جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+شب سمور گذشت و شب تنور گذشت

شب سمور گذشت و شب تنور گذشت

فرشته جلالزۍ

ملګري ته وایم، بېګا مي په خوب لیدې.

وايي، په دې ورځو کې مي ډير خلک په خوب ویني.

وايي، احساس کوم چې مرګ مي رانږدې سوی دی.

په کابل کې واقعاٌ هیڅ څوک داسي نه لرم چې غمجن نه دی.

ملګري ته وایم ، خوا مه بدوه دا حالت پر ما هم تیر سوی دی.

ریښتیاوایم.

تېر وار د طالبانو په وخت کې د خلکو همداسي حال و.

همداسي ټولې لارې تړلې وې.

همداسي اسمان لرې او ځمکه کلکه وه او ترمنځ یې همدا فقر، همدا دربدري، همدا بې وسي وه.

موږ یوه راډیو درلوده ، ماته سوې وه، بیا مي پلار په پلاستیک سره تړلې وه.

زما پلار د الکترو فزیک  لوستی او د راډيو تکنالوژۍ مختصص دی.

عجیبه خبره دا ده چې ما خپل ټول ژورنالیستیک کار په راډيو کې کړی دی.

زه او پلار مي ډير سره سوي یو.

د شپې په اتو بجو به یې بي بي سي راډیو اورېده .

سوکه به مو نیوله چې دباندي یې ږغ ولاړ نه سي.

زه به منتظره وم چې خبرونه ختم سي ځکه چې تر خبرونو وروسته ، بي بي سي یو پروګرام درلود د خړکۍ کیسه به یې کوله .

د خړکۍ کیسه زما لپاره د دنیا یوه لویه خوشحالي وه.

زما پلار مجبور و چې د راډیو بطرۍ وسپموي.

هغه وخت موږ هغومره غریبان و.

خو پلار مي پر ما سپما نه کوله.

کیسې به دومره خوند کول چې اوس یې د نیویارک په سیمنا کې د شاه رخ خان فلم نه لري.

هغه وخت چا ګرځنده ټلفون په سترګو هم نه ولیدلی.

ټلویزیون درلودل لوی قیامت و.

زما پلار خپل د ځوانۍ یوشمېر کسټونه ساتلي ول.

د ګوګوش سندرې وې.

د خان قره باغي سندرې وې.

د ماډرن ټاکنګ سندرې وې.

 نه پوهېږم چې ولې او د کومې ورځې لپاره موږ دومره لوی خطر پر ځان اخیستی و چې کسټونه مو ساتل.

یو وار زموږ بلاک ته تلاشي راغلې وه.

طالبانو ته چا حال ورکړی و چې په بلاک کې د چا کره ټلویزیون سته.

خلکو به عموماً ویډیو ګانې، کسټونه، د عکسونو البمونه او خارجي کتابونه د وریجو په بیلر، د اوړو په بېلر او د پيازو او کچالوانو په منځ کې پټول.

خو یو وخت طالبانو ته د خلکو دا چل هم معلوم سو او دا ځایونه هم طالبانو تلاشي کول.

په هغه ورځ زما مور ټول شیان په یوه خریطه کې واچول او ما ته یې راکړل چې د خپلوانو کور ته یې یوسم.

نه پوهېږم چې له دوهمو مکرویانو تر څلرمو پورې په څومره سرعت ورسېدم.

د خپلوانو په کور کي یې سخت راباندي وخندل.

ما یوه چپلکه یو رنګ په پښو او یوه په بل رنګ.

کور ته چي راغلم، دواړه پښې مي د چپلکو بندوهلې وې.

وروسته مي د دواړو پښو برسېرنه خوا خوړینه سوه.

تر اوسه مې لا پښې په چپلکو کې ، پر هغه ځاي خوړینیږي.

څو ورځې مخکې د نوي کال د رخصتي لپاره کور ته تللې وم.

زموږ د کور شاته لوی ځنګل دی.

په کور کې چي یم، هر مازدیګر ځنګله ته ورځم.

د مازدیګر او ماښام ترمنځ څنګل عجب جادويي فضا لري.

مطلقه کراري وي.

چپلکې مي په پښو وې.

په لاره کې مي خپلو چپلکو ته پام سو.

یخ و.

فکر مي وکړ چې بېرته وګرځم او بوټونه په پښو کړم.

مال اوس به په کابل کې څو کوچنیان په منفي شل درجه کې پر سرک خیر ټولوي؟

ښايي لس، شل ، سل …

د څو کسانو به بوټونه په پښو وي؟

ښايي د یوه؟

مال زه د افغانستان یم .

مال دومره د ځان خیال څه مانا؟

مال دومره نازک بدني‌ څه مانا؟

 ولاړم او ماښام چې کور ته راغلم، هغه د پښو سر مي لګېدلی و.

سهار مي دواړه پښې لويي – لويي تڼاکې او د چپلکې د بند په برابر خوړینې وې.

ملګری چې پرون د کابل او د دلتنګي کیسه راته کوله.

ما خپلو پښو ته کتل.

 لا هم خوړینې دي.

غټ – غټ پلسترونه مي ورباندي وهلي دي. اوس انتیبیوتیک هم ورباندې وهم.

له ځان سره مي فکر کول چې د طالبانو په وخت کې مي پښې څنګه جوړې سوې؟

نه پوهېږم.

هغه وخت ښايي موږ د ډاکتر پیسې هم نه درلودې.

زما ندي په یاد چې ما ته یې دوا واخیسته که یا؟

 خو موږ دومره مایوسه نه و.

زما پلار به سوکه – سوکه بدلې بللې.

پوهنتونونه همداسي سپیره ول.

خو زما پلار به هره جمعه د تخنیک اکاډمي ته تلل او په شاوخوا تپه کې به یې نیالګي کرل.

زما مور به دیګچه کوله، ښځې به یې را بللې، مېله به یې جوړوله.

ډيرافغانان چې نن په وطن کې دی او زه خبري ورسره کوم، همدومره مایوسه دي لکه زما دا ملګری.

پلار به مي هر وخت موږ ته د سلطان محمود غزنوي او بهلول دانا کیسې کولې.

زما د پلار بیخي زیاتې کیسې زده دي.

یوه کیسه یې دا وه چې یو ورځ یو څوک سلطان ته راغلی او ورته ویلي یې دي چې ستا ورو، بهلول، لیونی نه دی، مست دی، کار نه کوي، زحمت نه باسي اوهسي په دربار کي پروت دی.

سلطان غوښتل چې بهلول ته سبق ورکړي.

بهلول ته یې ویلي چې که یې د څیلې یوه شپه له قصره دباندي‌ په خپل مټ تېره کړه، بیا اجازه ورکوي چې تر ابده په قصر کي ژوند وکړي.

د غزني په څيله کي‌ لیوه له یخه وچیږي.

بهلول به څنګه تېروله؟

بهلول چې له قصره وتلی، یوه کلي ته تللی دی.

ګوري چې یوې زړې ښځې په تناره کې اور بل کړی دی.

بهلول ورته ویلي چې یوه شپه د تناره له غاړي وکړي؟

ښځې اجازه ورکړې او بهلول د تناره له غاړې شپه تېره کړې ده.

سبا چې سلطان نفر پسي استولي چې د بهلول مړی یا ژوندی پیدا کړي،

عسکرو بهلول ژوندی راوستی دی.

سلطان بهلول ته ویلي: شبت چطور گذشت؟

بهلول ورته ویلي: شب سمور گذشت و شب تنور گذشت

سمور یو کوچنی حیوان دی چې ډير نازک او ګرم پوست لري.

د سلطان بستره د سمور له پوستکي جوړه وه.

د بهلول د خبری مطلب دا و چې په سمور کې شپه هم تیریږي او د تنور له غاړي شپه هم تیریږي.

موږ ته به پلار تل ویل چې هر حالت تیریږي.

پر ښه حال باید سړی مغرور نه سي.

په بد حال باید سړی مایوس نه سي.

فکر کوم ډير افغانان دا وار له طالبانو سره ډير مایوس دی.

ښايي په اول دور کي مایوسي دومره ډېره نه وه؟

هر مسله ډېر عوامل لري.

ښايي یو علت یې دا وي چې هغه وخت افغانان له داسي خونړۍ جګړې تیر سوي ول چې د هدیرې په کراري پسې ګرځېدل.

تیر وار طالبانوداسي‌ کابل نیولی و چې پر هر سرک یې د یوه بېګناه انسان وینه تویه سوې وه او پر یوه مظلوم تجاوز سوی و.

هغه ظلم طالبانو نه و کړی.

تیر وار طالبانو خلکو ته له داسي افتضاح نجات ورکړ چې په الفاظو کې نه سي بیانېدلائ.

 زه به یې څنګه تعریف کړم؟

تېر وار چې طالبان راغلل، افغانانو د سر امان غوښت ، د وطن دعوه یې هېره وه.

دا وار په کابل کې په کوڅه کوڅه کې مظلومه وینه بهېدلې ده.

دا وار د هرې مور او هرې خور زړه سوری دی.

خو دا  وار وینه طالبانو بهولې ده.

دا وار طالبانو زړونه داغلي دي او راغلي دي.

تېر وار د ارګ غالۍ چور سوې وې.

خو دا وار په ارګ کې پنجاپۍ ولاړ دی.

تېر وار خلکو  صرف د سر امان غوښت.

دا وار خلک خپل ملي بیرغ غواړي؟

دا وار ښايي ځکه مایوسي ډېره ده؟

ملګري ته مي ویل: دا وخت به هم تیر سي!

نور به مي څه ویلي وائ؟

خداي دې د سلطان او د بهلول کیسه کړي.

خداي دي دا د تناره شپه ژر تېره کړي.

7 COMMENTS

  1. سلام
    وااقعیت دادی چې تا ډېر کار کری ستا لیکنه ، احساس، برداشت ، عالمانه ابتکار ، ادب او اخلاق، نزاکت او ادبی سلیقه یو ستر او پیاوړی هنر دی. یو فزیک پوه، یو مجرب او تکړه ریاضی دان په دوه svariable یا متغیرو کې یعنی د«سمور او تنور» په دوه کلیمو کې دومر یو لوی مطلب دښایسته نقد او الفاظو قالب کې نشی ترسیمولی. له بده مرغه زموږ دتودو خبرو متصدیان ناګاهانه تل دا وایی : همدې کې پاتې کیږو، دحل لاره څه ده ؟حه باید وشی؟ په شکل داشکالو ، ګوره ….. ږغ کوم داژبه یې دومره بې کیفیته اومحدوده کړی چې حد نلری.هرڅوک پیدادی خبل خپل کار لره کنه…………
    جلا لزۍ محترمې خور موږ ډیرکړکیچونه لرو خو درې یې ډیر ناوړه دی : لومړی جهالت، دوهم بیسوادی او بې علمې او دریم تش غرور او سر تمبګی.نړۍ ښه ده او که بده خو موږ یې نشو بدلوی او نه زموږ مسئولت دی. نړې یو کلی دی دې کلی کې سمور او تنور دواړه ابزار دی او همدارنګه دلته ژوند کول په کاردی نه شخړه! سمور اوتنور هیڅکله په خپل ځان عریضه نه کوی او سمور اوتنور د x اوy ګراف علمی نړیوال مفهوم لری دلته موږ محاسبه لرو.
    کور ودان

  2. شریف زاده صاحب محترم !

    یو جهان مننه ستاسو له دې ښکلې تبصرې. لکه اکثر افغانې کورنۍ، زما مور او پلار سخت پدې باور ول چې زه به ډاکتره سم، البته، زما پلار د ساینس او په خاصه توګه د فزیک ډېر علاقمند و نو ډېر کلونه مي (‌) او ( ) په مطالعه کې تیر کړي دي ، کله چې ژونالیزم ته ولاړم فکر مي کول چې له خپله اصلي هدفه لرې سوې یم، ما غوښتل چې خپل پلار ته نږدې پاته سم، خو کله چې مي کار پیل کړ په راډیو کې بیا خوشحاله سوم چې حد اقل له راډیو سره مي سر وکار دی.

    بالکل، زموږ ژبه متاسفانه ډېره کمزوري سوې ده. باید کمزوري سي. زموږ په لیکنو کې ډېر کمزوري، په ټيټه سویه را ترجمه سوي او حتی په ځیني مواردو کې بې معنې کلمات او جملې لیکل کېږي چې زما ډير زړه تنګوي او یو همدا یو اساسي دلیل دی چې زه ډير کم پښتو متن لولم، خوا مي بدیږي او داسې انګېرم چې که کمزوری متن لولم ، زما پر لیکنو بد اغېز کوي. البته ، زه دا نه وایم چې زه فوق العاده لیکم، بلکه دا وایم چې تر همدې حال به هم پیسې خرابه سم 🙂
    په همدې خاطر زه اکثر خپلي محلي ژبي ته نږدې قدم وهم او په لیکلو کې کله کله د معیاري پښتو اصول هم تر پښو لاندي کوم ځکه د معیاري پښتو اصول هم یو رقم ورک غوندي دي.

    داسي ښکلې تبصره چې تاسو لیکلې ما ډېره خوشحاله کوي ځکه ډاډ راکوي چې داسي باریک بین اوموشکاف لوستونکي لا هم لرو چې د یوې لیکنې تر شا فکر ته ښه متوجه کیږي او د یوې لیکنې پر سر سري مطلب اکتفا نه کوي. یوه نړۍ مننه ! عزتمند اوسئ!

    فرشته

  3. شریف زاده صاحب محترم !

    یو جهان مننه ستاسو له دې ښکلې تبصرې. لکه اکثر افغانې کورنۍ، زما مور او پلار سخت پدې باور ول چې زه به ډاکتره سم، البته، زما پلار د ساینس او په خاصه توګه د فزیک ډېر علاقمند و نو ډېر کلونه مي د (‌X) او ( Y) د معادلو په مطالعه کې تیر کړي دي ، کله چې ژونالیزم ته ولاړم فکر مي کول چې له خپله اصلي هدفه لرې سوې یم، ما غوښتل چې خپل پلار ته نږدې پاته سم، خو کله چې مي کار پیل کړ په راډیو کې بیا خوشحاله سوم چې حد اقل له راډیو سره مي سر وکار دی.

    بالکل، زموږ ژبه متاسفانه ډېره کمزوري سوې ده. باید کمزوري سي. زموږ په لیکنو کې ډېر کمزوري، په ټيټه سویه را ترجمه سوي او حتی په ځیني مواردو کې بې معنې کلمات او جملې لیکل کېږي چې زما ډير زړه تنګوي او یو همدا یو اساسي دلیل دی چې زه ډير کم پښتو متن لولم، خوا مي بدیږي او داسې انګېرم چې که کمزوری متن لولم ، زما پر لیکنو بد اغېز کوي. البته ، زه دا نه وایم چې زه فوق العاده لیکم، بلکه دا وایم چې تر همدې حال به هم پیسې خرابه سم 🙂
    په همدې خاطر زه اکثر خپلي محلي ژبي ته نږدې قدم وهم او په لیکلو کې کله کله د معیاري پښتو اصول هم تر پښو لاندي کوم ځکه د معیاري پښتو اصول هم یو رقم ورک غوندي دي.

    داسي ښکلې تبصره چې تاسو لیکلې ما ډېره خوشحاله کوي ځکه ډاډ راکوي چې داسي باریک بین اوموشکاف لوستونکي لا هم لرو چې د یوې لیکنې تر شا فکر ته ښه متوجه کیږي او د یوې لیکنې پر سر سري مطلب اکتفا نه کوي. یوه نړۍ مننه ! عزتمند اوسئ!

    فرشته

  4. محترمې پرښتې خورې .
    ډیره ښکلې لیکنه ده چه زمونږ د زوریدلی ملت د اوسنی حال ډیره ښه ترجمانی کوی، او طالبان دې هم خپل خودساخته شریعت ته په غوره توګه متوجه کړی دی.
    د بهلول پحقله ویل کیږی چه د هارون رشید د خلافت په عصر کې یې په بغداد کې ژوند کړی، نه د محمود غزنوی په عصر کې.

  5. سلامونه عبیدالله وروره!

    ستاسو دي کور ودان سي چې زما لیکنه تاسو په دومره حوصله لوستې ده.

    بهلول دانا زه د فلکلوریکو ادبیاتو او هغو قیصو له مخې پېژنم چې اروېدلي مي دي. د بهلول دانا زیارت هم په غزني کې دی او زه ورغلې یم – د غزني له بالاحصار څخه لږ لري دی. البته حتمي په بغداد کي هم ژوند کړی وي. هغه وخت جغرافیه داسي‌ نه وه لکه نن چې ده. سعدي شیرازي، د فارسي لوی لیکوال ۳۰ کاله په بغداد کې اوسېدلی او فردوسي طوسي په غزني کې اوسېدلی دی. ستاسو خبره حتمي سمه ده. د سلجوقیانو محبوب وزیر، نظام الدین سلجوق چې دربار یې په بغداد کې و، د سلطان محمود غزنوي له سختو علاقمندانو و او د هغه په دربار کې یې خدمت کړی و او په خپل کتاب (سیر الملوک )‌کې لیکلي چې د سلطان محمود غزنوي په څېر سلطان یې په اسلامي نړۍ کې نه دی لیدلی ځکه هم تقوا لري او هم مقتدر دی. هغه وخت به خلک له غزني د تعلیم لپاره بغداد ته تلل او له طوس څخه به د شعر و شاعرۍ او تعلیم لپاره غزني ته راتلل.

    نورې سیمې هم دغسې وې. مولانا د بلخ و او بیا قونیې ته ولاړ ، نو دا ډېره ممکنه ده چې بهلول ( د غزنیچیانو په وینا بهلول دانا) به په بغداد کې اوسېدلی وی.

    خو د بهلول دانا او سلطان حکایتونه په غزني کې مشهور دي.

    کور دي ودان!
    فرشته

  6. Great observation.
    The saddest part is that it looks like the current leadership’s aim is to speed Afghanistan backwards fast to one of the most primitive nations in the entire planet.
    In such surroundings, the male considers and treat a woman as part of his other possessions.

  7. آفرین پرښتې بي بي
    ډيره ښایسته لیکنه دې کړې ستا دلکینو طرز او انداز می خوښ دی
    که ممکن وي لنډې کیسی ولیکئ ډير به خوند وکړي ځکه ستاسو نثر ډير عالي دی او ژبه مو روانه او خوږه ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب