چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبد شاعر سلطنتي ساحه| اسمعيل لاروی/ پکتيا پوهنتون

د شاعر سلطنتي ساحه| اسمعيل لاروی/ پکتيا پوهنتون

د شعر او شاعر ساحه مشخصول، ستونزمنه خبره ده او دا هيڅوک په دقيق ډول نه شي ويلی چې سعدي له رحمان بابا دومره لوی دی يا بالعکس. د دومره لويوالي لپاره هيڅ رياضيکي، هندسي، مثلثاتي او فزيکي مقياسي واحدونه نشته. مثلاً د شعر درنښت او لويوالي ته داسې مقياس نه شو غوره کولی چې ووايو، دا غزل، څلوريزه، ازاد نظم… لس، پنځلس يا شل کيلوګرامه وزن لري او يا ووايو چې دومره متره اوږدوالی لري، البته د شعر د ښه والي او بدوالي اړخونه په نورو ابزارو اندازه کولی شو چې هغه دقيق او د بشپړ حد لرونکي واحدونه نه دي، دا په دې مانا چې ښه والي، بدوالي، لويوالي او کم ظرفۍ ته يې نور ظرفونه کارولی شو چې دا ټول ظرفونه پخپل ذات کې نسبي دي. محمد رضا شفيعي کدکني د شاعر د ذات د ساحې معلومولو لپاره يو نمودار يا الګو جوړوي چې څلور لوريو ته د شاعر د فکر، هنر، خلاقيت او په ټوله کې د شعري ځواک سرحدونه مشخصوي. د شعر او شاعر د سلطنت ساحه په دې ډول هم په نسبي توګه معلومولی شو، دا الګو زما خوښه شوه. د دې لوی ليکوال، شاعر او په ټولنيزو رموزو د خبر انسان دا تله له موږ سره مرسته کوي چې د شاعرانو د شعر نسبي سرحدونه او جغرافيې مشخصې کړو. په دې الګو کې د هر وکتور يا خط اندازه چې له مرکزه څومره لرې کېږي، په هغه کچه، په هغه برخه کې د شاعر د لويوالي ښکارندويي کوي.  

دا شکل په دې ډول توضيح شوی دی:

  • صعودي/ هنري او فني ښکلاوې: په دې برخه کې د شعر هغه هنري او فني ځانګړنې ځای لري چې د شعر په مجازي جوړښت کې ترې استفاده کېږي، د بېلګې په توګه تشبيه، کنايه، استعاره، سمبول، تصوير… بيدل په دې اړخ کې بې ساری دی، د هندي سبک نور شاعران هم د هېرېدو نه دي ځکه دوی په فنکارۍ کې تر نورو ډېر وړاندې دي. د بېلګې په توګه د استاذ پسرلي يو بيت د صعودي اړخ لپاره را اخلو:

لمر چې د وخت واړاوه مخ، سيوري يې هم واړول

تلو چې د سپرو په مخ کې اوس له پليو پاتې يو

هغه قافله چې له ختيځه لويديځ ته روانه ده او سهارنی لمر يې هم تر شا دی نو سيوري د قافلې مخ ته روان دي. کله چې لمر د زوال له دېواله(غرمې) اوړي نو سيوري هم د قافلې شا ته پاتېږي، دلته شاعر د شرق د پرتمين تاريخ کيسه راته کوي او وايي، يو وخت موږ د فتحې توغ پر سر لاره، له ختيځه مو قافلې لويديځ ته روانې وې خو کله مو چې د بخت لمر مخ رانه واړاوه نو موږ د هغو سيوري په څېر شوو چې يو وخت د قافلو مخې ته روان وي خو کله چې لمر مخ واړوي، دوی د قافلو شا ته پاتې شي، له سپرو خو څه کوې چې له پليو هم وروسته پاتې يو، دا بيت د ظاهري مفهوم تر څنګ يو اوږد تاريخي پېر پخپله غېږ کې را اخلي او په عين حال کې د بخت کيسه هم کوي، لمر په ادبياتو کې د فلک په څېر هم را څرګندېږي او د تقدير د واکدار په نظر ورته کتل کېږي نو اوس د دې بيت وسعت خپله وګورئ چې له فني او هنري اړخه څومره زورور دی؛

  • عمق/ د انساني عواطفو درلودل: دا لوری د شاعر هغه ذاتي ليدلوری راته ښيي چې دی، تر کومه حده د انسان، حيوان، طبيعت په تباهيو دردېږي؟!، له ښکلاګانو يې څومره متاثره دی؟! بې عدالتۍ او ظلمونه يې څومره ځوروي؟!… د مولانا دا لوری تر نورو بارز دی، په پښتنو شاعرانو کې د کاروان صاحب د سلطنت ساحه دې لوري ته ډېره پراخه ده. عواطف له طبيعته د تاثراتو ښکارندويي کوي.

د کاروان صاحب مشهور بيت دی:

مارغان دې راشي زموږ لپو کې دې ځالي وکړي

غر مو نښتر نه لري، کلی مو چينار نه لري

په دې بيت کې شاعر د خپل طبيعت تباهۍ راته ژاړي، اصلاً شعري عاطفه دا ده چې د غم، خوښۍ، درد… حالتونه او تاثرات د شاعر په ذهن کې له مجسم کېدو وروسته په شعر بدلېږي، په پورتني بيت کې شاعر دا نه وايي چې جنګونو مې کور را وسوزاوه، بې کوره يې کړم بلکې دی د دې پر ځای چې له خپل وضعيته وژاړي، په طبيعت يې زړه سوزي او د مرغانو بې کوري راته ژاړي، په دې بيت کې د عاطفې تله خورا درنه ده؛

  • لومړی افقي خط/ فرهنګي لوری: د فرهنګي لوري تله هغه مهال درنېږي چې شاعر د ټولنې له دين، تاريخ او اساطيرو سره بلد وي، عبدالغفور لېوال هغه پښتون شاعر دی چې دا اړخ يې قوي دی که پنځه منظومې يې ولوستل شي نو زياتره موضوعات يې د اساطيرو له چينې خړوبېږي، مطلب دا چې د ليوال صاحب په څېر شاعرانو د سلطنت ساحه فرهنګي لوري ته زياته وي.

د لام او ايلينو، هوسۍ، سلطان، کک او زرينه او  ارشاک او اوشاس پنځه واړه منظومې که وکتل شي نو اساطيري اړخ پکې خورا ځواکمن دی، دا منظومې له اساطيرو مالامالې دي او هره مصرعه چې لولې، تېرو زمانو ته به دې ستنوي. همدا شان د لېوال صاحب نوره شاعري هم په دې وکتور کې د شاعر له ذاته خورا لرې ساحې را په نښه کوي چې په ټوله کې يې د سلطنت له پراخوالي سره مرسته کوي؛

  • دويم افقي خط/ د ټولنيزو معلوماتو لوری: په پښتو شاعرانو کې دروېش دُرانی هغه کس دی چې د ټولنې له ډېرو رموزو خبر دی، د بېلګې په توګه د پښتنو د غيرت، دوښمنيو، جنګونو، سرتمبګيو… کيسې چې کوي، داسې برېښي چې دا سړی په واقعي مانا ټولنپوه دی، رحمت شاه سايل هم د ټولنيزو رموزو ماهر شاعر دی او په دې اړخ کې شفيعي کدکني هم لوی نوم دی، ما يې چې څومره مقالې او کتابونه لوستي، د خپلې ټولنې او د سيمې د هيوادونو د اوسېدونکو په ټولنيزو روابطو او نزاکتونو ژور پوهېږي

سايل صاحب وايي:

ستا سپورې زلفې، زما وچې شونډې

د دې وطن د غريبۍ نښې دي

يا؛

چې کينې نورو وطنونو له زلمي لويوي

مېندې لېونۍ دي، ناداني دي

د دروېش دُراني دوه بيتونه هم د بېلګې په توګه را اخلو:

لکه په کلي کې چې ټول عمر بې کوره وم زه

په هديره کې هم دغسې بې مزاره ښه يم

چې مزدوري يې تر خوله وچېدو وړاندې ورکړي

دلته تر اوسه خلک دا حق د مزدور نه مني

په وروستي بيت کې که څه هم يو ديني روايت ته اشاره شوې چې د ښه مسلمان په ځانګړنو کې يوه دا هم ده چې مزدور ته بايد مزد تر خوله وچېدو وړاندې ورکړي خو دلته د خپلې ټولنې يو منفي اړخ هم بيانوي چې خلک مزدورې طبقې ته په ښه سترګه نه ګوري او خپل حق يې پخپل وخت نه ورکوي. 

دا څلور لوري د شعر د اندازه ګيري لپاره نسبي امکانات برابروي او کولی شو چې تغيير هم ورکړو، د شاعر موقف په منځ کې راوستل شي او هر لوري ته د هغه د فکري ژورتيا په اړه نسبي حدود وټاکو او کولی شو، د دې څلورو خطونو لوري يوازې د هنري او فني وړتياوو لپاره ځانګړي کړو، د بېلګې په توګه په ترتيب سره هر لوری: تشبيهات، کنايه، استعاره، سمبول. ممکنه ده چې دا خطونه پسې زيات هم کړو او له مرکزي برخې څخه د شعاعوو په څېر هر لوري ته د شاعر د شاعري د پراخوالي په اندازه خطونه ترې بېل کړو او په ټوله کې يې د فکر، هنر او شعري جوهر جغرافيه مشخصه کړو، زه به د افقي دوو ويکتورونو په اړه دومره ووايم چې د دې دواړو تفيکيک يو څه ګران ځکه دی چې دواړه له ټولنې سره اړخ لګوي او د شاعر په ټولنيزو معلوماتو پورې اړه لري.

زه د ډاکټر احسان الله درمل يو څو بيتونه د بېلګې په توګه را اخلم. درمل د هندي سبک پيرو شاعر دی او د دې برخې د شاعرانو صعودي لوری تر نورو پراخ وي، يعنې د هنري او فني لوري تله يې تر نورو هغو درنه برېښي که څه هم د دې سبک شاعران که په نورو پاتې دريو( فرهنګ، ټولنه او عواطف) هر لوري کې کم معلومات ولري نو شاعري به يې پيکه وي او يا يې د هنر لمنه له دې جواهرو تشه وي، په ټوله شاعري کې يې اثرات معلومېږي. بيدل، غالب، شيدا، استاد پسرلی… او د هندي سبک هر بل شاعر که مطالعه شي نو په څلورو واړو لوريو کې د دوی تلې درنې وي خو که بيا د دې څلور واړو لوريو خطونو ته د دوی شعر واچول شي او دقيقه پرتله يې وشي نو د فن او هنر په لوري کې به يې تر نورو اوږد مزل کړی وي. 

د درمل څو بيتونه د بېلګې په توګه دلته سره شاربو:

۱ ) ژوند ته رډ، رډ ګورې خو ويلې لکه شمع نه شوې

زه دې شکمن پر بينايي شوم د نظر خاونده

په ادبياتو کې ويښتيا د ژوند او خوب د مړينې حيثيت لري. شمع د ژوند چارو ته بلېږي، د ژوند چارې يې رڼا ته جاري وي، دا د ژوند د جريان لپاره د ويلي کېدا قرباني ورکوي. شمع که وکتل شي نو د پيلتې ځای يې له پاسه د سترګې په څېر ښکاري، شاعر راته وايي چې دا خو شمع ده چې د ژوند له چارو سره سوزي او ويلي کېږي، دلته شاعر د شمعې له طبيعي ويلي کېدلو ور ها، خوا يو بل ډول ويلي کېدا ته هم اشاره لري چې هغه د ژوند ناخوالو ته په رڼو سترګو کتل دي. شاعر د سترګو خاوند ته په کنايه کې وايي چې زه ستا په دې بينايي شکمن شوم ځکه ته د ژوند دې دومره ناخوالو ته په رډو، رډو سترګو ګورې خو بيا هم نه ويلي کېږي که سترګې دې لرلی خو د شمعې په څېر بايد ويلي شوی وای. دې بل بيت يې هم خوند راکړ، دلته تشبيهي نازکي او کيف ته وګورئ:

ودرېده زموږ پر زړو د عشق د انقلاب جنډه

ته پر بام ولاړه وې، سيلۍ دې شال وهلی و 

۲ ) ما ته د خضر عمر غواړي خو جدا له تا نه

دا خو ښېرا شوه او هغه هم د دعا په رنګ

زموږ ديني روايات راته وايي چې حضرت خضر عليه السلام په دې دنيا يوازېنی کس دی چې د زيات عمر درلودونکی دی. د خضر ع په باره کې ويل کېږي چې پيغمبر او يا هم نيک بنيادم دی، د ده په اړه ديني روايات راته وايي چې په کومه خاره او وچه ساحه کې به يې ناسته وکړه، هغه سيمه به زرغونېدله او عمر يې د موسی ع له وخته تر اخرالزمان پورې دايمي ښودل شوی دی، د آب حيات او د خضر د چينې زيات ذکر کوو او دا له ديني رواياتو او اساطيرو سره د شاعر د بلدتيا اړخ دی چې موږ ته د ديني رواياتو او اساطيرو له ادرسه غږېږي، زياتره تلميحي ادبيات همدا اړخ لري. د درمل دا بيت هم درسره ولولئ او د دې اړخ مشاهده پکې وکړئ! 

د عشق بېماره هسې لار د مسيحا مه څاره

يوازې مرګ کوي پوښتنه د رنځور دلته

۳ ) حرص د تجمل مګر په مرګ هم نه پرېږدي حريص

کور خو به يې هيڅ نه پوښتې ګور يې د مرمرو و

په دې بيت کې د شاعر ټولنيزه مطالعه او مشاهده درک کېږي، زموږ د هيواد زياتره چپاولګر په نهايي کچه حريص ول/ دي. شاعر راته وايي چې دلته به د حريص د هغه حرص په اړه پوښتنه نه کوې چې له ځاني تجمل، ښکلا او دبدبې سره يې لري. زه چې د جهادي رهبرانو او يو نيم وطنپال اتل قبر ګورم نو د دې بيت مفهوم مې سترګو ته ودرېږي، زورور خلک دي مړه شول خو له زوره ونه لوېدل چا پر بشپړه غونډۍ پښې غځولې، چا بشپړ ښارګوټی نيولی وي، ځينو په مرګ هم د برېښنا په قرض سترګې پټې وي نو داسې غوري دي. لنډه دا چې دا موږ ته د شاعر د ټولنيزې مشاهدې بيان کوي؛

۴ ) اوس يې ده ګوته د اتوم په سره توکمه ايښې

لاړ هغه وخت چې د انسان وسله وه ګل عشقه

دلته د شاعر د عاطفي انداز ننداره کوو، شاعر د دنيا په خلکو زړه سوزوي او عشق ته فرياد کوي چې انسان خو يو وخت مينه کوله، عشق يې لاره او که يو و بل يې وېشتو هم نو ويشتل به په ګلونو ول خو اوس هغه زمانې لاړې چې موږ يې يوازې په خوبونو کې وينو، د ګل ځای د اتوم توکمې نيولی دی چې عالمونه تباه کوي. 

پورته بيتونه که په ځير سره ولوستل شي، د درمل نور اړخونه هم په شعر کې درانه دي خو د شعري فن او هنر اړخ يې ما ته تر ګردو ځواکمن ښکاري او او که شعري ساحه يې اندازه کوو نو داسې به يې اندازه کوو:

که چېرته موږ دې محراقي برخې ته خوشال يا لنډۍ راوړو نو ساحه به يې خورا پراخه وي، ښايي په هيڅ وکتور کې به بل پښتون شاعر د دوی تر حده خپله ساحه ونه رسوي، دا ساحه د نورو ژبو او ملتونو د لويو شاعرانو هم ښايي د خوشال او لنډيو په څېر شي. د بېلګې په توګه د حافظ، غالب يا جبران مقام که دې منځنۍ برخې ته راوړل شي نو دوی ښايي د خپلو ژبو د نورو شاعرانو په پرتله تر ګردو لويه ساحه ونيسي.

هر شاعر خپله ساحه لري، شفيعي کدکني همدا موضوعګانې په ډېر ښه ډول په ادوار شعر فارسي( از مشروطيت تا سقوط سلطنت) کې شاربلې، موږ خو د شعر په ډېرو رموزو نه پوهېږو، هسې کله، کله خپل د خوښې شاعران مطالعه کوو، نه مو مسلک دی او نه دومره زيات پرې پوهېږو. هغه څوک چې په ادبیاتو کې په کره کتنه او نقد کې لوی لاس لري که د پښتو شاعرانو شعرونو ته داسې کتنې وکړي، ښه به وي. دوی کولی شي چې د هر خط يا مسير لوری په لا دقيق ډول اندازه کړي، مثلاً عددونه ورکړي، د هنر و فن لوري داسې اندازه کړي چې هره هنري ځانګړنه لس نومر واخلي، تشبيه، تصوير، کنایه، استعاره، سمبول… د فرهنګ لوری: مذاهب، فرهنګ، اساطير… ټولنپوهنه: دودونه، انساني عادتونه، روانې ټولنيزې چارې او جريانات… عواطف: له طبيعت تاثره، له متافزيکي عالم سره ارتباطات، له انسان سره مينه… نو دا ويکتورونه چې نور او لا په ښه ډول تشريح کېدی شي، د شاعرانو د سلطنتونو ساحې راته ښيي او له هغو جغرافيو سره مو لا ښه بلدولی شي چې لوی شاعران پکې حاکم دي. 

اسمعيل لاروی/ پکتيا پوهنتون 

1 COMMENT

  1. رشتیا هم شه معلومات وو لاری صیب . بله دا چې ډيری وخت موږ په شعر باندي يا د يوه شاعر په شعري دنيا باندي يو ډول تبصره کوو خو د هغه مطلب ترې بل ډول وي لکه دا لاندي بیت
    دا خو ته يې چې د هر چا په غيږ کې پروت يې
    کني ستا لایکه نده د هر چا غيږ
    متاسفانه چې په پښتو ادب کې دغې برخي ته کار نده شوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب