شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد ښځو په اړه د ط-انو پر سياست نیوکې؛ صالح: ط-ان غواړي...

د ښځو په اړه د ط-انو پر سياست نیوکې؛ صالح: ط-ان غواړي ښځې لکه روح واوسي

تاند:( جمعه، د جدي ۳۰)‏ د بښنې نړېوال سازمان د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو د ځينو بندیزونو له يادولو سره پر دغو بندیزونو نیوکې کړي دي.

ياد شوي سازمان په ترتيب سره د ښځو پر وړاندې د طالبانو د دغو بندیزونو يادونه کړې ده:

– له ورزشه منع کیدل

– په ټلویزیون کې نه څرګندیدل

– پوهنتون ته نه تګ

– په اينجو ګانو کې کار نه کول

– روغتونونو ته په يوازې څان نه ورتلل

– له ۷۲ کيلو متره څخه يوازې ډېر سفر نه کول .

د پرزول شوي جمهوري نظام لومړي مرستيال امرالله صالح د ياد شوي سازمان پر دغه ليست زياتونې کړي او لیکلي:« ياد شوی ليست نیمګړی دی، ځینې نور هم بايد ور زيات شي. محکمې ته نه ورتګ، له ډاکټرانو سره نه ملاقات، له موټر چلولو څخه منع، د ژوند ملګري څخه طلاق نه غوښتل، په هوټل کې ډوډۍ نه خوړل او په ميراث اخيستو کې نه برخه اخیستل.»

د صالح په باور، طالبان له ښځو غواړي چې يوازې لکه روح واوسي او بس.

طالبانو د ښځو پر وړاندې د خپلو بندیزونو دفاع کړې او ویلي، چې دا چارې ېې د « اسلامي شريعت» د نافذولو لپاره کړي دي.

2 COMMENTS

  1. د پردویو ښځو وهل اسلامي کار ندی او نه پښتني !داد خرې زامن له کومې خوا راغلي دي !

  2. شاید د دوی د خرې زامن وي ، ځکه د خرو مینه لغته ده .
    انسان نوم له انس نه اخیستل شویدی . انسانان یو بل ته درناوی کوي ،
    په اسلام کې آزار رسول او ظلم کول منعه دي ، دا سادیستان دي چې غواړي د پردیو ښځو په وهلو او زورولو خوند واخلي او خپل غیر انساني نفساني او شهواني خواهشات ارضا کړي . سعید خوستی او د پاسپورت پخواني رئیس ورور یې ښه مثالونه دي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب