پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeروغتیاکبان د زړه د ناروغیو درمل دي

کبان د زړه د ناروغیو درمل دي

تاند- د بریتانیا په لیستر پوهنتون کې شوې څېړنې ښيي چې د کب پروتین د زړه او د زړه د رګونو د ناروغیو د درملنې لپاره ګټور دي.

څېړنې وايي چې په کبانو کې موجود پروتین د قلبي ناروغیو او د وینو د رګونو د بندېدو له درملنې سره د مرستې ترڅنګ د مغزي سکتې، د زړه د حملې او د زړه د بې کاره کېدو له مخنیوي سره هم مرسته کوي.

د کبانو پروتین، چې پېټید هم ورته وايي، د ځینو هیوادونو په پلورنځیو کې پلورل کېږي.

تر دې مخکې د امریکا د زړه د ناروغیو ټولنې ویلي و چې د کب پروتین نااشباع شوي غوړ او امیکا ۳ غوړ اسیدونه لري چې ټول د زړه لپاره ګټور دي.

دې ټولنې خلکو ته سپارښتنه کړې چې لږ ترلږه په اوونۍ کې دوه ځلي کب وخوري.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...