دوشنبه, مې 6, 2024
Home+د قوماندان په ټاکلو کې دقت په کار دی| جنرال دولت وزیري

د قوماندان په ټاکلو کې دقت په کار دی| جنرال دولت وزیري

کله چې د جنګ او جګړو نوم اخلو، ورسره جوخت د قوماندان نوم هم ذهن ته راځي. دا ځکه چې جګړه بې له قوماندانه که حتی دوه تنه هم وي، په سمه توګه پر مخ نه ځي. په دوه تنو کې به هم یو قوماندان او بل به يې مادون وي. قوماندان د جګړې مشري کوي او د جګړې د بریا لپاره خپل پوځي تاکتیکونه کاروي.

 په پوځي دوکتورینو کې یو تن هم بې له قوماندانه نه ګڼي، ځکه چې یو تن هم باید د خپل ځان قوماندان وي، د دې په خاطر لومړی بايد یو تن هم، هر څه په سمه توګه وڅېړي، محاکمه يې کړي او له هغې وروسته يې ځان ته د سر ته رسولو او اجرا کولو قومانده ورکړي.

د جنګ او جګړو ستره موخه د هغوی ګټل دي او د ګټلو لپاره يې اړينه ده چې ټول سیاسي، اقتصادي، اجتماعي او نظامي امکانات په کار واچول شي. د حکومتونو له خوا پوځي بودجه زیاته شي، د وخت له غوښتنو سره سم پوځ ته پرمختللې او په نوې ټکنالوژۍ سمبالې وسلې ورکړل شي او قوماندان ته صلاحیتونه ورکړل شي.

په جنګ او جګړو کې د دې ټولو امکاناتو پر ځای او د بریا لپاره استعمالول د قوماندان په واک کې وي، دا په دې مانا چې قوماندان ته د يوې لويې کتلې د مرګ او ژوند، د بریا او ناکامۍ، د ویاړ او سرټيټۍ واک ورکول کېږي.

نو ډېره ضروري ده چې د قوماندان په روزلو او ټاکلو کې ډېره پاملرنه وشي. په دې ورځو کې له یوه پلوه جګړو زور اخیستی او ورسره په ملي دفاع وزارت کې د لویو جزوتامونو په سطحه د قوماندانانو د تغییر او تبدیل اوازې هم دي، اړینه مې وبلله چې د یوه بریالي قوماندان په هکله چې وکولای شي خپله لړزانه او ډوبېدو ته نږدې کښتۍ له ډوبېدو څخه وژغوري او په بریالیتوب سره يې ساحل ته ورسوي یو څه ولیکم.

هیله ده چې مسوولین د هغه مسوولیت له مخې چې دوی يې د ملت په وړاندې لري، هغه کسانو ته چې د ملت په درد دردمن، نظام او قانون ته د سر په بيه وفادار، په پوځي هنر پوه او دیوه زړور او باتدبيره جنرال ځانګړنې ولري د جزوتامونو د ژوند او مرګ واک وسپاري.

یو قوماندان یوازې په نامه، رتبه، بېځایه غرور او تکبر په دې ناوړه شرایطو کې چې له څلورو خواوو هیواد د وږو لېوانو تر برید لاندی دی، نه شي ژغورلای.

د دې سپېڅلې دندې د ښې اجرا له پاره د ناپلیون خبره هغو جنرالانو ته اړتيا ده چې: «اوږه يې له سر څخه پورته نه وي» او د بېلګې په توګه اقلا د دغو وړتياوو او ځانګړنو خاوند وي، ځکه چې قوماندانان یوازې د سرتېرو مشران او باداران نه وي.

مادونان د خپل قوماندان په امر له خپل ژوند څخه تېر او له سرو مرمیو سره لوبې کوي، نو اړينه ده چې قوماندان د خپلو سرتېرو او مادونانو بشپړ باور تر لاسه کړي.

دا په هغه صورت کې امکان لري چې قوماندان د خپلو مادونانو بادار نه، بلکې معنوي پلاړ، ورور، خواخوږی، مشر، استاد، لارښود او ښه قوماندان وي. دا هغه وخت امکان لري چې قوماندان په عمل کې دغه اوصاف په ځان کې راټول او له ټولو مادونانو سره د عدل، انصاف، برابرۍ، ورورۍ او بې له تبعیضه چال چلند وکړي. ښه ته ښه ووایي او بد ته بد ووايي، د مکافاتو او مجازاتو په ورکولو کې له بشپړ عدالت څخه کار واخلي. داسې نه چې یو تن په لسو کلونو کې د جنرالۍ سترې رتبې ترلاسه کړي او هغه بل بیا له ښې وړتیا سره په ټیټه رتبه کې تقاعد ته سوق شي.

که قوماندان عادل او مهربانه وي، حتمي يې مادونانو د لوړې انګيزې خاوندان او په خپل قوماندان او د هغه په عدالت باوري کيږي. چې بیا دغه لوړه انګیزه او لوړ باور په جګړه کې د بریا زیری ورکوي.

که قومندان زغم ونه لري، په را ایستلی او پړکنده توره په بېړه خپل سرتېري بې له تدبيره پر دښمن ور قومانده کړي، بې له دې چې خپل پوځ د مرګ کندې ته ور ټیل وهي بل څه په لاس نه شي راوړلای.

د یوه قوماندان ټولې کړنې بايد د يوې معقولې ستراتیژۍ له مخې وي او یوازې په جګړه کې د جګړې په هنر پوه قوماندان خپل بریالیتوب یقیني کولای شي. په پوځي هنر پوه او ښه روزل شوی قوماندان له دښمن او مړینې وېره نه لري او که چېرې قوماندان د جګړې په ډګر کې وېرې ته په زړه کې ځای ورکړي، مانا دا چې ښه روزل شوی قوماندان نه دی او بری به يې په نصیب نه وي.

 که چېرې قوماندان پر وېره غالب وي بې له شکه چې هغه ښه روزل شوی او زړور قوماندان دی. خپلو سرتېرو ته هم یو سرمشق کېږي.

 په جګړه کې په کارونو کې دقت نه کول او بې پروايي کول سترې ستړیاوې رامنځته کوي، ځکه په جګړه کې بریالی هغه قوماندان وي چې له پوهې، صبر او معقول احتیاط څخه کار واخلي. معقول احتیاط او وېره سره ژور فرق لري. وېره ماتې راولي او د معقول احتیاط مېوه بریا وي.

هغه قوماندان چې د خپل صلاحیت په چوکاټ کې په زړورتيا خپل ابتکار په کار اچوي او هېڅ وخت له مسوولیته خپله غاړه خالی نه کړي، ونه وېرېږي او د وخت او عمل پر مناسب والي ډډه وکړي، تر څنګ يې خپله خطا او مسوولیت د خپلو مادونانو پر غاړه ور وانه چوي، دغه ډول قوماندان بې له شکه هسکه غاړه ګرځي او د اتلولۍ مستحق وي.

پر خپلو مادونانو باور او د هغوی پر وړتیا پوهېدل د اتل قوماندان ځانګړنه وي، ځکه که پر مادونانو باور ونه شي او تل د شک په سترګه ورته وکتل شي، بېباوري رامنځ ته کیږي او دا بیا د يوې اکتیفې کتلې په ګټه نه تمامېږي.

له دې سره خپلو مادونانو ته د هغوی له وړتیا سره دنده سپارل هم د هوښیار قوماندان خاصه وي. ځکه زړور پوځي ښه بریدګر وي، احتیاط ګر پوځي ښه دفاع کولای شي او پوه او ډېر هوښیار پوځي ښه مشوره ورکولای شي. ځکه خو وايي:  هر سړی پیدا دی خو خپل کار لره کنه.

که یوه ډاکټر ته د خټګرۍ دنده وسپارل شي فکر کوم چې بې له ناکامۍ به بل څه نه وي. ښه قوماندان له هر کودن، بخیل، هوښیار او زړور څخه په خپل ځای کې کار اخیستلای شي. له دې سره هر مسلک او هره رشته ځانته لارې او اصطلاح ګانې لري.

پوځي ژوند هم ځانته ځانګړنې لري، ک په پوځي ژوند کې يې جنرال ته حاجي صاحب، امر ته يې مشر، قوماندان ته ملا صاحب او ډاکټر صاحب وویل، دا ډول پېښې له یوه باغروره او اتل قوماندان سره د مادونانو د انګېزې په لوړولو کې مرسته نه کوي.

 په ۱۳۵۴ لمریز په حربي پوهنتون کې د توپچي پوهنځي قوماندان جنرال خانګل خان و. د نوموړي زوی عبدالبصیر په توپچې پوهنځي کې محصل و. په پوهنتون کې به يې خپل پلار ته قوماندان صاحب او په کور کې پلار جان ويل. همدا د نظام او پوځي ژوند اصول وو.

بریالی قوماندان په دې پوهېږي چې په کومو وسایلو، امکاناتو، چېرې اوڅه وخت له دښمن سره جګړه وکړي. څه وخت له مانور او په څه ډول د ځمکې له عوارضو او له کومو تکتیکونو او چلونو د دښمن د ماتولو لپاره ګټه واخلي. دا کارونه هغه وخت عملي کولای شي، چې په پوځي هنر پوه قوماندان وي، که نه د خپلو مادونانو تر مخ خپل باور له لاسه ورکوي او مادونان يې بیا پر قومانده او امر څرنګه چې اړتیا وي عمل نه کوي.

د زړور او یو باوري قوماندان لپاره په کار ده چې تل مستقل، باغروره او په هيڅ سياسي ډلو پورې تړاو ونه لري.

 په سیاست پوهېدل د قوماندان له پاره ډېر ضروري دي، خو په سیاست پوهېدل په سیاسي ډلو کې د ګډون په معنا نه وي. دی باید یوازې د نظام او هېواد ساتلو لپاره په سیاست پوه شي. سیاست د سیاسیونو کار دی او د اتل او ویاړلي قومندان او جنرال دنده د هېواد او نظام ساتل دي.

قوماندان باید مخکې له دې چې جګړې ته داخل شي لازمه روزنه يې تر لاسه کړې وي. دا بايد په دې پوه شي چې له جګړې مخکې د اس زین کول اړين دي، ځکه د جګړې پر مهال د اس زین کول د کودن قوماندان کار وي.

قوماندان باید په کلکه له شک، ترديد، غلطې وړاندوينې او فال نيونې څخه ځان وژغوري، له زرو کسانو سره مشوره وکړي خو د زړه حال یوه کس ته هم ونه وايي او د هر څه تصمیم په قاطع توګه په خپله ونیسي.

خوشحال بابا به ځکه ویل چې:

     په واک چې نه لري په کام کې ژبه

                   که ګونګ شي ښه دی په لویه تبه

د قوماندان لپاره هوښياري، عدالت، انسانیت، زړورتیا، ټینګ عزم، پوځي پوهه، خونسردي، زغم، د سختیو په مقابل کې مقاومت، په جګړه کې مسکا، په بریا باور او هیله مندي، پر ځای غرور، د دښمن او د ځان په هکله بشپړ معلومات لرل، له غورځېدلو وروسته د بېرته پاڅېدلو وړتیا، د دښمن د تبليغاتو خنثی کول، د روانې جګړې پر ضد کلکه مبارزه کول، زیرکې چالاکۍ، د هېواد سره مینه، قانون ته احترام، له فساد او رشوت ځان ساتل، جدیت، د مدال او ترفیع لپاره د هر وره د ټکولو او ورسره د اخلاقي فساده لیرې کېدل، د سلسله مراتب مراعاتول، قوي اراده، سړه سينه او دې ته ورته نور صفتونه د یوه اتل قوماندان ځانګړنې دي. د دغه ډول ځانګړنو خاوند قوماندان د غره په څېر وي. د فولادي امیر خبره:

«څوک چې د غره سره سر جنګوي خپل سر ماتوي، غره ته زیان نه شي رسولای.»

که د یوه جزوتام د ژوند او مرګ واک داسې یو قوماندان ته ورکړل شي، چې ښه نه وي روزل شوي، په پوځي هنر ناپوه وي، بې زره وي، د زړه له کومې له خپل هېواد سره مینه ونه لري، په ډلو ټپلو پسې تړلی وي، موخه يې یوازې د پیسو، مډال او رتبو لاس ته راوړل وي، ټنبل، او بې ارادې وي، خپل مادونان پرې بېباوره وي، اخلاقي کمزورتیا ولري، تندخویه او عصبي وي، پر بریا باوري نه وي، په سختو او کړکیچنو حالاتو کې د پرېکنده پرېکړو توان ونه لري دا او دې ته ورته نورې نيمګړتياوې او کمزورۍ ولري، داسي یو قوماندان د پوره لښکر زړه ماتوي او په لوی لاس خپل مادونان د ناکامیو په رنځ اخته کوي.

د داسې قوماندانانو اوږه له سر څخه پورته وي. په ټاکلو کې يې باید له پوره غور او زیرکۍ کار واخیستل شي.

د ملي امنیت شورا او د وسله وال پوځ اعلی سر قوماندانۍ، د داسې قوماندانانو تر منځ توپير او د دوی پېژندل د دوی له مسوولیته ډکه دنده جوړوي. هر کدو د یوه لوی جزوتام په قوماندانۍ نه ارزي.

 په ټاکلو او رتبو ور کولو کې يې باید ډېر دقت وشي. د مجاهدینو د واک پر مهال د بېځایه رتبو ورکول هېواد د ستر بحران سره مخ کړي و. وايي،:

                       ړوند يو ځل امسا ورکوي.

هیله ده د بېځایه تقاعد پروسې په څېر د نااهلو قوماندانانو ټاکل او د سترو رتبو ورکول ورباندې تحميل نه شي.

که پر ډاکټر نجیب الله او جنرال شهنواز تڼي پوځي کودتا تحمیل شوې نه وای او په لوی لاس د سنګر مدافعین وژل شوي نه وای، زنداني شوي نه وای او شړل شوي نه وای، د ډاکټر نجیب الله د واک ړنګېدل داسې په اسانه خیال و او مهال و.

اوس هم د کودتا په څېر د تقاعد پروسه که تحمیل شوه او پر ضد يې په رڼو سترګو مقاومت ونه شو. اوس هم ډېر ناوخته نه دي، کار اهل کار ته وسپارئ، زیرک شئ، په لوی لاس ماتې ته زمینه مه چمتو کوئ. د ډاکټر نجیب الله حکومت له داخل او د لستوڼي د مارانو له خوا ړنګ شو.

 یوه ورځ مې ډاکټر نجیب الله ته د ګلخانې ماڼۍ په لومړي پوړ کې وویل: «په افغانستان کې د یوه جنرال دوستم پر ځای د پنځو دوستمانو جوړول د هېواد په ګټه دي، ځکه که یو یاغي کېږي، څلور نور به د نظام پلویان وي.»

هغه واورېدل، ځواب يې را نه کړ. د دې خبرو سند را سره خوندي دی.

اوس هم تاسو قدرمنو ته وایم، مخالفین که د پاکستان د قول اردوګانو سره یو ځای هم راشي، نظام ته سقوط نه شي ورکولای. د جلال اباد جګړه يې ښه بېلګه ده.

 خو له (کویه) څخه د خپلو وسلو او ځواکونو ساتل د هوښیارانو کار وي. هیله ده زما په ستغو خبرو خفه نه شئ، ځکه ما هم د خپل مسئولیت له مخې در ته ولیکل.

که نه نو بیا به وایو:

        چې زما دې نه منله

               د اشنا زویه اوس کوه د ډاګ مزلونه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب