شنبه, اپریل 27, 2024
Homeکالمونهځلاندخلیلزاد،  د وایسرای مونټ بټن (Mountbatten) په رول کې!؟

خلیلزاد،  د وایسرای مونټ بټن (Mountbatten) په رول کې!؟

درنو دوستانوپه دغه لیکنه کې لوستلی شي :
دشورویانو له بریده راپاتې خونړی میراث،چې بیا دنړۍ یوه بل خونړي ښاماردبېوځلو افغانانوپه وینوو خپلې ناپاکه داړې سرې کړې، مشرف ته دخلیلزادډالۍ ، دکیاني ، جوبایډن، کرزي اوصالح ناندرۍ، لشکرې طېیبه، هالبروک، کایډه، کیاني سره دکرزي پټې خبرې ، دډېیوس اواسامه داستان، کرزی دواک په وروستېیو کې، القاعده اوپاکستان …
لومړۍ برخه استادشهسوارسنګروال
خلیلزاد د امریکا د سفارت په یوې اوسپنیزې ودانۍ کې، چې له درې ټیلر ډوله اوسپنې جوړه وه اوسېده.
دی د کرزي یو پخوانی دوست وه او پخپلو کې به په پښتو، پارسي او انګلیسې ژبو غږېدل. ده به په ورځ کې دوه یا درې وارې کرزي سره لیدل.
د خلیلزاد “د دفتر مشر مک ګاون” به ویل موږ نپوهېوږ چې دوی پخپل منځ کې څه وايي؟
خلیلزاد به تل د کابینې په غونډو کې ګډون درلود او داسې فکر کېده لکه دی چې د همدې کابینې غړی وي.
تل به ده د C.I.A استخباراتي چینلونو یا دهغه جاسوسانو د کابینې پایلې او پریکړې لوستلې.
یوازې خلیلزاد هم نه وه، چې په دولت کې د ځواک او واک څښتن وه، بلکې C.I.A او د دوئ جاسوسان هم د واک څښتن ول.
د مثال په ډول، انجینر عارف او یو شمېر پنجشیریان دومره ځواکمن ول، چې د C.I.A له سلا پرته چا یې د بدلولو صلاحیت نه درلود.
عارف او یو شمېر قراردادیانو له امریکا، بریتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، استرالیا او نورو هېوادونو سره اړیکې جوړې کړې وې. C.I.A په ۲۰۰۲ -۲۰۰۳ کالو په موده کې دغو جاسوسانو ته ۶،۵ میلونه ډالره حق الزحمه ورکړې وه.
کله به چې کرزي وغوښتل چې عارف له دندې ګوښه کړي نو بیا به C.I.A مخالفت وکړ او ددې لامل دا هم وه، چې پنجشیري وسله والو په آریانا هوټل کې د C.I.A ساتنه کوله.
د عارف سیال امرالله صالح و، کرزي دا غوره وګڼله چې د پنجشیري پرځای پنجشیری وټاکي دا ځکه هغه هم له سي آی اې سره ښې اړیکې درلودې، هماغه وه، چې د انجینر عارف پرځای صالح وټاکل شو.
کرزي له عارف نه پرته یوه بله ستره ستونزه یې له فهیم، دوستم او اسماعیل خان سره درلودله.
خلیلزاد له کرزي نه په دې اړه وپوښتل څه غواړې چې دې ستونزوته دپاې ټکې کېږدو؟
کرزي وویل، هغوئ زما خبره نه مني. خلیلزاد، دستم ته ګواښ وکړ، که چېرې د کرزي سپارښتنې و نه مني، مانا دا چې د امریکا سره جګړه کوی.
 اسماعیل خان چې د C.I.A په مرسته واک ته ترلاسه کړی وه، نو خلیلزاد په ۲۰۰۴ کال ورته وویل، وخت رارسیدلی، چې هرات پریږدې او هغه ورته وویل، باید د کورنیو چارو وزیر شم.
مارشال فهیم د کرزي له ټولو لوی سیال وه، خلیلزاد کرزي ته وویل، چې لرې که څه نشي کولی.
نوموړی ددې خطر منلو ته چمتو شو، خو بیا هم فهیم د کودتا ګواښ وکړ، ولې د امریکا دوه ټانکونو پرځای غلی کینوه.
مشرف ته د خلیلزاد ډالۍ
ولسمشر بوش خلیلزاد ته وویل، هغه څه چې ته یې وايي، هغه ټول مشرف نه مني او ردوي… خلیلزاد په ځواب کې وویل، هغوئ دا هم ویلې اونه ردوله چې ایا اټومې پروګرام لري؟
خلیلزاد اسلام اباد ته سفر وکړ او د کندهار انار یې کریټ کې هغه ته ډالۍ کړل. مشرف مننه وکړه، خو وې ویل، انار یې ډېر بد اېسي اونه یې خوښیږي، ځکه ډېرې دانې لري.
د مشرف شکایتونه شروع شول، چې د افغانستان مهم مقامونه د پنجشیرانو په ولکه کې دي او دوئ کې ډېر کسان شته چې هند ته جاسوسي کوي.
مشرف په ډېرې سپین سترګۍ دا خبره هم وکړه چې په پاکستان کې طالبان نشته… بوش له مشرف سره ژمنه وکړه چې په وزیرستان به بریدونه کوي اوپه ګډه به یې ځپي .
د کیاني او صالح ناندرۍ
اشفاق کیاني په ناڅاپي توګه دبګرام هوايي ډګر ته ورسېد… نوموړي دغه مهال د I.S.I ترمنځ د همکارۍ هڅې کولې.
“ریچ بیلي” یو له دغو کسانو څخه وه، چې د افغان ملي امنیت ریاست (NDS)، چې مشري یې د امرالله صالح له خوا کېده او د I.S.I ریاست سره چې په استازیتوب یې کیاني بګرام ته راغلی و، ترمنځ سیاسي باور رامنځته کړي.
د بګرام په کنفرانس کې صالح او کیاني ته ویل شوي وو چې د القاعدې او طالبانو په تړاو معلومات وړاندې کړي.
صالح د یو شمېر لاسوندونو له مخې وویل، چې دالقاعدې مشر په “مانسره” کې پټ دی، خو د پاکستان د استخباراتو مشر کیاني وویل، کوم کور کې؟
صالح وویل، ته باید کار له ځان څخه سل متره وړاندې تمام کړې.
کیاني وویل، د تاسو اطلاعات موثق او مستند نه دي.
صالح وویل، که کیاني له C.I.A سره کار کولو ته حاضر وي، زه سرچینی ورته ښېیم.
کیاني په غوسه شو او وې وېل، زه اړتیا نه لرم له هغه چا نه چې د زوی به عمر مې دی جاسوسي زده کړم .
کیاني د سګرت څکوولو لپاره بهر ووت، د یو ساعت په شاوخوا کې بېرته راننووت، هغه توهین امیزه خبره چې ده وکړه، وویل، له صالح نه مې غوښتنه داده چې په پنجشیر کې مې کور ته دعوت کړي.
جنرال مشرف، چې د کیاني او امرالله صالح ترمنځ له ناندرېیو خبر شو، نو C.I.A سره په سلا د امریکا استخباراتو په صالح فشار راووړ، چې خپلې لاسته راوړنې I.S.I ته ورکړي.
د صالح او کیاني ناندرۍ تر دې ورسېدې چې د کرزي او مشرف ناندرېیو ته یې لاره اواره کړه او بوش دواړو ته هرکلی ووایه او مشرف د شمالي وزیرستان د سولې معامله په بوش وپلورله.
کرزی د مشرف د خبرو په پای کې د مشرف خبرو کې ور وغورځېد او وې وېل، مشرف دا معامله له مشرانو سره نه ده کړې، بلکې د وزیرستان له ترهګرو سره کړیده…
مشرف کرزي ته وویل ووایه د طالبانو مشران چېرته دي؟ که خبر وی نیولي به مې وه… اوکه ته خبریې ځه وې نیسه!!
یو مصنوعي جنت
ډیورنډ ته څېرمه د « رزمک » په یوه سیمه کې، د عربانو او القاعدې یو شمېر مرکزونه ودان ول او ځانمرګي به یې روزل.
ددې لپاره چې ځوانان یې په سیاسي او مذهبي لحاظ یرغمل کړي وي، نو دوېته یې یو غولوونکی “مصنوعي جنت” جوړ کړی وه…
دپاکستان لوې درستیز« باجوه » وایی زه یوه کورته ننوتم، هلته درې کوټې وې، په یوې کوټه کې د جنت انځورونه رسم شوي ول… د شیدو او شاتو ویالې کښل شوې وې… څراغونه، د پیغلو او ښکلو نجونو تصویرونه او دا ډول جنت ته ورته انځورونه ایستل شوي وه .
 د یوې بلې کوټې په دېوال کې حورې تر سترګو کېدې چې ځانمرګو ته سترګې په لاره وې. . .
 « ویلیم » وايي چې ماته یو شمېر سرچینو وویل، چې طالبان هر ځانمرګي ته له دوه زره ډالرو نیولې تر لس زرو پورې ورکوي او ډېر ځانمرګي د وزیرستان په شمال کې روزل کېدل.
له دې سربېره کومې مدرسې چې د پاکستان په یو شمېر سیمو کې وې هلته هم زرګونو ځوانانو ته ترهګریزې او تاوتریخوالی لپاره روزنیزې زده کړې ورکړ کېدې.
د باجوه د خبرو له مخې د دغو ځانمرګو نومونه په سرو وینو د مصنوعي جنت په دېوال لیکل شوي ول. له دې پرته یو شمېر دواوې او پیچکارۍ هم د درمل لپاره په همدې جنت کې وې.
ویلیم ټینګار کړیدی چې دغه مصنوعي جنت ددې لپاره جوړ شوی و، چې I.S.I او د حقاني شبکه د افغانستان د حکومت پر وړاندې ځوانان احساساتي کړي.
 «ویلمز » هم دا مني چې حقاني شبکې اود پاکستان اې اس ای هم له دې لارې دوئ بري ته رسیدل غوښتل.
د کرزي او د جوی بایډن ناندرۍ
میرمن “رایس” سفیر ته وویل، چې تاسو وايې موږ جګړه ګټو! ښاغلی سفیر، اوس چې ګوروجګړه خو مو بایللې ده…
د رایس له خبرو دا هم معلومېده، چې څو ورځې دمخه له لندن او واشنګتن نه د راغلو میلمنو د خولو خوند د کرزي خبرو تریخ کړی وه او هغه یې یو حرام نمک ګاڼه.
میرمن رایس چې له کابله لاړه، نو بیا جوی بایډن جان کېري او هیګل کابل ته راغلل او ارګ د دوئ کوربه شو… کرزي په هماغه موډ او دریځ کې وه، چې له سفیر میلیبنډ سره یې کتلي ول.
جوی بایډن کرزي ته مخامخ، چې هیګل یې په څنګ کې وه کیناست او کرزي په ترخه لهجه له غوسې ډکې خبرې پیل کړې، چې بایډن یې د هغه د خبرو ځواب ته وهڅوه او په ځغرده یې میز په سوک وواهه، چې له ډېرې وېری د میز په سر لوښي هم ولړځېدل اوبیا یې په ډېرغوسې وویل، خبرې اترې همدلته پایته ورسېدې نوره اړتیا نشته، میلمستیا ختمه شوه .
جوی بایډن له دوۍ پرته له کوټې ووت ، هیګل او کېری هم ورپسې شول… کېرې پښه نیولی شو او کرزی یې څنګ ته کړ او ورته وې وېل، ډېر زر د بایډن زوې افغانستان ته په لاره ده… بیا هم موږ درې واړه، افغانستان خپل متحد ګڼو…
 یو د بل پسې د امریکا یې چارواکو د پلونو نښې لا د ارګ په انګړ کې تتې شوې نه وې، چې یوې بلې خونړۍ پېښې کابل ولړزوه.
دغه خونړۍ پېښه د ۲۰۰۸ کال د جولای د ۸ مې نېټې پېښه وه چې د I.S.I او حقاني ترهګریزي ډلې له خوا د هند سفارت د حمزه شکور په نوم یوه ۲۲ کلن پاکستاني پخپل موټر والوځوه او لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
لشکر طیبه او ممبيي برید
په ۱۹۸۰کال دشلمې پېړۍ په اتیا ومه لسیزه کې حافظ سعید او د لشکر طیبه پوځي قومندان ذکي الرحمن لسو کسانو ته ترهګریزې زده کړې ورکولې.
ذکي الرحمان لکهوي درې ښځې او اته اولادونه درلودل، یو زوی يې په کشمیر کې وژل شوی وه.
دغې ترهګریزې ډلې د ماهي نیوونکو یوه بېړۍ وتښتوله اوبیا دغو بریدګرو په ډراماتیکه توګه په ممبيي برید وکړ او ۴۸ ساعته دغې جګړې دوام درلود، چې ۱۶۶ کسان، چې شپږ تنه امریکایان او یوه ۱۳ کلنه جلۍ هم پکې وه ووژل.
په امریکا کې یوه غوغا ګډه شوه چې په اسلام اباد کې د امریکا سفیر له کیاني او پاشا سره ولیدل اود پېښې په تړاویې معلومات ترې وغوښت،خوهغو وویل، پاکستان له دې پېښې سره هیڅ تړاو نه لري.
حال دا چې« اس ریاست »د یوې لسیزې په موده کې له لشکر طیبه سره روزنیز کا رکاوه،چې په پاې کې دې پېښې ته لاره اواره کړه .
C.I.A د خپلو څېړنو په ترڅ کې معلومه کړه، چې I.S.I په دغه برید کې لاس درلود او« کیاني » په کشمیر او افغانستان کې د پټې پالیسي مسول و.
له دې پرته I.S.I د ۲۸ په شاوخوا کې دا ډول ترهګریز،روزنیز مرکزونه جوړکړي ول او د سل ۱۰۰زرو په شاوخوا کې ترهګریې هم دخپلوموخو لپاره برید ته چمتوکړي وو.
اجمل قصاب هم پخپلو اعترافونو کې وښوده چې I.S.I په دغه برید کې له دوی سره مرسته کړې وه.
 C.I.A پر دې بنسټ د اجمل قصاب اعترافونه پاشا سره شریک کړل، خو پاشا ورته وویل، خپلې پوښتنې په لیکنې بڼه وروسپاري .
بل لورته چې هغه مهال کرزي او بوش په ارګ کې ولیدل، نو بیا بوش ، کرزي ته وویل د آی اس آی په اړه ستا خبرې سمې وې.
افغانستان ته د جوبایډن یو بل سفر
بایډن په ۲۰۰۸ کال په سنا کې یو پلان جوړ کړ او دا یې تصویب کړه، چې د پاکستان ملکي حکومت ته په بیلونونو ډالره مرسته ورکړي.
ده په همدې روحیه غوښتل چې پاکستان خپل کړي. هغه مهال چې ده د “لیندسي ګراهام” په ملتیا پاکستان او افغانستان ته سفر وکړ. دوئ دواړو د جنوري په نهمه ۹ نېټه په اسلام اباد کې له کیاني او احمد پاشا سره ولیدل اوبایډن په ډاګه هغوته ووېل،چې داسلام اباد او امریکا متحده ایالاتو دښمن ګډ دی.
نوموړي ټینګار وکړ، کیاني او احمد پاشا ته يې په ځغرده وویل، “کوم ډول افغانستان به د پاکستان په ګټه وي؟” کیاني هم د بایډن د خبرو په وړاندې وویل، د افغانستان په جګړه کې ګډې ګټې لري.
بایډن چې امریکا کې په سپین خبرو نامتو و، احمدپاشا ته وویل، سي آی اې په آی اس آی باور نه لري.
د آی اس آی مشر احمد پاشا د سي آي اې له مشر مایکل هایډن سره په خبرو کې له بایډن نه ګیله وکړه، چې ګنې سي آی اې په تاسو باور نشي کولی…
بایډن که له یوې خوا پاشا ته داسې وویل، خو له بلې خوا یې بیا کرزي ته وویل، چې له افغانستانه ۵۰ وارې ماته پاکستان مهم دی.
هلته هیلري کلنټن افغانستان د نېشه یې توکو دولت وباله، چې موخه یې ښایي د تریاکو کښت وه.
د جنوري په ۱۷ مه نېټه چې کرزي د امریکايي چارواکو څرګندونې په کابینه کې واورېدې غونډه ګډه وډه شوه او وزیرانو یو بل ته وویل، چې څه پېښه ده؟
سره ددې چې کرزي له هغې خبرې انکار وکړ، چې دی به غره ته پورته شي او ګنې د امریکا پرضد به جهاد وکړم.
سره ددې چې جنرال “ډیویډ پیتریوس” په ځغرده وویل، که د امریکا پوځیان غواړي د افغانستان ستونزه حل کړي، نو د ستونزې حل په پاکستان کې دئ. نور ضرور نه دی، چې د امریکا متحده ایالات خپلې پیسې د افغانستان او پاکستان لمنه کې واچوي.
 لیون پنیتا د کنیډی د واک د مهال فکر کاوه چې سی آی اې اړ کړ په کیوبا برید وکړې، ولې د جوبایډن خبره ،‌« اوباما » په ‌ډېرې ارامۍ یو غلط توپ سم ځای ته مدیریت کړ.
خو ښه خبره دا وه چې یو بې عزته امریکايي لیون پنیتا د C.I.A له ریاست نه ګوښه شو او پرځای سټیوکاپیس وګمارل شو… پنیتا سره ددې چې هند، پاکستان او افغانستان ته سفر کړی وه. هند ورته وویل. آی اس آی او لشکر طیبه د ممبي برید مدیریت کړی وه او صالح ورته وویل، چې د پاکستان پوځ ته نیغ په نیغه عربستان لګښت ورکوي.
هالبروک
دی د افغانستان او پاکستان لپاره ځانګړی استازی ټاکل شوی وه. نوموړي اوباما ته سلا او مشوره ورکړه، چې په پاکستان کې باید د “ډرون” الوتکو له خوا په ترهګریزو پناه ځایونو بریدونه وشي.
هالبروک دا خبره هم وکړه، چې د C.I.A شبکې پیاوړی همکار شخص په افغانستان کې احمد ولې کرزی وه … خو ده نه غوښتل چې حامد کرزی بیا ولسمشر شي. ( نور بیا )

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب