Homeخبرونهد اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د ۳ ميليونو ډالرو مرستې...

د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د ۳ ميليونو ډالرو مرستې پيل کړې

تاند:( جمعه، د جدي ۳۰)‏ د‌افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان استازي دکتور محمد سعید آل عیاش د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره ليدلي.

د متقي دفتر وايي د لیدنې په پیل کې سعید د سازمان د سرمنشي حسین ابرهیم طه له لورې د بهرنیو چارو وزارت مخته پر غزېدلي سړک د خونړۍ پېښې په تړاو د تسلیت پیغام شریک کړاو دا یې یوه دردناکه پېښه وبلله.

نوموړي افغانستان ته د O.I.C په مشرۍ د اسلامي نړۍ د علماوو او بشري مرستو رسونې په برخه کې د تخنیکي هېئتونو د راتګ خبر ورکړ، دغه راز نوموړي وویل چې نن د دغه سازمان له لورې د درې میلیونه ډالرو مرستو د وېش بهیر پیل شو.

ورپسې ملا متقي د هغوی له غمرازۍ مننه وکړه، له افغانانو سره د هغوی مینه او اخلاص یې د ستاینې وړ وباله او هیله یې وښوده چې ياد شوی سازمان د دوی رژيم سره خپل تعامل ته دوام ورکړي.

يو شمېر خلکو بيا پر ياد شوي سازمان او اسلامي هېوادونو نيوکې کړي، چې افغانستان سره يې په سخت وضعيت کې هيڅ د پام وړ مرسته نه ده کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...