پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeکالمونهځلاندد کابل میوزیم| ډاکتر ځلاند

د کابل میوزیم| ډاکتر ځلاند

کابل، د تاریخ په اوږدو کې د مختلفو تمدنونو مرکز ( ټاټوبی) پاتې شوی دی. کابل له عبرت، نوښت او زده کړې ډک لرغونی تاریخ لري. د زمبورک شاه دیوال، د کابل بالاحصار، د ارګ ماڼې، دارلامان ماڼۍ، تاج بیګ ماڼۍ، د فتح الله کلا، د بې بې مهرو تپه، د نادر خان تپه، د زاړه کابل سیمه، شور بازار، تیمور شاه مقبره ( تیمور شاهي)، د عبدالرحمان خان مقبره، د بابر بڼ، د بابر مقبره، نو ځکه خو باید له کابل ښاره یو وخت دیوال تاو شي او په ټول ښار د تاریخي ارزښت له مخې د میوزیم لوحه را ځوړنده شي. دې ښار پخپل وخت کې ستر تمدونونه زیږولي، زموږ د پاره یې په زړه پوری تاریخ پریښی دی، موږ یې په سترو کارنامو نازیږو، نړۍ ته یې په ځغرده او غرور وړاندې کوو. د کابل د ښکلا کیسې هم ډیرې مشهورې دي، د کابل د هوا زړه را ښکونکې ښکالو هم ډیرې خبرې له ځان سره لري، چې تل یې بهر میشتې افغانان پخپلو مجلسو کې ستایې. هسې ما ویل ددې ښکلي ښار، د ښکلي تمدن او ښکلي هوا ساتنه موږ څومره په احتیاط کړي؟ ځکه له موږ وروسته کوم نسلونه چې راځي، هغوی ته به موږ او زمونږ همدا پېر تاریخې ارزښت ولري یا نه؟

له بده مرغه، معاصر افغان د کابل پورته ذکر شوي ارزښتونه ټول تر پښو لاندې کړي دي. د کابل بالاحصار ړنګ شوی دی، د لیدو کتو یې څه ندي پاتې، د فتح الله کلا اوس د اوسیدو سیمه ده، زمبورک شاه دیوال را غورځول شوی دی او په اوږد کې یې کورونه جوړ شوي، حتی ګڼې لارې یې لا هم په ماینونو پوښلي دي، زوړ کابل اوس د پوډریانو او کفتر بازانو په مرکز بدل شوی، شور بازار بې شوره او ځوږه دی، شیر پور په شیر چور بدل شوی، تپې مو په مقبرو بدلي کړې دې او بلاخره د کابل هوا دومره ککړه شوي چې که په شنه سهار یا ناوخته ماښام ورته ځیر شئ، نو د کابل په سر د ګرد، غبار او دوړو داسې یو پوښ به ترسترګو کړئ، لکه د زاړه سړی په سر توره چترې.

د کابل په ښار کې وروستیو بې پلانه  او بې نقشې کورونو، ښار ګوټو، اسمان څکالو جوړښتونو داسې بد رنګي رامنځته کړي چې په ښار کې له ګرځیدا د سړې زړه را ډک شي، زما ګڼ ملګري چې له نورو ولایتونو کابل ته راشي، په کابل کې له پاتې کیدو ډډه کوي، وایې ډیر زړه تنګی ښار دی؟

د کابل چارواکې هم د ټولو پخوانیو چارواکو په خلاف د کابل په بدر نګیو پسې را اخیستي ده. ددې پر ځای چې د کابل ښکلا ته کار وکړئ،  ورځ  تر بلي د لارو په سر د اوسپنیزو او سیمټې بندونو په جوړیدا، د پولیسو د تلاشیو په بهانه د پوستو او چیک پوستونو بدرنګې جوړښتونه او د بې حسابه او بې کنترول ترافیکو له امله کابل نور په لویه کې د ښار بڼه یو بې عنوانه او بې مضومونه ځنګل ته پریښې ده، چیرته چې د ونو پر ځای لوړ بد رنګه سیمټې جوړښتونه، د حیواناتو پر ځای ګړندې بې لګامه موټرې ګرځي.

د کابل چارواکې که همداسې له ښاره او ولسه بې پروا د ارګ په میوزیم کې د ولاړو بوتانو او بې نوښته مجسمو په شکل ژوند وکړي، ژر دی چې ددې ښار اوسنۍ بڼه یو ځل بیا د سیمې او هیواد د بد رنګۍ لامل وګرځي. تیره ورځ مې یو وار بیا د کابل میوزیم له انګړ څخه لیدنه وکړه، چیرته چې د کابل او ګران افغانستان له دوه څخه تر پنځو پیړیو پخوانې ( له میلاده مخکې) تاریخې اثار خوندي شوي دي. هر اثر یې د ځانګړي پیغام لرونکی دی، هر اثر یې ځانته یو پرمختګ او تمدن په ځان کې نغاړي، د بودا جوړښتونه، د وخت سیکې، د جګړې وسایل، د خوراک، څښاک لوښې، د سینګار ګاڼې لنډه دا چې له موږ مخکې دلته ډیر با تمدنه، ارام او بشردوسته انسانان اوسیدلي دي، داسې خلک چې موږ ته یې له ځانه ښکلا او د ژوند پیغام پریښی دی.

هر دهلیز او خونه ته چې سړی داخلیږي، په وړاندې یې وړې او غټې مجسمې شنه خندا کوي، سړی وننګوي، چې تاسو خو د ټکنالوجۍ په عصر کې ژوند کوي، څه به له ځانه پریږدي، څوک به مو یاد  کړي، څه به درنه په میوزیم کې خوندې شي؟

اوسنې حالت ته چې ګورم، د مرګ پیغام، د کرکې ناره، د وروسته پاتې والې څرکونه او د بې وطنه ژوند هره شیبه راته په ځان او ژوند د ژړا او خندا سبب ګرځي. د کابل میوزیم د تاریخي (افغان) د لیدو او کتو له امله په وار وار ورتګ ارزي. د کابل میوزیم په ځان پورې د راتلونکې خندا او د  حال د ژړا د پاره په کتو ارزي. د کابل میوزیم یواځې د پنجشنبې په ورځ ټوله ورځ او د جمعې په ورځ له دولس بجو وروسته بند وي، د اونې په اوږدو که هر څوک د شلو افغانیو په بدل کې ( د جمعي په ورځ وړیا) ورتلای شي. کابل میوزیم ته لاړ شئ په ځان پورې خندا او دراتلونکې ژړا تر غوږه کړئ.

یا ربه توفیق

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب