پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+د اخون گدای په کلام کي د رحمان بابا د وفات کال

د اخون گدای په کلام کي د رحمان بابا د وفات کال

استاد محمدمعصوم هوتک

د پټي خزانې د یوه روایت ملاتړ

د پښتو د محبوب‌القلوب شاعر عبدالرحمن بابا د وفات په پټه خزانه کي ۱۱۱۸هـ ق ښودل سوی دئ. دې مسئلې ته مېجر راورټي او ارواښاد دوست محمدخان کامل مومند د انتقاد گوته نیولې وه. کامل مرحوم په خپل کتاب “رحمن بابا”ـ صـ ۱۰ کي ئې وکښل چي ” … د پټي خزانې مؤلف چه د رحمن بابا د وفات کوم تاریخ لیکلی دی هغه د ډېر قوي او اعتبار وړ شهادت له رویه غلط دی.” د ارواښاد کامل له ” ډېر قوي او اعتبار وړ شهادت” څخه مراد د رحمن بابا په دېوان کي د گل خان او جمال خان پر واقعه باندي اوږد نظم دئ. دغه واقعه د تاریخ مرصع او مېجر راورټي د لیکنو له مخي په ۱۱۲۳هـ ق کي پېښه سوې وه او په دې حساب د رحمن بابا ژوند تر ۱۱۲۳هـ ق پوري یقیني وبلل سو.

کله چي د یونس دېوان په کابل چاپ او خپور سو، زما استاد علامه رشاد مرحوم په دغه دېوان کي د رحمن بابا د مرثیې له یوه بیته د رحمن بابا د وفات کال په پنځه ډوله استخراج کړ چي د ټولو نتیجه یو راز یعني ۱۱۲۸هـ ق راوتلې ده. هغه بیت داسي دئ:

له رحمانه فیض یاب عبدالرحمن شه

چه له دې سرایه په نویي سرای مهمان شه

د علامه مرحوم په پنځو معادلو کي یوه اسانه معادله داسي وه:

چه ـــ ۸

له دې ــ ۴۹

سرایه ــ ۲۷۶

په ـــ ۷

نویي ــ ۷۶

سرای ــ ۲۷۱

مهمان ــ ۱۳۶

شه ــ ۳۰۵

ـــــــــــــــــــــــــ

۱۱۲۸هـ ق

علامه مرحوم په پټه خزانه کي د رحمن بابا د وفات کال چي ۱۱۱۸هـ ق لیکل سوی دئ د کتابت تېروتنه بللې ده چي د ۲۸ پر ځای ئې ۱۸ لیکلي دي او دا تېروتنه ئې د هغه تلوار نتیجه بللې ده چي کاتب ئې عذرد ” باستعجال تمام قلمی گردید” په جمله غوښتی دئ. یعني د پټي خزانې د مؤلف محمد هوتک په نظر هم د رحمن بابا د وفات کال ۱۱۲۸هـ ق وو او ۱۱۱۸ د کاتب سهوه ده.

تر دې وروسته نو د رحمن بابا د وفات کال زموږ ټولو محققینو ۱۱۲۸هـ ق منلی دئ. یوازي ئې ارواښاد قلندر مومند او د هغه پر لار تلونکي لیکوال په دې باب ځکه جڼه جڼه پکښې کوي چي د دې کال په منلو سره د پټي خزانې د جعلیت افسانه باطلېږي.

په دې شپو کي زه د خپل کتاب ” زه او پټه خزانه” د کښلو پر وخت د اخون گدای په ” نافع المسلمین” کي د قائم خان بنگښ په مرثیه کي پر یوه بیت پېښ سوم چي د علامه رشاد مرحوم د استخراج سوي کال (۱۱۲۸هـ ق) ملاتړ مي پکښې وموند.

د مخه تر دې چي اصل موضوع ته راسم، یو څو خبري به پر اخون گدا او د هغه پر نافع المسلمین وکړم.

د “اخون گدا” یا ” اخون گدای” له نامه سره پښتني دنیا دده د کتاب “نافع المسلمین” له مخي اشنا سوې ده. د ” پښتانه شعراء” په لومړي ټوک کي علامه حبیبي کښلي دي چي” د اخوند صاحب نوم نه معلومېږي، خو په گدا مشهور دئ… گدا د مغولو تر زمانې وروسته د سدوزو په وخت کي تېر سوی دئ، ځکه چي دده د یوه بیت څخه معلومېږي چي د مغلو د سلطنت کمبله د ده په حیات او یا د ده تر پیدا کېدو مخکي ټوله سوې وي. هغه بیت دا دئ:

چي له عدله له انصافه ئې ځان وښکو

د اورنگ له کوره ځکه سلطنت لاړ

راز محمد ویښ د ” پښتو کتابونه”، چاپ ۱۳۳۷، پښتو ټولنه، کابل په ۸۶ مخ کي اخوند گدا د اخوند دروېزه پلار بللی دئ چي تېروتنه او د نومو د مشابهت څخه پېښه سوې ده. د اخوند دروېزه پلار هم ” گدای د سعدي زوی” نومېږي. دغه گدای د مغولو د واکمنۍ د وخت سړی دئ[1] ،خو لکه تاسي چي مخکي ولوستل د نافع المسلمین د مولف په زمانه کي د مغولو د سلطنت کمبله ټوله سوې وه.

د اخون گدا ” نافع المسلمین” وار د واره په ۱۸۹۶ع کال په لاهور کي چاپ سوی دئ. د ۱۹۱۳ع کال چاپ ئې هم سته چي ما ( م. هوتک) لیدلی دئ. خطي نسخې ئې هم پیدا کېږي.

د” Catalogue of Pashto Manuscripts in the libraries of the British Isles”  چاپ ۱۹۶۵ع په ۳۹ مخ ( ۴۲نمبر) کي د نافع المسلمین یوه نسخه معرفي سوې ده چي د کتابت نېټه ئې ” بتاریخ یوم دوشنبه در ماه محرم الحرام سنه ۱۲۹۴هجری” ښوول سوی دئ.

اخوند گدای په “نافع المسلمین” کي د قایم خان بنگښ پر وژلو یوه مرثیه لري چي په دې بیت شروع کېږي:

د قایم دورې و دور هم دوران لاړ[2]

د فلک په گردش تار په تار ئې ځان لاړ[3]

قایم خان بنگښ په هندوستان کي د فرخ آباد د پښتني نوابۍ د مشرغضنفر جنگ نواب محمد خان بنگښ ( ۱۱۵۶هـ ق مړ) مشر زوی وو چي د پلار تر مرگ وروسته د ډهلي د پاچا محمد شاه مغل (۱۱۳۱ـ ۱۱۶۱هـ ق) له خوا د فرخ آباد د نوابۍ منصب او ” قائم جنگ” خطاب ورکړه سوی وو.[4]  قائم جنگ د نوابۍ غرور واخیست او د روهیلکهنډ د نیولو اراده ئې وکړه. په دغه وخت کي د روهیلکهنډ واکمني د نواب علي محمد خان روهیله اته کلن زوی نواب سعدالله خان او د هغه د نائب حافظ رحمت خان بړیڅي ( ۱۱۶۲ـ ۱۱۸۸هـ ق ) په لاس کي وه. حافظ رحمت خان بړیڅي ډېره هڅه وکړه چي د روهیلکهنډ او فرخ آباد د پښتني نوابیو پر منځ جگړه پېښه نه سي. خو د ځوانۍ او نوابۍ په نشه مست قائم خان ئې پر خبرو غوږ و نه نیو او د دوی تر منځ جگړه پېښه سوه او قائم خان خپل سر پکښې وخوړ. اخون گدای د دغي سوزناکي مرثیې په پای کي د رحمن بابا پر هجران یو بیت راوړی دئ چي ارواښاد قلندر مومند له هغه څخه د رحمن بابا د وفات د کال (۱۱۲۸هـ ق) د ناسموالي په باب د ثبوت کار اخیستی دئ[5] خو کله چي ما (م. هوتک) بیت تحلیل کړ، دا د رحمن بابا د وفات تاریخ دئ چي د تعمیې په بڼه ښوول سوی دئ. بیت داسي دئ:

زه ګدای ئې په خپل ځای باندې قائم کړم

له جهانه چه شاعر عبدالرحمن لاړ

په دې بیت کي تاریخي ماده دوهمه مصرع ده چي ابجدي ارزښت ئې ۱۳۱۴ راوزي. په دې ډول:

له ــــــــــــــــ ۳۵

جهانه ــــــــــ ۶۴

چه ــــــــــــــ ۸

شاعرـــــــــــ ۵۷۱

عبدالرحمن ـ ۴۰۵

لاړــــــــــــــ ۲۳۱

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

               ۱۳۱۴

له دې حاصل جمع څخه چي د ” گدای = ۳۵” او ” قائم[6] = ۱۵۱” قیمتونه چي (۱۸۶) کېږي د ” پر ځای” په قرینه تفریق سي ۱۱۲۸هـ ق راوزي. یعني :

۱۳۱۴- ۱۸۶= ۱۱۲۸هـ ق

او دا د رحمن بابا د وفات هماغه کال دئ چي علامه رشاد مرحوم هم همدغه کال د یونس د مرثیې له ” چه له دې سرایه په نویي سرای مهمان شه” څخه ۱۱۲۸ را ایستلی دئ.

له نېکه مرغه د رحمن بابا د وفات کوم کال چي په پټه خزانه کي ۱۱۲۸ ( ۱۱۱۸ د کتابت سهوه ده) ښوول سوی دئ، د هغه ملاتړ علامه رشاد د یونس په کلام کي وموند او ما ( م. هوتک) د اخون گدای په کلام کي پیدا کړ. اوس نو د درو روایتو ( پټه خزانه، د یونس دېوان، د اخون گدا نافع المسلمین) په یو شانتوب کي که څوک نوري ترخځي را باسي، دا به نو له حقایقو سترگي پټول وي او له حقایقو څخه سترگي پټول د سرزورۍ نخښه ده.

محمد معصوم هوتک

آټاوا ــ کاناډا

د مارچ ۲۴مه ۲۰۲۵ع

[1]  وگ : مخزن، تصنیف اخوند درویزه، مقدمه سید تقویم الحق کاکا خېل، صـ “ج”، چاپ ۱۹۸۷ع، پېښور.

[2]  علامه رشاد په خپل ” غالب جنگ، غازي نواب احمد خان بنگښ او د هغه کورنۍ” نومي کتاب ( ۸۰ مخ) کي د مطلع دا مصرع داسي لیکلې ده:

د ” قایم” دور او زور او هم دوران ولاړ

[3]  د ټولي مرثیې له پاره وگ : اخون گدا، نافع المسلمین، ۲۹۸ـ ۳۰۰ مخونه، چاپ شاهین برقي پریس پشاور

[4]  علامه رشاد، غالب جنگ غازي نواب احمد خان بنگښ او د هغه کورنۍ، ۶۶مخ

[5]  وگ : رحمان پوهنه ـ ۴۷مخ

[6]  له ” قائم” څخه مراد قائم خان بنگښ نه دئ بلکي مقصد ئې ” قائم مقام” یا په ننۍ اصطلاح ځایناستی دئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...