شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د سټیف جابر د پرمختګ رازونه

د سټیف جابر د پرمختګ رازونه

د اپل کمپنۍ د بنسټګر، سټیف جابز (Steve Jobs)، چې د اپل فون په شمول د ډیرو شرکتونو خاوند او د نړۍ یو له لومړی درجه شتمنو کسانو څخه دی، د خپلو ټولو پرمختګونو او ټولو شتمنیو دلیل څو درسونه او رازونه ګڼي چې د اسانۍ ترڅنګ حیرانونکې پايلی هم لري. په دې لیکنه کې به د نوموړي د پرمختګ په رازونو پوی شئ.
سټیف جابز د نړۍ يو بريالی انسان او د اپل کمپنۍ بنسټ اېښودونکی دی، نوموړي د اپل برانډ له بنسټ اېښودلو او پرانيستلو وروسته د ټکنالوجۍ په صنعت کې ستر بدلون رامنځته کړ. هغه داسې کارونه وکړل چې چا یې پخوا فکر هم نه و کړی. نوموړی د خپل پرمختګ لاملونه څو ټکي ګڼي چې دا رازونه د نورو وګړو لپاره سل په سلو کې د بريا لامل کېدای شي.

لومړی: محصولات/ توکي

د اپل کمپنۍ بنسټ ايښودونکی سټیف جابز د خپل پرمختګ لومړنی راز د اپل کمپنۍ د محصولاتو تولید ګڼي. که وغواړو چې له سټیو جابز نه ډېر څه زده کړو، باید په دې پوه شو چې هغه تل د محصولاتو په اړه فکر کاوه او د دې لپاره چې خپل محصول تولید کړي د هر کار ترسره کولو ته چمتو کېده. هغه به تل خپلو محصولاتو ته له مثبت اړخ نه کتل او تل به په خپلو کارونو کې بريالی کېده.
همدارنګه هغه په دې باور دی چې يوازې د محصولاتو تولید د هغه د پرمختګ راز نه دی، خو د هغه د پرمختګ لپاره یې ورته لارې پرانيستلې دي. له همدې امله ښاغلی جابز نورو ته وړاندیز کوي چې د داسې محصولاتو تولید ته لاس په کار شي چې نور یې فکر هم نه شي کولای. نوموړی نورو ته دا وړاندیز کوي، چې باید هره ورځ کار وکړي او هره ورځ یو نوی پرمختګ وکړي. هغه وايي چې يو عادي محصول هېڅکله د چا پاملرنه ځانته نه اړوي او د نورو محصولاتو په منځ کې ورک کېږي، ځکه نو تل د ځانګړو محصولاتو په لټه کې اوسئ!

دویم: ځانګړي اوسئ!

سټیف جابز په دې اړه وايي: کله مې چې د مک لپ ټاپ جوړاوه، هغه مې داسې جوړ کړ چې له نورو نه متفاوت وي او نړۍ زما په دغه لپ ټاپ کې داسې ځانګړنې پيدا کړې، چې په هېڅ له ټاپ کې نه وې. په حقیقت کې د اپل کمپيوټر لومړنی کمپيوټر و چې کيبورډ له مانيټور نه بېل و او هېڅ سیم دواړه سیسټمونه يو له بل سره نه و نښلولي. د دغه کمپیوټر لپاره یې د فونټ څو موډلونه جوړ کړل چې د مايکروسافټ سره د اړيکې د ډېر ټينګښت لامل کېده.
دغه کړنلاره د ډېرو پرمختګونو لامل شوه. لکه څنګه چې پوهېږئ په بازارونو کې اپل تل خپلې ځانګړتیاوې لري او کېدای شي هر څوک دا ځانګړتیاوې ونه لري. ډېری خلک د دغو ځانګړتیاوو د درلودلو هیله کوي او د اپل جوړښت ځانګړی ګڼي.

درېيم: تل هڅه وکړئ!

که وغواړئ يو برانډ محصول تولید کړئ، نو باید ډېره هڅه وکړئ، ځکه د ښې پایلې لاسته راوړل ډېره هڅه غواړي. دا باید ومنو چې د برانډ محصول تولید اسانه کار نه دی، کني ټولو خلکو به دا کار کړی و. ما هم په دغې لار کې ډېری سختۍ ګاللې دي، خو هېڅکله نه يم تسلیم شوی او په دوامداره توګه مې خپل کار ترسره کړی دی. که تاسو هم غواړئ چې په يوه کار کې بريا ترلاسه کړئ، نو باید ډېره هڅه وکړئ!

څلورم: بريا څو مخونه لري

سټیف جابز نوښتګر دی، نوموړی به تر هغه وخته د خپل محصول له کیفیت نه، نه خوشالېده چې د هغه محصول به د هغه له خوښې سره برابر نه و او هغه محصول به یې چا ته نه ور ښکاره کاوه. په پای کې به یې د خپل محصول يوه برخه هم له لږ کيفيت سره نه تولیدوله او د دې لپاره چې محصول یې کیفیت ولري له هر څه به تېر و.
د يوه محصول د تولید تر ټولو غوره بڼه یې ټاکله او د دغه محصول د جوړونې لپاره له هر څه نه تېر و او دې ته چمتو و چې خپلې دغې طرحې لپاره هر څه قرباني کړي. نو که تاسو هم غواړئ یو برانډ محصول تولید کړئ، نو باید کیفیت ته یې لومړيتوب ورکړئ!

پنځم: د نوو محصولاتو د جوړولو هڅه

لکه څنګه مو چې وړاندې يادونه وکړه، اپل يو لوی نوښت و او په بازارونو کې یې هېڅ سيال نه درلود. سټیف جابز په دې پوهېده چې په بازارونو کې داسې محصول نه شته، نو ځکه یې د اپل محصولاتو جوړونې اراده وکړه. د محصولاتو د جوړونې په برخه کې د هغه د برياليتوب او پرمختګ يوازينی راز د هغه په کارونو کې نوښت و او دغه نوښت د هغه لپاره ډېر لګښت درلود. د بېلګې په توګه هغوی دې ته اړ ول چې ان نیمه شپه هم له يو بل سره اړيکه ونيسي او د خپل ذهن فکرونه له يو بل سره شریک کړي.

شپږم: ځان‌باوري

سټیف جابز وايي، تاسو نه شئ کولای چې د سکرين پر مخ شته ټکي، له مخامخ لیدو سره له يو بل سره وصل کړئ، بلکې د هغو د وصلولو لپاره باید يو ځل شاته هم وګورئ. دا په دې معنا چې لومړی باید پر خپل ځان اعتماد وکړئ او د خپل تېر ژوند نه ونه ډار شي. په دې باور ولرئ، چې ستاسو هڅې به مثبتې پایلې ولري. یوازې باید د خپل هوښ کچه لوړه کړئ او تر هر څه وړاندې پر خپل ځان باور ولرئ!

اووم: له کار سره مینه

سټیف جابز د نړۍ يوازينی بريالی انسان نه دی، خو د نړۍ تر ټولو برياليو انسانانو په ډله کې شمېرل کېږي. هغه د خپلو پرمختګونو او لاسته راوړنو يو بل اصلي لامل له خپلو ټولو کارونو سره مینه ښودلې ده. سټیو جابز وايي زه نه يوازې په خپل کار باور لرم، بلکې له خپل کار سره ډېره مینه هم لرم. د دې لپاره چې هغه له خپل کار سره له حده ډېره مینه درلوده نه يوازې دا چې له خپل کار نه، نه ستړی کېدو بلکې لا ډېره هڅه یې هم کوله.
د سټیف جابز همدغه له کار سره مینه، په کارونو کې نوښت، نه ستړې کېدونکې هلې ځلې او ځان‌باوري د دې لامل شوي دي، چې هغه د خپل هر کار په پای کې له مثبتې پایلې سره مخ شي او د نړۍ تر ټولو بريالی انسان و اوسي.

1 COMMENT

  1. Steve Jobs the Apple founder took Bill Gates, the Microsoft owner and founder to US supreme court accusing him for stealing his invention and using it in Microsoft Windows. Bill Gates win the court battle stating to the Judge that we both -Apple and Microsoft – rob an abandoned company – Mackintosh – at the same time and took what was left.
    Mr. Steve Jobs died at the young age of 50 something, right after losing US court battle to Mr. Bill Gates

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب