یکشنبه, مې 19, 2024
Homeټولنیزپه زده کړو کې د عملي کار اهمیت | ډاکټر عطاالله زيارمل

په زده کړو کې د عملي کار اهمیت | ډاکټر عطاالله زيارمل

((څه چې اورم، هغه مې هېرېږي. څه چې وینم هغه مې یادېږي. څه چې کوم، هغه مې زده کېږي.))

دا پورته وینا د یو نامتو چینايي ښوونکي او فیلسوف ده، چې کانفوسیوس (Confucius) نومېده او له میلاده ۵۵‍۱ کاله مخکې زېږېدلی وه. نوموړي د پوهنې او زده کړې په اړه ډېرې ژورې خبرې کړې دي چې تر اوسه هم په تعليمي کړیو کې د هغه له ویناوو څخه د تعليمي پروګرامونو په جوړولو کې ور څخه د الهام بښوونکو خبرو په څېر ګټه اخیستل کېږي او د همدې برخې کار پوهان ور څخه اغېزمن کېږي او هم پوره درناوی ور ته لري.

د هغه د نورو ویناوو په څنګ کې دلته پورته ذکر شوې وینا ډېره په زړه پورې ده.‌ که موږ وګورو د نوموړي په وینا کې ډېر څه پراته دي. په دې وینا کې هغه د زده کړې میتود ته په ډېره ساده ژبه اشاره کوي. که ښه ور ته ځیر شو نو رښتیا هم یو علم او مهارت یوازې بل ته په غوږ نیولو سره نه زده کېږي. که فرضاً زده هم شي نو د لږ وخت لپاره به وي، خو بیا ژر بېرته هېرېږي. که د هغه مهارت په اړه له اورېدلو وروسته یو بل کس وکتل شي چې هغه مهارت تر سره کوي، نو بیا د هغه مهارت په یادولو کې له زده کوونکي سره نوره مرسته هم کوي، خو دغه یادول بیا هم تر هغه پورې نیمګړی شمېرل کېږي چې په خپله زده کوونکی د دې توان پیدا نه کړي چې هغه مهارت په خپل لاس تر سره نه کړي. نو که هغه مهارت بیا بیا تر سره کړي نو لاس یې ورباندې ګرځي او بیا یې د تل لپاره په ذهن کې پاتې کېږي او په خپل ژوند کې ور څخه سمه ګټه ترې اخیستلای شي.

په دې کې به څوک شک و نه کړي چې له زده کړې پوره ګټه هغه وخت ترلاسه کېدای شي،‌ چې یو کس دا توان پیدا کړي چې هغه یو مهارت په خپل لاس تر سره کړي. نو همدا د توان پیدا کېدل د ښوونې او زده کړې هدف دی. ځکه چې موږ په خپل ژوند کې تل همدا کوښښ کوو چې خپل مهارتونه او پوهه نوي نسل ته انتقال کړو،‌ د همدې موخې لپاره خپل اولادونه ښوونځیو ته لېږو او ډول ډول لګښتونو ته یې غاړه ږدو، خو باید په یاد ولرو چې د یو مهارت او په ټوله کې د پوهې انتقال له یو نسل څخه بل نسل ته یوازې په خبرو او یا هم د ویډیويي موادو په کتلو نه شي تر سره کېدای، ترڅو پورې چې زده کوونکي او د مهارت علاقه مندان په خپله لاس په کار نه شي او د هغه مهارت تر سره کولو ته مټې را و نه نغاړي، چې دوی یې د زده کولو هوډ کړی دی.

 په نتیجه کې ویلی شو چې ټول ښوونکي او هم پلرونه او میندې باید دې ټکو ته پام وکړي چې خپلو شاګردانو او هم ماشومانو ته د دې زمینه برابره کړي چې یو مهارت په کولو سره زده کړي نه دا چې یوازې په ډېرو خبرو باندې اکتفا او بسوالی وکړي. د دې زمینه ور ته برابره کړي چې یو شی جوړ کړي او بیا یې نورو ته وښيي. د همدې موخې لپاره د رول لوبول او د ورځني عملي ژوند سره د درس نښلول د درس په زده کولو کې ډېر مهم دي.‌ که شاګرد په دې پوه شي چې دغه درس له ما سره په عملي ژوند دا ډول مرسته کولی شي نو بیا د هغه درس زده کول خپل فرض بولي او غواړي چې په هغه باندې ځان پوه کړي او هم یې ښه زده کړي. خو که شاګرد په دې پوه نه وي چې یوه موضوع د هغه/هغې له ژوند سره هیڅ تړاو نه لري نو بیا ور ته هسې د وخت ضیاع ښکاري او په زده کولو کې یې ناغېړي کوي.

که له بل اړخه وګورو نو نن سبا په اکثرو هېوادونو کې د ښوونې او روزنې سیستم ډېر بدلون موندلی دی او شاګردانو ته داسې مواد ورکول کېږي چې هغوی یې په کور کې په خپله خوښه هغه مواد ولولي، وا یې وري، ویې ګوري او بیا یې د یوې پروژې په ترسره کولو خپل ټول مهارتونه ښوونکي او نورو زده کوونکو ته وښيي.

ضرور نه دی چې موږ او تاسې دې ته لاس تر زنې کښېنو چې بس دا دی امکانات نشته. خپل ځان په دې تېر باسو چې ځه موږ سره امکانات نشته کنه دا ټولې خبرې خو ښې ښکاري. مهمه دا ده چې په شته امکاناتو باندې د همدې هدف په لوري تګ مهم دی. که د امکان تر حده په عملي کار سره شاګردانو ته د زده کړې زمینه برابره نو هغوی بیا کولی شي چې له ځانه نوښت وښيي او په علمي برخه کې له نورو سره سيالي وکړي کنه یوازې به د نورو خولې ته ناست وي. هیله ده چې ښوونکي او والدین په پوره حوصلې سره پورته خبرو ته پوره پام وکړي ترڅو د خپلو شاګردانو او اولادونو د علمي سویې په لوړولو کې خپله اغېزمنه ونډه واخلي. د شاګردانو د علمي سویې په اوچتولو کې د ښوونځي او ښوونکو تر څنګ د والدینو مسؤلیت دی او باید خپل دغه مسؤلیت ته په ښه توګه پاملرنه وکړي کنه ستونزمنه ده چې اولادونه به یې په راتلونکې کې ښه وځلېږي.

ماخذ:

https://www.open.edu/openlearn/education

2 COMMENTS

  1. سلام
    کنفوسیوس وایی چې زده کړې /تعلیم او تربیه په یوه ټولنه کې د شا دهډوکو اهمیت لری څومره چې دغه هډوکی غښتلی او استواره وی هغومره بدن نور غړی ورسره ښه کار کولی شی نوموړی د هویت اوپېژندګلوی معیار هم له همدې خای را اخلی هغه وایی چې یو انسان له خپل خان څخه هر څه جوړولی شی یعنی هرکار کولی شی مګر یوکار نشی کولئ چې له خپل پوټکی خان بهر نشی ښودلی . فلهذا زموږ دتولنی اوږد بیچلی وچ سیاست دپوهنې اوپوهنیزه سیستم په څپېړه وهلی کچه یې له ستاره افغان او د ډیر متدوا له احساساتی تلوېژنی پروګرامو نو کې له ناوړه زمزمو را څرګندیږی چې دپوهې ښکلا نه لری! له بل هېواد سره خو دمقایسې وړپه هېڅ صورت نه دی.
    وایی د ریاضی یوه استاد له یوه زده کونکی څخه پوښتنه وکړه که چېرې ستاسې پلار کوم حاجتمند ته سل دالره
    سود باندی قرض وړکړی نو دکال په پای کې به ټولې څومره دالر تر لاسه کړی؟
    هلک وویل یوسل اوڅلوېښت استاد به غصه شو او هلک ته یې وویل ته په حساب نه پوهېږې.هلک وویل زه په حساب پوهېږم مګر تاسې زما پلار نه پېژنۍ.

    • مننه شریف زاد صیب، دغه فیلسوف په رښتیا هم ډېرې د کار خبرې کړې دي او تر ننه په تعليمي ډګر کې د هغه له فکر او ویناوو څخه ګټه اخیستل کېږي. تاسو ډېرو ښو ټکیو ته اشاره کړې ده.
      په هېواد کې د تعليم د کیفیت د ښه کولو په لاره کې لکه چې لازم دي داسې څوک کار نه کوي. که په دې برخه کې هدفونه مشخص شوي وای او هر کال د هغو هدفونو ارزیابي کېدای نو ممکن موږ په دا تېرو کابو نوولسو کلونو کې ډېر څه لرلای، خو له بده مرغه زموږ د ښوونې او روزنې وزارت تل د سیاسي ډلو تر منځ د مبارزو ډګر ګرځېدلی او تر ننه ور کې مسلکي خلک نه دي پرېښودل شوي چې وطن ته کار وکړی او د راتلونکی کول د ښه تعليم او په حقیقت کې د یو باکیفیته تعليم لپاره کار وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب