سه شنبه, اپریل 16, 2024
Home+نیمګړې ننداره (لنډه کیسه) شکېبا نادري

نیمګړې ننداره (لنډه کیسه) شکېبا نادري

د ګاونډي له کوره د چمبې اواز شېبه په شېبه زیاتېده، نجلۍ غوښتل چې  ننداره یې وکړي، خو اجازه یې نه درلوده. نجلۍ زړه نازړه پر خټین دېوال لرګینه زینه تکیه وکړه، سر یې تر دېوال ور هسک کړ، په انګړ کې نجونو سندرې ویلې، خو د نجلۍ په لیدو یې حیران حیران ور وکتل.ناڅاپه زینه کش شوه، نجلۍ لاندې ولوېده، ښځې چیغه کړه:

– اووووو خلکو! راشئ دا نجلۍ مو سپکوي، هلکانو ته له دېوال نه ورګوري!

 د نجلۍ سترګې را ډکې شوې، وچې شونډې یې پرانیستې:

– نه، دلته د نجونو شورماشور و هغوی ته مې ور وکتل.

د ښځې چې مخ له غوسې سور شوی و، نجلۍ ته یې یوه کلکه څپېړه ورکړه او په تونده لهجه یې وویل:

– موږ به څه وخت ستا له غمه بې غمه شو، کاش ته دې هم له مور سره یو ځای مړه شوې وای!!

 نجلۍ پر سرو سترګو خپل تنکي لاسونه تېر کړل، غلې خپلې کوټې ته روانه شوه.

ښځه تر ډېره له ځانه سره غږېږده: “ستا له لاسه به موږ بدنام شو، تا تل زموږ د بې عزتۍ هڅه کړې ده…!”

د ښځې د خبرو په اورېدو د نجلۍ ژړا زور واخیست، په سلګو کې یې وویل:

خدایه ژوند ټول راته سور اور شو!!!

د میرې مور پېغور پر زړه سېزلې یمه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب