پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهناټو : د سولې د خبرو بريا د تاوتریخوالي په کمښت پورې...

ناټو : د سولې د خبرو بريا د تاوتریخوالي په کمښت پورې تړاو لري

تاند(شنبه، د عقرب ۱۰) په کابل کې د ناټو ملکي استازي سټيفانو پونتیکورو ویلي چې په دوحه کې د بین الافغاني خبرو د پرمختګ پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ د تاوتریخوالي دوام دی.

نوموړي زیاته کړې، طالبان باید په خپلو ژمنو عمل وکړي او تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي.

هغه د ولسمشر له دویم مرستیال سرور دانش سره په لیدنه کې ویلي، چې د دوحې خبرې په هغه صورت کې بریالۍ کېدی شي چې دواړه اړخونه نرمښت وښیي او یو بل په ټوله مانا درک کړي.

پونتیکورو دغه راز د بیان ازادي، د ښځو حقونه، مدني ارزښتونه او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو ساتنه د ټولو افغانانو غوښتنه بللې ده.

نوموړي هيله څرګنده کړې،چې ټول ښکېل هېوادونه باید هڅه وکړي چې د بین الافغاني خبرو پر وړاندې پراته خنډونه لرې او افغانستان تلپاتې سولې ته ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...