Home+د نړۍ تر ټولو سترې الوتکې ۶ ساعته ازمېښتي الوت وکړ

د نړۍ تر ټولو سترې الوتکې ۶ ساعته ازمېښتي الوت وکړ

تاند- د نړۍ تر ټولو سترې الوتکې یو وار بیا تجربوي الوت وکړ او دا ځل ۶ ساعته په هوا کې پاتې شوه چې یو ریکارډ دی.

دا الوتکه، چې راک نومېږي، ستراتولنچ  (Stratolaunch) کمپنۍ جوړه کړې ده.

دا الوتکه ۱۱۷ متره اوږده ده او وزرونه یې د فوټبال د میدان هومره دي.

دې الوتکې د جون په نهمه هم د کلیفورنیا ایالت له مجاوې دښتې (Mojave Desert) ازمېښتي الوت کړی و خو تر ټاکلي وخت ژر بېرته پر مځکه کښېناسته.

د سپېس ویبپاڼې د راپور له مخې، د نړۍ دې تر ټولو سترې الوتکې دا ځل ۶ ساعته پرواز وکړ.

دا د دې الوتکې، چې دوه باډۍ لري، نهم تجربوي الوت و. خو دا دوهم ځل دی چې دا الوتکه د (Talon-A) په نوم د ستراتو لنچ کمپنۍ تر غږ چټکه هوايي نفلیه وسیله لوړوي.

ستراتولنچ کمپنۍ تېر ځل ویلي و چې الوتکه یې ژر د دې لپاره کښېنوله چې د هغې معلومات یا ډاټا وڅېړي او بل الوت ته یې چمتو کړي.

خو ستراتو لنچ کمپنۍ نه دي ویلي چې بل الوت یې ولې دومره په ځنډ وکړ.

1 COMMENT

  1. ملا هیبت هم یوه ډله چړیان دې ته چمتوکړې چی ډیر زر به له دې نه هم یوه غټه الوتکه جوړه کړې و ملاندیم به په څو ثانیو کی دې ای اس ای مرکزی دفترته رسوې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...