دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: هلمند کې د طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال ملا امان...

دفاع وزارت: هلمند کې د طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال ملا امان الله ووژل شو

تاند (شنبه د عقرب ۹) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په هلمند کې په یوه هوايي برید کې د طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال ملا امان الله له خپلو اتو ملګرو سره یو ځای وژلی دی.

د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملا امان الله او ملګري یې د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ په خسرآباد سیمه کې وژل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې افغان ځواکونو تېره ورځ په دغه سیمه کې عملیات وکړل، چې پر مهال یې د هلمند لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال ملا امان الله چې شبکه یې شفیق نومېده له خپلو اتو ملګرو سره یو ځايي په هوايي برید کې و واژه.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس په دغه هوايي برید کې د طالبانو یو لوکسل موټر، څلور میله کلاشنکوفونه، دوه میله درازنوف او ۲ پایې اېکم مخابرې هم له منځه وړل شوې دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو ټوېټ پیغام کې ویلي، چې د افغان ځواکونو له لوري په هلمند کې د امان الله په نوم وژل شوی کس ددې ډلې پورې تړاو نه لري.

په ورته مهال د ملي دفاع وزارت وايي، چې د اروزګان په دهراود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې ۱۴ طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي او دغه راز د دوی درې پتڼځایونه هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله تبصره نه ده کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب