شنبه, مې 18, 2024
Home+په کندهارکي د رسنیو ۱۰۰ کلن بهیر

په کندهارکي د رسنیو ۱۰۰ کلن بهیر

محمدابراهیم سپېڅلی

نړېوال مطبوعاتیان د ټولني په ويښتیا کي لومړی ګام رسنۍ ګڼي او په دې اړه د مطبوعاتو یوکارپوه څه ښه ویلي دي:

« هر حکومت، چي ښه مطبوعات ولري، هغه بندیخانو ته اړتیا نه لري.»

اوسمهال له ښه مطبوعاتو څخه موږ « مسلکي» معني اخیستلای سو او دا تر لمر سپينه خبره ده، چي مسلکي مطبوعات  یا رسنۍ په یوه ټولنه کي د مسلکي معلم په څېر نالوستي کسان د زده کړو په خوند او ارزښت پوهوي. 

د همدې اړتیا له مخي مولوي صالح محمد هوتک، چي په کندهارکي د ښووني او روزني پلار ګڼل کېږي په دغه ولایت کي د پوهني دوړانګو  ځلولو ترڅنګ له نن څخه سل کاله ترمخه د ۱۳۰۰ل کال د چنګاښ اود ځینو په وینا  د تلي میاشتي پر ۱۵ نېټه د اول وار لپاره په کندهار کي د طلوع افغان اخبار له لاري د خلکو د ذهنونو د روښانولو  دروند خو ګټور کار ته ملا وتړله.  

مولوي صالح محمد، چي ځیني لیکوالان يې په خپلو لیکنو کي د هوتک پرځای په (کندهاري ) هم راپېژني د خپلي ژوري پوهي پر بنسټ په دې خبره ښه پوهیدئ، چي یوه ټولنه بیله مطبوعاتو هیڅ وده څه، چي ان راتلونکی یې په تروږمیو کي پټ دی، نو ځکه يې یوازي د طلوع افغان پر خپرولو بسنه ونه کړه، بلکي د هغه کیفیت ته يې هم خپله پاملرنه زیاته کړه.  

مولوي صالح محمد هوتک د خپل وخت تکړه لیکوال، ملي شاعر او په ټولنه کي منلی سړی ؤ. 

د طلوع افغان اولي ګڼي دوه مخونه، په ځینو وختونو کي بیا پر څلورو مخونو د وخت او حالاتو سره سم په لویه او کوچنۍ کچه خپور سوی دئ. 

طلوع افغان اخبار اول کال هره دچهارشنبې ورځ له چاپه راوتی، خو دا چي مولوی صالح محمد په کندهارکي د ښووني او روزني په کارونو ډېر اخته ؤ، نو د طلوع افغان اخبار چاري يې خپل نژدې مطبوعاتي دوست (بابا عبدالعزیز) ته چي اصلي نوم يې عبدالعزیز الکوزی ؤ ور وسپارلې. 

بابا عبدالعزیز   د( ۱۳۰۱ل) کال په وري میاشت کي د طلوع افغان مسؤل مدیر سو. 

نوموړي د اخبار د چاپ ورځ د چهارشنبې پرځای د اوونۍ لومړۍ ورځي ( شنبې) ته واړوله 

هغه  تردې وړاندي په کابل کي د ماشین خانې په مطبعه کي د خطاطۍ او تصحیح مسلکي کس ؤ. 

بابا،  تر ۱۳۰۹ ل کال پوری د طلوع افغان مسؤل مدیر پاته سو. 

په هغه وخت کي د طلوع افغان کلیشه داسي جوړه سوې وه: د طلوع افغان تر نامه لاندی د غنمو وږي د هغه تر شا د لمر وړانګي، لاندي دوې توري د چلیپا په شکل لیدل کېدې. 

په اول سر کي د طلوع افغان ډېره برخه درې او یو لږ اندازه يې پښتو مضامین چاپول، خو  په (۱۳۱۰ل) کال کي، چي لوی استاد پوهاند علامه عبدالحی حبیبي (رح) د اخبار مسؤل مدیر سو، نو  د کندهاريانو په غوښتنه يې په یو کال کي ټول اخبار ځکه پښتو ژبي ته واړوی، چي په کندهارکي غټ اکثریت پښتانه دي. 

طلوع افغان د پښتو ژورنالیزم په تاریخ کي لومړی دولتي اخبار دی، چي یومخ په ملي ژبه (پښتو) چاپېدئ.  

که د طلوع افغان اخبار د هغه مهال کلیکسیونونه ولوستل سي، نو له ورایه ښکاري، چي د دې تاریخي جریدې په هره ګڼه کي پر ادبي، انتقادي او سیاسي تبصرو سربېره د دولت تبلیغ، تاریخي لیکني، خبرونه، نظام نامي، خبرتیاوي، او نور مهم مطالب لوستونکو ته وړاندي سوي دي.  

ویل کېږي، چي دوهم نړۍ وال  جنګ (۱۹۳۹م – ۱۹۴۵م )  طلوع افغان اخبار د کاغذ له کمښت سره مخامخ  کړ، نو ځکه يې خپله لمن ( کچه ) ۲۱×۳۴سانتي مترو ته راکښته کړله. 

طلوع افغان په( ۱۳۲۲ل) کال که څه هم په کوچنۍ کچه خپرېدی، خو له نیکمرغه په همدغه کال (ورځپاڼي) ته واوښت، چي هرسهار به يې د لوستونکو تنده ماتوله. 

د هیواد په مطبوعاتي تاریخ کي طلوع افغان د خپل سل کلن بهیر په دوران کي له خورا ډیرو لوړو او ژورو سره مخامخ سوی دئ. 

په( ۱۳۰۸ل )کال د سقاویانو د نهه میاشتنۍ توري دورې پرمهال دطلوع افغان خپروني یو لږ وخت په ټپه ودرېدې او تر یوڅه ځنډ وروسته یې د طلوع افغان پرځای د ( مؤید الاسلام) په نامه خپروني شروع کړې، مګر هغسي اغیزمني نه وې. 

د سقاویانو له ماتي وروسته طلوع افغان بیا وځلیدئ، چي د نورو پياوړو مضامینو ترڅنګ يې د وطن د بیا جوړوني لپاره هم مضامین خپرولو ته دوام ورکړ. 

په اکثرو وختونو کي خورا معتبر او د پاخه قلم لرونکي کسان لکه ( لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي، مولانا قیام الدین خادم، محمد ابراهیم عطايي، اغامحمد کرزی، محمد ولي ځلمی، غلام محی الدین ایوبي، محمد شاه ارشاد او نور…) مسؤل مدیران  پاته سوي دي، چي د طلوع افغان په لمن کي د هریاد مخور قلموال  راپاته لیکني زموږ لپاره خورا مغتنم ماخذونه دي. 

د طلوع افغان یوه بله مهمه ځانګړتیا داوه، چي د پخو مضامینو ترڅنګ يې د وېش لړۍ هم خورا منظمه او ان له هیواد دباندي لاهم پر ټاکلي وخت مشترکینو ته رسیدئ. 

په وروستیوانقلابي نظامونو کي یوازي د حضرت صبغت الله مجددي او برهان الدین رباني( ۱۳۷۱ل – ۱۳۷۵ل)د واکمنیو پرمهال نه یوازي دغه تاریخي اخبار له چاپه پاته سو، بلکي  ټول اطلاعات اوفرهنګ ریاست د نورو دولتي ادارو په ډول په یونظامي اتاق بدل سوي ؤ. 

 د طالبانواسلامي امارت د واکمنۍ پرمهال ( ۱۹۹۶م – ۲۰۰۱م) یو وار بیا طلوع افغان اخباراو پرکندهار تاریخي مجلې سربېره (خلافت مجله)، (ارغند) ادبي پنځلس ورځنۍ جریده او یوڅو نوري مجلې په انګلیسي او عربي ژبو هم له کندهاره خپرېدلې، چي له ( ارغند) ماسوا  د نورو  چاپي مطبوعاتو ډېره برخه د اسلامي امارت  پرمختګونو ته ځانګړې سوې وه.   

دطالبانو د اسلامي امارت تر ړنګیدو وروسته د نوی ادارې په رامنځته کیدو(۲۰۰۱م)  سره دامریکا او نړېوالو انډیوالوالانولوی شعار د (بیان ازادي) وه، چي ددغه شعار پر بنسټ په هر ولایت کي پرسیمه ییزو راډیوګانو او ټلویزیونونو سربیره بې شماره چاپي مطبوعاتو ته د خلکو پام واوښت، که څه هم دایو ښه کار ؤ، خو له بده مرغه د څنګه والي پر ځای يې یوازي پر څومره والي په زرهاوو امریکايي ډالر مصرف سول.  

په( ۲۰۱۴م) کال له افغانستان څخه د نړېوالو ځواکونو د وتلو له اوازو سره سم په هیواد کي د نورو چارو ترڅنګ په رسنیز ډګرکي  د چاپي مطبوعاتو  تود بازار  داسی سوړ سو، چي اکثره   چاپي رسنۍ یومخ په ټپه ودرېدلې، ځکه ډېری دغسي مطبوعات یوازي د مالي ملاتړ پر مرستو تکیه او راتلونکي ته يې د پایښت پلان نه درلود. 

په کندهارکي هم د هیواد د نورو ولایتونو په ډول د چاپي مطبوعاتو بازار تقریبا له سقوط سره مخامخ سو، خو راډیوګاني لا د مطلق اکثریت مفتو کارکوونکو د سر په صدقه(!) تراوسه چالاني دي. 

درنو لوستونکو که مو خوښه وي لومړی به د هغو رسنیو په اړه لنډ معلومات وړاندي کوو، چي اوس هم په چاپي، ږغیز او تصویري بڼه په کندهارکي نشرات لري او بیابه د سقوط سویو چاپي مطبوعاتو یو لیسټ هم له تاسودرنو لوستونکو سره شریک کړو. 

چاپي مطبوعات

الف – مجلې 

۱ –  پښتو مجله 

په ۱۹۳۲م کال په کندهارکي ادبي انجمن تاسیس سو. 

ادبي انجمن یوکال وروسته په( ۱۹۳۳م) کال د جنورۍ په میاشت کي د (پښتو) په نامه د یوې مجلې خپرولو ته لستوڼي راپورته کړل.  

محمد عثمان خان بارکزی، د ادبي انجمن د مسؤلیت ترڅنګ د (پښتو) مجلې مسؤل مدیرهم ؤ. 

پښتو مجله ډېره لویه نه وه، خو بیايې هم پر کندهاري لیکوالانو سربیره د هري پښتني سیمي د لیکوالانو مضامین د هغوي په لهجه خپرول. 

عبدالباري جهاني په دې اړه په یوه مقاله کي داسي لیکي:« پښتو مجلې ۱۲ ګڼي خپرې کړې، چي په وروستۍ ګڼه کي يې د نادرخان د مرګ اود هغه د مړیني په اړه دوې مرثيې هم نشر کړي او بیا له چاپه لوېدلې ده.» 

۲ –  کندهار مجله 

کندهار مجله  په پيل کي د ( ارکوزیا) په نامه خپرېدله.

دغه مشهوره مجله په ۱۳۳۹ ل کال د هیواد د پيژندل سوي لیکوال او څیړونکي محمد ولی ځلمي په هڅو تاسس سوې ده.   

کندهارمجلې د دې سیمي  د کلتوري او تاریخي موضوعګانو په غوړولو او څیړولو کي تر نیمه پيړۍ ډېر وخت داسي منظم او کره کارکړی دی، چي هره مقاله يې اوسمهال د باوري ماخذ په ډول کاریږي. 

محمد ولي ځلمی، اغا محمد کرزی، عبدالکریم طالب، عبدالحی مطمین، محب الله اسحاقي، عبدالمجید بابی، عبدالقدیم پتیال او یوشمیر نورمخورکسان په بیلا بیلو وختونو کي ددې مجلې مسؤل مدیران پاته سوي دي.  

دا مجله هم د کندهار د اطلاعات اوفرهنګ ریاست خپرنیز ارګان دی، چي اوس په دوې میاشتي کي یو وار د محمد نبي سلطاني په مسؤل مدیریت اود کتنپلاوي تر څارنه لاندي خپریږي.

د اړیکي شمېره : ۰۷۰۰۳۲۳۴۷۶

برېښنا لیک: [email protected] 

۳ – منډیګک مجله 

  منډیګګ مجله د کندهار پوهنتون دعلمي معاونیت ، د عامه پوهاوي او اړیکو امریت د علمي مجلې مدیریت لخوا تحقیقي او علمي  درې میاشتنۍ مجله ده. 

دمنډیګک علمي او تحقیقي مجلې لومړۍ ګڼه په ( ۱۳۹۴ل) کال د کب میاشت کي له چاپه راوتلې ده. 

په دغه  مجله کي د کندهار پوهنتون د بیلا بیلو استادانو اکثریت ټولنیزي او ادبي علمي مقالې خپرېږې. 

د مخونو شمېر يې تر  ۱۶۰ زیات او کچه  يې ۷،۶ ×۱۰،۴ ټاکل سوې ده. 

د منډیګک مجلې مسؤل مدیر پوهنیار سیداحمد قانع دئ

او مهتمم مدیر يې  نقیب الله سردار  نوميږي. 

د اړیکي شمېره :  ۰۷۰۰۳۰۳۲۵۱

۴ – ښېګڼه مجله 

  دا علمي دوې میاشتنۍ مجله له تیرو ۲ کالو راهیسي (۱۳۹۷ل) د کندهار پوهنتون په چوکاټ کي  د پاچاخان څېړنیزمرکز په امتیاز خپريږي. 

د ښېګڼي مجلې اکثره مضامین د تشدد په وړاندي مبارزه منعکسوي او ډېرمضامین يې د سولي او ټولنیزو ښېګڼو پر محور راڅرخي. 

استاد نعمت الله امیر زاده، د ښېګڼي مسؤل مدیر دی. 

اړیکي: ۰۷۰۰۲۲۷۶۹۹

برېښنالیک: نه لري 

۵ – نارنج مجله 

نارنج مجله د کندهار پوهنتون دعلمي معاونیت ، د عامه پوهاوي او اړیکو امریت د علمي مجلې مدیریت لخوا تحقیقي او علمي  درې میاشتنۍ مجله ده. 

دنارنج علمي او تحقیقي مجلې لومړۍ ګڼه په ( ۱۳۸۱ل) کال  له چاپه راوتلې ده. 

په دغه  مجله کي د کندهار پوهنتون د بیلا بیلو استادانو اکثریت ساینسي، دیني او  نور ي بېلا بېلي علمي، څېړنیزي مقالې خپریږي.  

د نارنج مجلې مسؤل مدیر پوهنیار نثاراحمد اریا دئ

یاده مجله  تر یوسلو پنځوس پر زیاتونو مخونو  خپریږي.  

د اړیکي شمېره :  ۰۷۰۰۳۲۶۷۵۸

۶ – پانګه 

پانګه د (کندهار د صنایعو او معدنونو خوني) ریاست درې میاشتنۍ رنګینه مجله ده، چي لومړۍ ګڼه يې د ۱۳۹۸ل کال د مرغومي میاشتي پر لومړۍ نېټه له چاپه راوتلې ده.  

پانګه د یاد ریاست پر لاسته راوړونو سربېره د کندهار په سطحه اقتصادي خبرونه، راپورونه او مضامین هم خپروي. 

د پانګي مؤسس نعمت الله نعمت او مسؤل مدیر يې عطاء الله بریالی دئ.

برېښنالیک:[email protected]

د اړیکي شمېره: ۰۷۱۱۱۱۱۷۴۳

  ۷ – تعلیم الاسلام مهالنۍ مجله 

د یادي مهالنۍ مجلې لومړۍ ګڼه د ( ۱۳۸۹ل) کال په حمل میاشت کي پر ۳۰ مخونو خپره سوې ده. 

یاده مهالنۍ ټول دیني اوټولنیز مضامین خپلو لوستونکو ته وړاندي کوي. 

د امتیاز څښتن او مسؤل مدیر يې مولوي محمد عمر خطابي دئ. 

د اړیکي شمېره : ٠٧٠٣٠٥٠٧٠٠ 

۸ – عېنو مېنه مجله 

دا خپلواکه، کتلوري او ټولنیزه مجله ده، چي په ۲ میاشتو کي یواري په رنګینو پاڼو  او ښه صحافت د افکو کمپنۍ په امتیاز  د ۱۰۰۰ ټوکو په تېراژ خپریږي. 

عینو مېنه مجله په ( ۱۳۹۴ل ) کال تاسس سوې ده. 

مؤسس يې مرحوم محمد هاشم کرزی او مسؤل مدیر يې رحمت الله دلسوز دئ. 

په دې مجله کي د اسلامي ،کلتوري، ټولنیزو او ادبي مضامینو سربېره د ( عینو مېني) د پرمختګونو   په اړه هم مضامین خپریږي. 

د اړیکي شمېره :  ۰۷۰۰۳۰۵۰۸۸

ویبپاڼه : www.aynomaina.com

ب – اوونیزي او جریدې

۱ –  طلوع افغان جریده
طلوع افغان بشپړه یوه پيړۍ ترمخه ( ۱۳۰۰) ل کال د چنګاښ میاشتي پر ۱۵مه نېټه د هغه وخت دمشهور لیکوال، تکړه شاعر او د پوهني د رښتیني مبارز مولوي صالح محمد کندهاري په مسؤل مدیریت  خپرنیزي چاري شروع کړې. 

په اول سرکي دغه اخبار اکثره په درې بیا په پښتو او دري او بالاخره د لوی استاد علامه عبدالحي حبیبي د مسؤل مدیریت پر مهال (۱۳۱۱ل) طلوع افغان یومخ پښتو سو.  

له همدې امله د هیواد په مطبوعاتي تاریخ کي طلوع افغان لومړنۍ دولتي پښتو ورځپاڼه یادیږي. 

طلوع افغان په تیرو ۱۰۰ کلونو کي ډیري لوړي او ژوري لیدلي دي، چي ځیني وخت هره ورځ، ځیني مهال په هفته کي یو وار یا دوه واري او ځیني وخت داسي هم راغلی دی، چي په هیواد کي د سیاسي ګډوډۍ له امله څو کاله پرله پسې له چاپه لوېدلی دی. 

طلوع افغان د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست نشراتي ارګان دى، چي اوس په هفته کي دوه واره (شنبه او سه شنبه ) خپریږي. 

اوسمهال طلوع افغان په خپله لمن کي د سيمې او هېواد پر خبرونو سربیره روزنيز ، اخلاقي، علمي، مذهبي او ادبي مسايل نشروي.   

داړیکي شمېره : ۰۷۰۶۴۷۹۸۶۴

برېښنالیک: [email protected] 

۲ – ټاټوبى اوونيزه
ټاټوبى اوونيزه خپلواکه سياسي، ټولنيزه او کلتوري چاپي خپرونه ده، چي  په( ۱۳۸۸ل) کال يې لومړۍ ګڼه له چاپه راووتلې ده. 

اوس هم یاده اوونیزه هره اوونۍ په اتو رنګه مخونو له چاپه راوزي. 

د ټاټوبي مسؤل اود امتیاز څښتن عبدالحلیم حلميار دى
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٥٨١٠٠٨٣
برېښناليک [email protected]  

 ۳ – اثر اوونیزه 

دا ،  خبري، سیاسي، ادبي او ټولنیزه چاپي اونیزه ده، چي په (۱۳۹۳ل) کال يې په کندهارکي نشراتي چاري پيل کړي دي.  

اوس هره اوونۍ پر اتو مخونو له چاپه راوزي.

د امتیاز څښتن يې عبدالسمیع غیرتمل او مسؤل مدیر يې عطاء الله بریالی دی. 

په اثر کي هم پر کلتوري، ټولنیزو او ادبي مضامینو سربیره سیاسي موضوعګاني خپریږي.  

د اړیکي شمیره : ۰۷۰۰۳۰۶۱۷۶

برېښنالیک: [email protected]

۴ –  افغان اوربند اوونیزه 

افغان اوربند اوونيزه خپلواکه سياسي، ټولنيزه او کلتوري چاپي خپرونه ده، چې هره اوونۍ پر۸ مخونوله چاپه راوزي. 

دا اوونیزه د کندهار د ازادو ژورنالیسټانو مرکز په امتیاز درې کاله ترمخه ۱۳۹۶ل کال تاسس سوې ده. 

ددې اوونیزي مسؤل مدیر احمد لودین دی. 

د اړیکي شمیره : 0700308275

برېښنالیک: [email protected]

۵ – احمدشاهي ارګ 

سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او اجتماعي اوونیزه ده، چي په کال ( ۱۳۹۹ل) کي يې همدلته په کندهارکي نشراتي فعالیت شروع کړی دئ. 

احمدشاهي ارګ تر نورو اوونیزو په لویه کچه د جان محمد صالح په مسؤل مدیریت پر اتو مخونو هره شنبه له چاپه راوزي. 

د یادي اوونیزي د امتیاز څښتن محمد مقصود ضمیر  او  مرستیال رحمت رشید نوميږي. 

د احمدشاهي ارګ لومړی او اتم مخ رنګین خپریږي. 

ټلویزونونه

۱ – کندهار ملي ټلویزیون
کندهار ملي راډيو ټلوېزيون، مخکي د کندهار اطلاعاتو اوفرهنګ ریاست امریت ؤ.

ویل کېږي دغه ټلوېزیون د ډاکټرنجیب الله د واکمنۍ پرمهال نشرات پيل کړي دي.

اوس دغه ټلویزون د هیواد د نورو ولایتونو د ټلویزیونونو په ډول په کابل کي د ملي راډیو ټلویزیون د لوی ریاست تر چتر لاندي فعالیت کوي. 

کندهار ملي ټلویزیون هم د نورو ولایتونو د ټلویزونونو غوندي له سهاره تر ماښامه په مرکز کابل کي د ملي ټلویزیون خپروني  ریلي کوي او دلته یوازي پر سیمه ییزو خبرونو سربیره د ګوتو په شمار خپروني لري.  

د اړیکي شمېره : ۰۷۰۰۳۰۴۶۱۲ 

۲ – هیواد ټلویزیون 

هېواد ټلوېزيون په کندهارکي لومړی خصوصي  ټلوېزيون دئ. 

ددغه ټلوېزون د امتياز څښتن (افغانان د مدني ټولني لپاره ) یوه غیري دولتي مؤسسه ده. 

هیواد ټلوېزيون په ٢٠٠٦ کال په کندهارښارکي خپل نشرات شروع کړل.  

ددغه ټلوېزيون خپروني د سهار له ۶ بجو څخه بیا د شپې تر ۱۲ بجو پوري دوام لری.  

هیواد هره ورځ پر ټولنیزو، تفریح خپرونو سربیره خبري ساعتونه او سیاسي خپروني هم لري. 

اړیکي شمیره : ۰۷۰۰۳۱۱۳۶۱

۳ – ژوندون ټلویزیون ( کندهار څانګه) 

دغه ټلویزیوني څانګه له ۱۳۹۶ل کال راهیسي په کندهارښارکي خپروني کوي

یاد ټلویزیون د سهار له ۷ بجو څخه د شپې تر ۱۲ بجو پوري نشرات لري. 

یوشمېر خپروني په کندهارکي جوړوي، خبرونه او ډېری خپروني د ژوندون ټلویزن له مرکزي سټوډیو( کابل) څخه ریلی کوي. 

په کندهارکي يې مسؤل جاوید اغا دی 

د ټلیفون شمیره : ۰۷۰۰۳۱۴۷۰۶


راډیوګاني

۱ – کندهار  ملي راډیو

کندهار ملي راډیو له ډېره وخته یوازي په کندهارښارکي د کابل خپروني ریلي کولې، د ځینو معلوماتو له مخي په ( ۱۳۵۸ل) کال کي کندهار راډیو محلي نشرات پيل کړي دي.  

یادي راډیو په پيل کي دوه ساعتونه د سهار  او ۴ ساعته د ماښام لخوا خپروني  کولې. 

د جمعې په ورځ به يې د سهار لخوا تر ۱۲ بجو پوري اکثره ځانګړي تفریحي خپروني درلودې.  

اوسمهال کندهار ملي  راډیو اوس د سهار له ۷ بجو څخه بیا د شپې تر ۱۰ بجو  پوري ټولنيزې، سياسي، تفريحي او معلوماتي خپروني وړاندي کوي.  

دغه  راډیو پر دوو فریکونسیو (۲/ ۱۰۵اف ام ) او ( ۱۳۰۵ کیلو هرتز اې  ام) نشرات لري.  
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۰۳۰۴۶۱۲
۲ –  هیواد راډیو

هیواد راډیو، چي مخکنۍ نوم يې (افغان ازاده) راډيو ؤ په کندهارکي لومړنۍ خپلواکه خصوصي راډیو ده. 

دهیواد راډیونشرات په ۲۰۰۳م کال د استاد محمد اسماعیل تېمور په مسؤل مدیریت شروع سول، چي خورا ډېر اوریدونکي يې درلودل. 

د یادي راډیو د امتیاز څښتن ( افغانان د مدني ټولني لپاره ) یوه غیري دولتي ټولنه ده. 

دغه راډيو پر تفریحي او ټولنیزو خپرونو سربیره هرساعت لنډ خبرونه او سیاسي خپروني هم لري. 

د هیواد راډیو خپروني سهار له ۶ بجو څخه د شپې تر ۱۲ بجو دوام لري. 

اوسمهال د هیواد راډیو ټلویزیون عمومي مسؤل صدیق الله خلیق دی. 

فریکونسي : ایف ام ۸۸ 

اړیکي شمیره : ۰۷۰۰۳۱۱۳۶۱
۳ –  وړانګه راډیو
وړانګه په کندهارکي لومړۍ شخصي راډيو ده، چي په( ۲۰۰۹م) کال يې  د محمدابراهیم سپېڅلي په مسؤل مدیریت نشرات پيل کړل. 

 ددې راډیو د امتیاز څښتن عبدالسلام کاکړ دئ.  

اوسمهال وړانګه راډيو اکثره تفريحي خپروني لري، چې نشرات يې د سهار له ٧ بجو څخه بیا د شپې تر ١٠ بجو دوام لري. 

فریکونسي: ۲/ ۹۵ اف ام
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۰۳۰۰۱۷۰
۴ –  مېرمن راډیو
مېرمن په کندهار کي  لومړنۍ ښځینه راډيو ده. 

یادي راډیو په ( ۲۰۱۱م) کال خپل نشرات شروع کړل

د دې راډیو  لومړۍ  چاري هم محمدابراهیم سپېڅلي راپيل کړې.

مدني فعاله مريم درانۍ د دې راډیو د امتیاز څښتنه او روح الله عادل يې نشراتي مسؤل دئ. 

 دغه راډيو د سهار ٧ بجو څخه بيا د شپې تر ١٢ بجو پوري بیلا بیلي تفریحي، ټولنیزي او یوه اندازه سیاسي خپروني هم لري. 

فریکونسي: ۸/ ۸۸ اف ام

داړيکې شمېره :۰۷۷۸۸۹۹۰۷۲
۵ –  کندهارکلید
کندهار کلید راډیو په( ۲۰۰۷م)کال په کندهارکي خپروني پيل کړې. 

دغه راډیو تر ډېره د کلید ګروپ لخوا، چي مرکز يې په کابل کي دی اداره کېږي. 

اوسمهال يې په کندهارکي اسدالله حکیمي مسؤل مدیر دئ .   

کندهارکلید راډيو ٢٤ ساعته خپروني لري، چې سيمه ييز، سياسي، ټولنيز او ښوونيز مسايل خپروي.

فریکونسي: ۴/۸۹ اف ام
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۳۰۲۰۶۱۳
۶ –  څانګه راډیو
یادي راډیو  په ( ۲۰۱۲م) کال د  قدرت الله کلیوال په امتیاز اود اغا شېرمنار په مسؤل مدیریت نشرات شروع کړل. 

څانګه راډيو ټولنيزې، سياسي او تفريحي خپروني لري. 

د دې راډیو نشرات د سهار له ٧ بجو څخه بیا د شپې تر ۱۲ بجو پوري دوام کوي. 

اوس د څانګي راډیو عمومي مسؤل اغاشېرمنار اود نشراتو مسؤل يې ظاهرفولاد دی.

فریکونسي: ۳/ ۹۲ اف ام
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۳۶۹۰۶۲۷
 ۷ –  تعليم الاسلام ولسي راډيو
تعليم الاسلام په کندهار کې لومړنۍ داسي راډيو ده، چې ټولې خپروني يې ديني مسایلو ته ځانګړي کړي دي. 

تعلیم الاسلام ولسي راډیو په( ۱۳۸۷ل) کال د غوايي میاشتي پر ۱۳مه نېټه  دمولوي محمد عمر خطابي په امتیاز نشرات پيل کړل. 

ددغي راډیو خپروني اوس پر کندهار ښار سربیره په هلمند، روزګان، زابل او یوڅه وخت په ننګرهار کي هم ريلي کیدلې. 

دتعلیم الاسلام ولسي راډيو خپروني د سهار له ۷ بجو څخه د شپې تر ۱۰ بجو پوري دوام لري ،خو د انټرنیټ پر څپو په ټوله نړۍ کي ۲۴ ساعته خپریږي. 

فریکونسي: ۷/ ۸۹ اف ام
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۰۳۰۰۵۷۰

۸ – تعلیم القران راډیو

دغه راډیو په کندهارکي د حمادیه مدرسې اودارالافتاء مؤسس مولوي عبدالهادي حماد لخوا په( ۱۳۹۴ل) کال خپلي خپروني شروع کړې. 

د تعلیم القران راډیو ټولي خپروني هم دیني موضوعګانو ته ځانګړي سوي دي. 

دیادي راډیو د نشراتو مسؤل عتیق الله مغفر نومیږي

د تعلیم القران راډیو خپروني سهار پر ۷ بجې شروع کیږي، د شپې تر ۱۱ بجو پوري دوام کوي. 

فریکونسي: ۹/۹۲ اف ام 

د اړیکو شمیره : ۰۷۰۰۳۰۸۹۲۹
۹ – اسلام ږغ راډیو
اسلام ږغ راډيو د کندهار د علماوو شورریاست لخوا په( ۲۰۰۵م) کال خپلي خپروني پيل کړې. 

دا راډیو تر ډېره ديني او تبلیغاتي موضوعات خپروي. 

د اسلام ږغ راډیو خپروني د سهار له ۷ بجو څخه بیا د شپې تر ۷ بجو پوري دوام کوي. 

فریکونسي: ۵ / ۸۷
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٠٠٢٤٦٢٦

۱۰ –  قران ږغ راډیو 

قران ږغ راډیو په( ۱۳۹۴ل) کال د لیندۍ میاشتي پر ۱۷مه نېټه نشرات شروع کړل. 

قران ږغ راډیو هره ورځ د سهار له ۷ بجو څخه بیا د شپې تر ۱۰ بجو پوري نشرات لري. 

ددې راډیو د امتیاز څښتن عبدالسلام کاکړ او مسؤل مدیر يې مولوي کریمي دئ.

د دې راډیو هم ټولي خپروني دیني مؤضوعاګانو ته ځانګړي سوي دي.  

فریکونسي: ۳ / ۹۰ اف ام 

د اړیکي شمېره : ۰۷۰۰۳۰۰۱۷۰

۱۱ – تدریس القران 

تدریس القران ولسي اسلامي راډیو  د ( ۱۳۹۷ل) کال د مرغومي میاشتي پر ۲۶ تاریخ خپلي خپروني په سپين بولدک ولسوالۍ کي پيل کړي دي. 

یاده راډیو د سهار له  ۶ بجو څخه د شپې تر ۱۰ بجو پوري بیلا بیلي اسلامي خپروني یوازي د سپين بولدک ولسوالۍ لپاره  وړاندي کوي. 

ددې راډیو د امتیاز څښتن عبدالولي راشد او  مسؤل مدیر يې محمد عیسی مستغفر دئ. 

فریکونسی : ۸۹،۳ اف ام 

د اړیکي شمېره : ۰۷۰۰۲۸۲۵۹۸

۱۲ – تبسم راډیو

تبسم په کندهارکي شخصي راډيو ده.

دغي راډیو د ۱۳۹۵ل کال دلړم میاشتي پر۱۹نېټه خپل نشرات شروع کړل. 

تبسم راډيو هم ټولنيزې، سياسي او تفريحي خپروني لري، نشرات يې د سهار له ٧ بجو څخه بیا د شپې تر ۱۰ بجو دوام کوي.

اوس ددې راډیو د امتیاز څښتن صدیق الله افغان او مسؤل مدیر يې امیدسمسور دی. 

فریکونسي: ۲ / ۹۱ اف ام
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۸۳۶۲۳۶۳

۱۳ – ملت ږغ 

دې راډیو د ۱۳۹۵ل کال د زمري میاشتي له ۱۷مي نېټي راهیسي په کندهارکي د رحمت الله وصال په مسؤل مدیریت او امتیاز د (زېور) راډیو په نامه خپروني شروع کړې. 

  د ۲۰۲۰ کال د پنځمي میاشتي له لومړۍ نېټې څخه يې مسؤلین نوي او د ( ملت ږغ ) راډیو په نامه يې خپرونو ته دوام ورکړ.  

یاده راډیو پر ټولنیزو او سیاسي خپرونو سربیره تفریح خپروني هم لري. 

نشرات يې د سهار له ٧ بجو پيل او د شپې تر ۱۱ بجو دوام کوي.

اوس يې عمومي مسؤل بسم الله وطندوست دی. 

فریکونسي: ۶/۹۲ اف ام
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۰۰۰۲۳۶۴

۱۴ – روبنا راډیو

روبنا په ۱۳۹۵ل کال د غبرګولي میاشتي پر دوهمه نېټه د حمیدالله ذکي په مسؤل مدیریت او امتیاز په کندهارښارکي نشرات شروع کړل. 

روبنا راډیو تر ډېره تفریحي او یوه اندازه ټولنیزي خپروني او ساعت واره خبرونه هم لري.  

یاده راډیو د سهار له ۸ بجو څخه د شپې تر نهو بجو پوري نشرات لري. 

اوس يې عمومي مسؤل شېراحمد احمدي دئ. 

فریکونسي: ۱/ ۹۶ اف ام
د ټلیفون شمېره ۰۷۰۷۰۰۸۱۸۳ 

۱۵ – سما ء میوند 

سما میوند راډیو د ۱۳۹۴ل کال د وږي میاشتي پر ۷ نېټه خپل نشرات په کندهارښارکي پيل کړل. 

ددې راډیو اکثره خپروني تفریحي، ټولنیزي، ادبي او سیاسي بڼه لري. 

سماء میوند راډیو هرساعت لنډخبرونه هم خپروي. 

د سماء میوند خپروني سهار له ۷ بجو څخه بیا د شپې تر ۱۰ بجو پوري دوام کوي. 

سیداحمد سالار يې د امتیازڅښتن او وارث عمران يې د نشراتو مسؤل دی. 

فریکونسي : ۵/۹۱ اف ام 

د اړیکي شمېره : ۰۷۰۰۹۵۹۵۹۹

۱۶-  نوې نړۍ

نوي نړۍ راډیو په ۱۳۹۷ل کال د غبرګولي میاشتي پر۶مه  نېټه فعالیت پيل کړ 

ددې راډیو اکثره خپروني تفریحي او ځیني خپروني يې ټولنیز رنګ لري. 

نوې نړۍ د سهار له ۸ بجو څخه بیا د شپې تر نهو بجو پوري نشرات لري. 

سید سرور رسولي يې د امتیاز څښتن او مسؤل مدیر دی.   

فریکونسي:  ۳/ ۹۲ اف ام 

د اړیکي شمېره : ۰۷۰۰۳۴۳۲۹۸

۱۷ –  زما راډیو

زما راډیو په۲۰۱۵م کال د دوهمي میاشتي پر ۲۵مه نېټه په کندهارکي دیوتن ملي سوداګر حاجي عتیق الله په امتیاز خپروني پيل کړې. 

دغه راډیو په (۲۰۱۹م) کال د کندهار ملي رادیوټلویزیون امر نورالله نوري رانیول اوس يې  ښاغلی نوري د امتیاز څښتن او میراجان همدم يې د نشراتو مسؤل دی. 

زماراډيو ټولنيزې، سياسي او تفريحي خپروني لري. 

نشرات يې د سهار له ٧ بجو پيل کېږي او د شپې تر ١٢ بجو دوام کوي.

فریکونسي: ۱/ ۸۹ اف ام 

 د اړيکې شمېره: ۰۷۰۰۳۰۹۱۲۷

۱۸ – پوهنتون ږغ 

یادي راډیو  د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي  تر چتر لاندي د رسنیو په مرکز کي سږکال ( ۱۳۹۹) د زمري په ۲۸مه نېټه نشرات پیل کړل. 

ددې راډیو د امتیاز څښتن  کندهار پوهنتون او  مسؤل مدیر يې رحمت الله حقمل دئ. 

اوس دغه راډیو یوازي د  سهار  ( ۹ – ۱۲ ) بجو خپروني لري

پوهنتون ږغ راډیو   اوسمهال ټولي ثبتي علمي خپروني وړاندي کوي. 

فریکونسي : ۹۲ اف ام 

د اړیکي شمېره : ۰۷۰۰۳۴۳۹۰۵

درنو لوستونکو ! 

د یادو راډیوګانو او ټلویزیونونو ترڅنګ یوشمیر نوري راډیوګاني او ټلویزیونونه هم سته، چي مرکزونه يې له کندهارڅخه دباندي دي، خو په کندهارکي يې خپروني رڼې اورېدل او لیدل کېږي. 

الف – هغه نړۍ والي راډیوګاني، چي په کندهارکي يې هم خپروني پر اف ام میګاهرتز فریکونسي هم اورېدل کېږي

(بي بي سي، ازادۍ، امریکا ږغ، چین)

ب – هغه کابل میشتي راډیوګاني، چي په کندهارکي يې هم خپروني  پر اف ام میګاهرتزفریکونسي وړاندي کېږي

 (ارمان اف ام، اراکوزیا، شمشاد، اریانا، ځوانان، بیان.)

ج – هغه کابل میشتي ټلویزونونه، چي په کندهار کي يې خپروني په عادي انتن رڼې لیدل کېږي: ( ملي ټلویزیون، لمر،طلوع، طلوع نیوز، اریانا، اریانا نیوز، شمشاد، یک، تمدن، نور،خورشید او نورین)

کېبلي شبکې 

په کندهارښارکي د ټلویزیوني، راډيويي او چاپي مطبوعاتو په څنګ کي درې کېبلي څانګي د ( اتل ملت، انسټا او عینو) په نومونو هم فعالیت کوي. 

دغه کیبلې شبکې د کندهار ښار په بیلا بیلو ناحیو کي نژدې ۱۰۰۰ تنه مشترکین لري. 

یاده هره کیبلې څانګه تر ۵۰ زیات بیلا بیل بهرني او کورني ټلویزوني چیلونه ریلی کوي

دغه څانګي هم د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت لخوا رسمي خپرنیز جواز لري. 

پروډکشنونه 

پروډکشنونه هم نشراتي ارګانونه دي او له دې لاري پر مستندو فلمونوسربېره تصویري خپروني، اعلانونه، د فلمونو ژباړي، دوبله ، سندریز او تفریحي پروګرامونه جوړوي. 

اوس په اطلاعات او فرهنګ ریاست کي  نهه پروډکشنونه په دې نومونو 

( سهار، همراز،هیواد، کندهار، پلار، میوند، دنیا او مشعل) ثبت دي

یادو پروډکشنونو په کندهارکي هیواد ټلویزیون او کندهار ملي ټلویزیون ته پر لسهاوو اوونیزوخپرونو سربېره تر سلو زیات هندي او انګریزي فلمونه او ډرامي ترجمه او  دوبله کړي دي. 

همدارنګه د دغو پروډکشنونو لخوا ځیني مستند فلمونه او په لسهاوو سټیج ډرامې هم په لوی کندهار کي وړاندي سوي دي. 

د کندهارمېشتو پروډکشنونو په زیار د ګوتو په شمېر،یوڅو ټلویزیوني سریالونه هم چمتو سوي دي. 

اوسمهال یوازي درې پروډکشنونه فعال اود نورو دروازې د اقتصادي ستونزو له امله یومخ تړلي دي. 

هغه کندهاري چاپي مطبوعات، چي اوس نه خپریږي

هغه چاپي مطبوعات(ورځپاني، اوونیزي، جریدې، مهالنۍ او نور …)  چي د  ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په بېلا بېلو کلونوکي يې په کندهار کي فعالیت درلود، خو د۲۰۱۴م کال راهیسي په تدریج سره د مالي ستونزو له امله یومخ له چاپه لوېدلي دي،چي موږ يې په لاندي ډول یوازي د نومونو په یادولو بسنه کوو. 

ښکلا، اسلامي ډېوه، زر وړانګه، تنده، ودان، ګرداب، سورغر، هڅه، عينو، اسلامي ژوند، نورالهدا، رڼا، هوډ، روغ رمټ، نداء القران، سهار، پيام نور، پنجوايي، مړوند،ميوند، ماشوم ږغ، روهي بهير، خوځښت، پښتنه، غاټول، لمر څرک، ښوونځی، اسلامي لارښوونه، روحاني، بريا، درملنه، انار، روغتيا، سپوږمۍ، ځوانان، د ولس خدمت، کارېز او رښتيا. 

۱۳۹۹ / زمری /  ۸ 

——————- 

ماخذونه 

۱ –  زما شخصي یاداښتونه 

۲-  د کندهاراطلاعاتو فرهنګ ریاست ،د اطلاعاتو امریت د ۱۳۹۹ل کال د رسنیو دوسیه  

۳ –  د طلوع افغان اخبار بیلا بیل کلیکسیونونه

۴- پښتو خپروني لومړی ټوک، لومړی چاپ ، استادحبیب الله رفیع، د چاپ کال ۱۳۵۶ل

۵-  د افغانستان تاریخ او خپروني ،  محمد حلیم تنویر ژباړه زبیر شفیقي، د چاپ کال ۱۳۸۰ل

۶- پژواک خبري اژانس 

۷ –  دکندهار پښتو مجله ، د عبدالباري جهاني مقاله ، افغان سباوون ویبپاڼه 

۸ –  د استاد یاد ، د لوی استاد علامه حبیبي په اړه د مقالو ټولګه د چاپ کال ۱۳۶۴ل 

۹ – ژوري خبري،میزاعالم حمیدي، د چاپ کال ۱۳۷۵ل 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب