر څو په زیادترو واقعیتونو او ارزښتونو سترګې پټې کړو، د نهیلیزم دنده یوازې له منځه وړل او ویجاړول دي او په پای کې ویلای شم چې نهیلیزم کیفیت په کمیت، انسان په څيز یا توکي او د
څېزونو تولېدونکی او رامنځته کوونکی په خدای او خدای په هیڅ بدلوي چې پایله یې د هر څه څخه منکرېدل دي .
(کلمه کاروي هغه زیاتوي انسان د نړۍ څخه دا طمعه Absurd البر کامو د نهیلیزم له پاره د ابسور)
لري چې د ژوند کولو رښتیني مانا ورته وښیي خو نړۍ د انسان ددغې غوښتنې په مقابل کې عاجز پاتې کېږي کله چې انسان خپل ځواب لاسته رانه وړي نو مایوسه کېږي یو درد احساسوي نهیلیزم انسان ته دا وړتیا ورکوي چې دغه درد بې حسه کړي کله چې انسان له هر څه څخه انکار وکړي نو طمعه نه پېداکېږي نو نهیلیزم انسانانو ترمنځ د همدردۍ حس رامنځته کوي او هغوی د ناهیلي کېدو څخه ژغوري د بیلګې په توګه په نړۍ کې همدا ارزښتونه دي چې یو انسان د بل انسان وژلو ته هڅوي که چېرې د ناهیلیزم څخه وپوښتو چې انسان ولې مړ کېږي ؟ ددې وژلو موخه څه ده ؟ نهیلیزم یې ځواب نه لري ځکه هدف نشته چې هدف شتون ونه لري نو ځواب له کومه شي همدارنګه نوموړی د سیزس افسانه په نوم اثرکې نهیلیزم په اړه زیاتوي چې پوچي یا بې مانایي نه، په نړۍ کې ده او نه، په انسان کې هغه څه چې ددې دواړو ترمنځ ډېر بې مانا دي هغه ددې دواړو رامنځته کېدل دي چې د یو بل له پاره رامنځته شوي انسان د نړۍ له پاره او نړۍ د انسان له پاره د انسان ژوند کول هیڅ مانا نه لري که چېرې هر وګړی خپل ژوند ته غور وکړي نو هله به پوه شي چې ټول درد دی غمونه دي دا نړۍ هسې یو بېهوده بازار دی د سبا او راتلونکی په نوم هیڅ څه شتون نه لري نو د راتلونکي له پاره ژوند کول هم مانا نه لري خو هیڅ یوه منظره د ذ کاوت له منظرې نه ښکلې نه ده او ذکاوت دا دې چې انسانان دا ومني چې دا هر څه پوچ او بې مانا دي.
بریتانیکا دایرة المعارف لیکي چې نهیلیزم د شکاکیت فلسفه ده چې په نولسمه پېړۍ کې د دوهم الکزاندر د پاچاهۍ په لومړۍ وختونو کې په روسیه کې رامنځته شوه که څه هم دا اصطلاح په منځنیو پېړیو کې متداوله وه او د هغو نظریو په اړه به استعمالېده چې د کلیسا له تعلیماتو سره یې توافق نه کوه خو په روسي ادبیاتو کې دا اصطلاح د لومړي ځل له پاره ناژدین وکاروله ، نادژین په خپله مقاله (د اروپا استازي) کې د روسیې نامتو شاعر، ډراماتیست او داستان لیکوونکی پوشکین نهیلیست وباله ،لیکن ددې ستر شاعر د ژوند پېښو څخه له ورایه ښکاري چې هغه د مرییتوب، اختناق، استبداد پرضد مبارزه کوله او د سامبریستانو د قیام سره یې خواخوږي لرله دا هماغسی تور دی چې پر چرنشیفسکي او نورو انقلابي دموکراتانو باندې لګېدلی وو ، د نادژین او بیروي له آنده نهیلیزم له شکاکیت سره مترادف وو .
د نهیلیزم د نامتو نماینده ګانو څخه یو هم (د میتري ایوانوویچ پیساریف ) دی، پیساریف په (۱۸۶۲) م کال د سوسیالیست لیکوال الکزاندر هرزن څخه د دفاع په تور څلورنیم کاله بندي شو او د بند په وخت کې یې یو شمېر افراطي او توندې مقالې او لیکنې وکړې د نوموړي په عقیده، هنر هغه وخت ارزښت لري چې ګټور وي، ده به ویل یو جوړه بوټونه د شکسپیر د تراژیدۍ څخه ارزښت لري.
ده د پوشکین د ښکلا پېژندنې تیوري وغندله او له نګه هنر سره یې مخالفت وکړ ده په یوه مقاله کې ولیکل : زمونږ د کمپ التیماتوم دادی هغه څه چې ماتېدای شي باید مات نه شي هغه څه چې د ګوزار په مقابل کې مقاومت وکړلای شي هغه دې پاتې شي.
د پیساریف موخه دا وه چې د وګړي له غاړې څخه باید هر ډول تعصب، پرهېزګاري اطاعت او مکلفیت ځنځیرونه لرې شي، نوموړي په کورني ژوند کې د والدینو واکمني وغندله د ښځو و نرو د حقوقو د برابروالي له پاره تبلیغونه کول او د واده په معامله کې له وجیبې څخه زیات زړه ته ارزښت ورکوه .
د نهیلزم منشا
که چېرې مونږ د فلسفې تاریخ په غور سره وڅېړو نو دا به جوته شي کله چې د یو فیلسوف زمانه وه نو د تیر شوي فیلسوف کړنې او آندونه یې رد کړي او خلکو ته یې داسې ښودل چې د هغه کړنې او خبرې باوري نه وې او د حقیقت سره یې اړخ نه لګوه کله چې به دده زمانه تیره شوه او بل فلسفي به پیدا شو نو بل کس به خلکو ته دده د خبرو غلطوالی ثابتوله دې لړۍ همداسې ادامه لرله هر فیلسفوف په خپله زمانه کې د حقیقت موندلو ژمنې کولې خو خلکو ته به وروسته ثابتېدله چې ده هم حقیقت ونه موند د وخت په تېرېدلو سره د خلکو عقیده د حقیقتونو د شتون په اړه کمزورې شوه او هیچا دا نه منله چې حقیقت شتون لري که له ځينو نه به چا د یو څیز د حقیقت په اړه پوښتنه کوله نو هغه به ویل کله چې زمونږ ستر ستر فیلسوفانو ونه شول کولای حقیقت ته ورسېږي نو دا داسې مانا لري چې حقیقت په نامه کوم څه اصلاً شتون نه لري همداسې وه چې د خلکو په منځ کې د نهیلیستۍ عقیده عامه شوه مشهورو لیکوالانو یې په اړه لیکنې وکړې او بېلابېل آثار یې وپنځول او داسې زمینه یې مساعده کړه چې خلک سل فیصده په دې باوري شي چې په نړۍ کې هیڅ څه ارزښت نه لري او د نیچه هغه وینا يې تصدیقوله چې د ارزښتونو بې ارزښته ګڼل خپله ارزښت دی یعنې هر هغه څه چې په نړۍ کې شتون لري هغه ته د هیڅ څه په نظر کتل خپله یو ارزښت دی .
نیچه چې بشپړ نوم یې فریدریک نیچه دی د ۱۸۴۴م کال د اکتوبر په پنځلسمې یوه روحاني کورنۍ کې وزېږېد مور او پلار یې هم کشیشان وو ده هم غوښتل په راتلوونکي کې یو ښه کشیش شي خو قسمت په بله لاره روان کړ او د یو ستر ژبپوه و فیلسفه پېژندونکي په نوم شهرت لري نوموړی په خپل یو اثر کې چې نیچه او فلسفه نومېږي د نهیلیزم په اړه داسې وايي :
د نهیلیزم په کلمه کې د نه مانا د هیڅ څه په مانا دلالت نه کوي بلکې دلته نه داسې ارزښتمن دی لکه په اعدادو کې چې صفر د ارزښت وړ دی په دغه پړاو کې وګړی هر څه ته د صفر په نظر ګوري او ټول ژوند ورته غیر حقیقي ښکاري دغه هیڅ څه مفکوره په انسان کې ددې لامل کېږي چې انسان ناهیلي نه شي ځکه کله چې د انسان طمعه پرې شي چې هیڅ څه نشته او هیڅ څه ارزښت نه لري نو هغه هیڅ هیلې نه لري چې ورته ورسېږي هیڅ غوښتنې نه لري چې د رسېدلو له پاره یې هڅه وکړي کله چې انسان دا ارزښتونه هیڅ څه وشمېري نو خلک د همدې ارزښتونو د لاسته راوړلو له پاره یو بل نه وژني نو ځکه وایم چې د ارزښتونو بې ارزښته ګڼل په خپله یو ارزښت دی چې ټول انسانان پرته له کوم رقابت او جګړو نه یو ډول ژوند کوي دا د نهیلیزم لو مړنۍ مانا ده چې انسان ټولو ارزښتونو او غوښتونو ته نه وایي د نهیلیزم دوهمه مانا عکس العمل ده کله چې وګړی دا فکر وکړ چې هر څه په نړۍ کې هیڅ څه دي او ارزښت نه لري نو دا باید په عمل کې هم ثابته کړي او دا ومني چې ژوند د ارزښتونو ټولګه نه ده بلکې د شته وو ارزښتونو بې ارزښته کېدل دي هر خبر چې په نړۍ کې نوی وي زر خپرېږي هغه که د انسان په اړه وي یا د حیوان او یا هم د نورو پدیدو په اړه خو کله چې د هغه حقیقت موندلو په اړه څېړنه وکړې نو هغه پایله چې لاسته راوړې هغه حقیقي او د قناعت وړ نه ده دا ځکه چې حقیقت اصلاً شتون نه لري د بیلګې په توګه که چېرې مونږ د ژوند حقیقت څېړو نو مرګ ته رسېږو مرګ نابودي ده همداسې د هر څه پایله نابودي ده یعنې هیڅ څه ژوند یوه ننداره ده هر څه په کې یوازې نندارې او نمایش له پاره تر سره کېږي.
که څه هم فریدریک نیچه ددې مکتب د سترو لارویانو څخه ګڼل کېږي خو په وروستیو کې د نهیلیستۍ په اړه خپلو نظریاتو ته تغییر ورکړ او خپله لاره یې ددې ادبي مکتب څخه بدله کړه نوموړی وایي:
دا زما نیکمرغي ده چې د څو کلونو ګمراهۍ وروسته مې داسې یوه لاره وموندله چې د یو هو او د یو نه له پاره ماته لارښوونه وکړي نه ویل، مې زده کړل او په دې عقیده شوم چې هر څه بې ارزښته دي او همدې مفکورې زه د هر څه په وړاندې بې ارزښته اوکمزوری کړم خو وروسته له هغه مې د هو ویل زده کړل او پوه شوم چې همدا هو ویل مې د ډېرو ناخوالو په وړاندې ځواکمنې مبارزې ته هڅوي نو نه زده کوم تر څو خپلې کمزورتیاوې ووینم او هو زده کوم د خپلو بریاوو د لاسته راوړلو له پاره زه خوشاله یم چې زه مې د ژوند په لړۍ کې د هو او نه په زده کولو بوخت یم.
د نهیلیزم ډولونه :
نیچه نهیلیزم په دوو ډولونو ویشلی :
۱: فعال نهیلیزم
۲ : غیر فعال نهیلیزم
۱ : فعال نهیلیزم
هغه نهیلیزم دی چې خلک د نهیلیزم په وړاندې مبارزې ته هڅوي حیناً لکه نیچه چې لومړیو کې د نهیلیزم طرفداري وکړه او وروسته یې خپله د نهیلیزمي مفکورو له منځه وړلو له پاره مبارزه پیل کړه که چیرې په لنډه بڼه یې توضیح کړو نو وایو چې د نهیلیزم په دې بڼه کې وګړي د نهیلیزمي عمق ته رسېږي کله چې په خپلو تیرو کړنو سوچ کوي نو خپلو نیمګړتیاوو ته متوجې کېږي او دا پرېکړه کوي چې دا لاره باید پرېږدي ځکه منفي فکر هر څه منفي کوي هیڅ د هر څه هیڅ کول دي او دا سمه لاره نه ده نو همدا وي چې د نهیلیزم په وړاندې خپل غبرګونونه ښیي یا په بل عبارت د نهیلیزم په دې برخه کې د نهیلیزم طرفداران د نهیلیزم د له منځه وړلو له پاره پاڅون کوي.
۲ : غیرفعال نهیلیزم
د نهیلیزم په دې بڼه کې وګړي دومره په نهیلیزمۍ اخته کېږي چې هر څه ته په منفي بڼه ګوري هڅاند او کوښښي نه وي ځکه د هغه په فکر مغزو تل دا خبره انګازه کوي چې حقیقت نشته ارزښتونه په نشت حساب دي نو هر څه حتی ژوند کول ګټه نه لري د هر څه پایله یوازې نابودي ده او هیڅ انسان باید زیاریکښه او حقیقت پلټونکی نه ووسي کله چې انسان دې مرحلې ته ورسېږي نو ځيني په رښتیا هم همدې مفکورې کې له منځه ځي خو ځيني بیا د فعال نهیلیزم پایلې ته رسېږي یعنې د ناخوالو او نه ویلو په وړاندې مبارزه کول.
لنډه دا چې نیچه د بشري نیچه د بشري کلتور د اخلاقو او عدالت په باب د متداولو ارزښتونو په ردولو سره د ارتجاعي نهیلیزم جنډه پورته کړه او نوي روماتیزم ادبي مکتب د رامنځته کولو له پاره یې لاره هواره کړه.
اخځلیکونه:
۱:روهي، محمد صدیق ، (۱۳۸۶)ل . دوهم چاپ. کابل : د افغانستان د علومو اکاډمۍ.
۲:سیلانی، تمهیدالله ، (۱۳۹۴)، نهیلیزم ادبي مکتب ، مقاله.
۳: کامو ، البر(۱۳۸۲)ل ، سیزیف افسانه ، تهران . د ایران ملي کتابنتون.
۴: نیچه ، فریدریک ، (۱۳۹۰)ل . نیچه او فلسفه ، تهران : د ایران ملي کتابتون.