شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد راډیویي خپروونو ژبه| اسدالله غضنفر

د راډیویي خپروونو ژبه| اسدالله غضنفر

په افغانستان کې اوس په یو شمېر نړیوالو راډیوګانو سربېره په شلګونو داخلي راډیوګانې فعالیت کوي. یو وخت ګومان کېده چې تلویزیون به راډیو ختمه کړي خو څرنګه چې راډیو ارزانه ده، راډیو بې برښنا هم چلېږي او لا مهه دا چې له راډیو سره د بل کار کول مثلا د موټر چلول ، د یوې کول یا د پخلي کول اسانه دي، نو راډیو ختمه نه شوه او تر نامعلومې آیندې پورې به د خبرونو، معلوماتو او تفریح یوه مهمه ذریعه وي.

د راډیویي خپروونو د کامیابي لپاره یو شرط دا دی چې کامیابه ژبه ولري. د راډیو لپاره د کامیاب سبک مهمې ځانګړنې دا دي:

۱- ساده لغتونو ته توجه پکار ده.

په داسې ټولنو کې چې نالوستي پکې زیات دي، دغه اصل لا زیات اهمیت مومي. البته،لوستي خلک هم تر پېچلي لغت اسانه لغت په اسانه اخلي او خوښوي یې.
۲- لنډې جملې تر اوږدو جملو غوره دي.

په اوږدو جملو کې له اورېدونکي څخه ممکن د خبرې د سر او اخر ارتباط ګډوډ شي.

۳- د راډیو ژبه دې غیراستعاري وي. له کنایو، استعارو، تجنیسونو او ګڼو نورو ادبي ذریعو څخه اوریدونکي ممکن مختلفې معناوې واخلي او بله دا چې اکثره کسان یې شاید په مفهوم پوه نه شي.

۴- ژبه دې بې طرفه وي. مثلا موږ به دا نه وایو چې پلانی ظالم دی، بلکې د هغه د ظلم په اړه که مستند معلومات لرو، هغه به خپروو.

۵- په اکثرو معتبرو رسنیو کې د نومونو د اخیستلو طریقه دا ده چې اول به د یو چا پوره نوم اخلو او په دوهم او دریم ځل به ورته ښاغلی یا آغلې وایو او تخلص به یې یادوو. مثلا اول به وایو چې ولسمشر حامد کرزي وویل ، خو په دوهم ځل به لیکو چې ښاغلي کرزي زیاته کړه… ځینې معتبرې رسنۍ دا غوره ګڼي چې له پوره نوم سره ښاغلی ، صاحب یا د درناوي بله کلمه رانه وړي.

۶- عددونه که څه هم متن مستند ګرځوي خو ډیر استعمال یې د راډیو د اوریدونکي زړه په تنګوي. عددونه او په تیره بیا اوږده عددونه د اوریدونکي په ذهن کې په اسانه نه کښیني او د مطلب پوهیدا مشکله ګرځوي. هغه متن چې د لوستلو لپاره لیکل کیږي، د عددونو زیاتوالی او بیا بیا والی پکې مشکل نه جوړوي خو د اوریدلو په وخت د عددونو بیا بیا راوړل مناسب نه ګڼل کیږي.

۷- کلیشه شوي عبارتونه او ترکیبونه د راډیویي ژبې اغیز کموي او ډډه ورنه پکار ده. کلیشه معمولا هغه عبارت، ترکیب یا په مجازي معنا راوړل شوي ویي ته وایي چې په اوله کې یې ښکلا او جاذبه لرله خو څرنګه چې د خپلې ښکلا په وجه بیا بیا تکرار شو نو د خلکو زړونه یې ووهل او اوس لکه له موده لویدلی لباس چې اغوندو، په ذوقونو ښه نه لګیږي.

په اوله کې چې د یو کار د ختمیدو لپاره د ( پای ټکی ایښودل ) عبارت جوړ شو، ډیر تازه او ښکلی و، خو اوس د تکرار په وجه هغه لومړۍ ښکلا ور پاتې نه ده. اوس که خاص مجبوریت نه وي، بهتره ده نوموړی عبارت استعمال نه کړو.

هغه کلمې چې په اصلي معنا کې استعمالیږي، د کلیشه کیدو مرض ورباندې نه لګېږي یا لږ لګېږي خو هغه کلمې چې په مجازي معنا کې د خپل ښایست په خاطر استعمالیږي، د تکرار تاب نه لري. موږ هره ورځ د ( کابل ) کلمه اورو او سولیدلې یې نه احساسوو خو که ( د هیواد زړه ) یې وبولو، تکرار شوی عبارت به راښکاره شي. ځکه دا وروستی عبارت مجازي دی.

په وروستیو وختونو کې د ( یوه نړۍ مننه ) عبارت عام شوی دی. دغه عبارت په اوله کې د خپل ښایست په خاطر توجه جلب کړه خو اوس که یې بیا هم استعمالوو، ممکن د ژبې په بې خونده او سولیدلي استعمال باندې تورن شو.

۸- روانه ژبه: د راډیو یا تلویزیون لپاره لیکل شوی متن باید سټډیو ته تر تلو له مخه په لوړ اواز ولولو ، که د هرې جملې د ویلو په وخت مو په ژبه فشار راته، معنا یې دا ده چې لیکنه سلیسه نه ده. د سلیسې لیکنې ویندویي اسانه وي او په غوږونو ښه لګیږي. که زه ولیکم چې : د کندز زمرد ، ویل به یې سخته وي ، نو بهتره ده چې تغییر پکې راوړم . مثلا ولیکم: په کندز کې زمرد ، یا په کندز کې پیدا شوي زمرد یا داسې بل عبارت چې معنا ورسره بدله نه شي خو په ویلو کې اسانی راولي.

۹- د راډیویي متن د کلمو، جملو او پارګرافونو تر منځ منطقي تړاو پکار دی. که زه ولیکم چې : (یوې لویې، سړې او تیاره خونې ته لاړم. ) دلته د کلمو منطقي ترتیب سم نه دی، ځکه کله چې دا رنګه خونې ته ځو نو اول تیاره، بیا یخني او ورپسې لوی والی احساسولای شو. البته، دغه مثال په هنري او عالي نثرونو کې د تطبیق وړ دی خو ما د دې لپاره راوړ چې د کلمو، جملو او پارګرافونو د ترتیب په اړه یو تصور ولرو.

۱۰- په راډیویي ژبه کې تر څلور سوه اووه نوي زره درې سوه شپیته، د کابو پنځه سوه زره عبارت بهتره دی. ځکه اوریدونکي ته یې په ذهن کې سپارل اسانه دي.

۱۱- په اوله کې مخففات له پوره نوم سره اخلئ، مثلا ډبلیو، ایچ ، او یعنې د روغتیا نړیوال سازمان وایی…

۱۲- لقبونه او اصطلاحات یو ډول لیکئ. مثلا داسې مه لیکئ چې یو ځل د ملت بابا ووایو، بیا یې محمد ظاهر شاه کړو، بیا یې پخوانی پاچا وبولو … دا کار ممکن ابهام پیدا کړي.

۱۳- نا اشنا ځایونه، کسان او مفاهیم خامخا معرفي کوئ. مثلا باید ولیکو چې ګرین هاوس ګازونه یعنې هغه ګازونه چې په ځمکه کې د حرارت د ایساریدو سبب کیږي… له دې او ان یو څه لا مفصلې شرحې وروسته که ګرین هاوس یا ګلتونیز ګازونه لیکو یا کوم بل نوم ورکوو، پروا نه کوي.

۱۴- د ضمیر په استعمال کې یو څه احتیاط پکار دی. ځکه ممکن د اوریدونکي همیشه ورپام نه شي چې څوک ښیو.
۱۵- خپل نظر به متن ته نه ورشاملوو. مثلا دا به نه لیکو چې د افغانستان په ښوونځیو کې ماشومان وهل کیږي، بلکې لیکو به چې د ځینو کسانو په قول او لا بهتره خو دا ده چې ولیکو د پلاني په قول…

۱۶- ګونګ او مبهم قیدونه اوصفتونه یا هغه صفتونه چې د یوه شي ارزښت ټاکي، د راډیویي نثر لپاره نامناسب دي. مثلا نسبتا لوی کور( تر څه شي لوی؟ ) ، ښکلې نجلۍ ( ولې ؟ ممکن بل ته ښکلې نه وي.) تر دغو عبارتونو د راډیو او بلکې هر ښه نثر لپاره دغسې عبارات غوره دي: شپږ بسوې کور او غنمرنګې نجلۍ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب